(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

محبس او قفس

[06.Jul.2023 - 05:40]

محبس او قفس

لیک: معلم قیوم

امیر حبیب الله خان کلکانی "د ســقـاو زوید ۱۹۲۹م کال د جنوري (۱۶ )څخه د اکتوبر تر( ۱۳ )پوري پاچا وو.

مه راته په قهر کېږی، تاریخ لرو خوهغسي چي تېر سویدئ هغسي نه دی لیکل سوئ. له ژبي، ملیت، قوم، سیاسي علایقو خالي لیکنه مي ونه لوسته، دغه علایق دي چي زما لیکني هم یو لږ شمیر مریض دوستان چي د دوی اړوند امیر، شاه او رئیس مي ستایلۍ نه دئ راته په قهر کړي ديکه نه یې منۍ لیکنه و لولۍ. تاریخونه او پاڼي مي ډېری ولوستې، خو د " افغانستان از امیر کبیر تا رهبر کبیر" چي د عبدالحق مجددي او فضل الله مجددي لیکنه ده، نسبت نورلیکنو ته یې  مسائیل څه په تفصل سره بیان کړیدي.

 د جدي پر ۲۴ د سهار ۹ بجې وې چي شاه امان الله خان له پلازمینې کابل څخه د کندهار لور ته د کورنۍ او غیرې کورنۍ له غړو سره یو ځای په موټرونو کې روان سو ، د ده له حرکت څخه هیڅوک خبر هم نه وه، په داسې حال کې چې د یوې رسمي بلني له مخې، لس بجې دولتي مامورین او افسران د دلکشا په ماڼۍ کې راټول شوي وو او پرته له دې چې هغوی پوه شي څه پیښ سوې انتظارکوي. ترڅه انتظار وروسته د شاه  مشر ورور سردار عنایت الله خان معین سلطانت د شاه د سکرتر سره راغی. د ماتم او غم د ورځې په څېر په سړه، غمجنه او خاموشه فضا کې یې د امان الله خان لاسلیک شوی کاغذ ولوست چې پکې ویل شوي وو" د وطن خیر په دې کې دی چې کار پرېږدم ، ځکه په هیواد کې وینې تویول او انقلاب روان دی دلیل زما سره اختلاف دی. په دې لیکنه کې شاه له پاچاهۍ څخه د استعفا او خپل ورور عنایت الله خان ته د واک سپارلو یادونه کړې وه، نو اورېدونکو له نوي پاچا (عنایت الله خان) سره بیعت پیل کړ

 حال دا چي د اکټوبر په ۲۸ مه د روسیې د واکمن کمونست ګوند سیاسي بیرو پریکړه وکړه چې روسیه چمتو ده مان الله خان ته د اړتیا په صورت کې سیاسي پناه ورکړي. د جدي په څلورمه نېټه د کابل او مسکو تر منځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې روسیه (۱۶) باله جنګي الوتکې او څو توپونه په ۱۳۰۹ هجري لمریز کال کې افغانستان ته ورکوي. په خواشینۍ سره  په ۳۰ د قوس په داسې حال کې چې کابل ښار د شمال له لوري تر ګواښ او فشار لاندې وو، شاه د خپلې کورنۍ ډېر غړي کندهار ته ولېږل. د پاچا دې کړنې د عسکرو او خلکو په روحیه او رویه ډیره بده اغیزه وکړه. لنډه دا چې اماني پاچاهۍ په خپل وخت کې د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د امتیازاتو په لرلو سره چې د ده تر قوماندې او رهبرۍ لاندې ترسره کېده، بالاخره د خپلو کړنو او د ملت د عقایدو، دودونو او هیلو په خلاف د عمل له امله نسکوره شوه

ملا فیض محمد کاتب چې د اماني دربار خطیب و او لیکنې یې د افغانستان په معاصر تاریخي تاریخ کې د یوه معتبر سند په توګه یو شمېر لیکوال یادوی، دی د تذکر الانقلاب په نامه خپل کتاب کې د حبیب الله کلکاني د ظهور په اړه لیکي: هغه پیاده قطعه چې د نمونې قطعې په نوم یادیږي ترکي  افسر جمال پادشا هغه ځوانان چي توانمند او غښتلي وه پکښي را ټولول، حبیب الله کلکانی د خپلو یارانو سره  د مولوي عبدالحي(پنجشري) په مرسته دوشنبې ته ولاړه او د جمال پادشا په عسکرو کي شامل سول او دروس په خلاف جنګېده. ... جمال پادشاه  پدې هیله وه چې افغان حکومت به دی د ترکیې د وایسرای په توګه وګماري، کابل ته را ستون سو. د منګل د خلکو په جګړو کې او د سهيلي لوريو په جګړه کې د دولت په خدمت کې ولاړ، بيا له ټولو يادو شويو سرتېرو سره، چې د لاټري او اجباري نظام برخه وه له هغو سره ولاړ وو. د کوهدامن په کلي کې د دوی کور ته نژدې  حبیب الله کلکانی له دندې ګوښه شو.دا چې هغه د خپلې مېرمنې او د ځان د ژوند د اړتياوو د برابرولو او همدارنګه د انګورو او لرګيو د خرڅولو توان نه درلود، نوکلکانی د کوهدامن د خلکو نور مشهور او رواجي کارونه يې کول، چې له لارې يې د کوهدامن د خلکو د ژوند د اړتياوو پوره کول وو. دوی د غنمو ډوډۍ ته لږ د خوښې په سترګه کتل د بدبختۍ په توګه، دوی مجبور دي چې سړکونه پرې کړي او د خلکو مالونه غلا کړي. او د هغه ځینی کسان لکه سید حسین چاریاری او ملک محسن سراخواجه او داسی نور چی د څلویښتو کسانو د وژلو سبب شول د مسلمانانو د مال او مالک د وژلو لپاره تیار شول. او درې کاله يې د جبل او نصيب او فراز سهل او طلال په غارونو کې تېر کړل، د ذلت او سختۍ ورځې، د غلا او شپې ورځې د وېرې او نااميدۍ او د حکومت د عذاب په وېره کې تېرې کړې. په پېښور کې د حکومت له خوا له نيول کېدو څخه وتښتېد او د چايو په پلورلو(سماوارکولواو غلا يې پيل وکړ، تر دې چې د هغه ملګري اعظم چې يو پټ غل وو، د پوليسو له خوا ونيول شو او د انګرېزانو په زندان کې يې واچاوه، له دې وېرې چې ونه نيول شي، له پېښور څخه د ټل په لور روان شو. توت تنګي (د هند له قبایلي سیمو څخه) او هلته یې څو ورځې په فقر کې ژوند وکړ او د مسکنت له سببه  په غلا کولو بوخت شو، وروسته له دې چې په غلا وومشهور سوو هلته یې ژوند کول ګران سو  د وېرې یې کلکان او کوهدامن ته مخه کړه. د نيول کېدو له وېرې يې خپل کور پرېښود، له څو غلو سره چې له ده سره وو، شپه يې له يوه ځايه او ورځ يې بل ځای تېره کړه، ورځ يې په وېره او جنون کې تېره کړه. لوږي د حرام مال د غلا او خوړلو ته مجبور کړه، بیا یې د وينې تويول کمزوري وبلل او ورو ورو يې د کوهدامن او کوهستان له سودګرو (حاکمانو) سره د خلکو په مال کې د برخې په ورکولو دوستي وکړه لږ څه له وېرې په امن او امان کې شو.

 ( هغه پاچا چي سواد یې نه در لود، هغه پاچا چي په غلا متهم سوئ وو، هغه پاچا چي یو شمېر انسانان یې بې مخکمي په قتل ورسول)

سید مسعود پوهنیارد خپل اثر "ظهور مشروطیت و قربانیان استبداد درافغانستان" ددوهم جلد په ( دال ) صفحه کي داسي لیکي : ژباړه " د اوریدوله مخي حبیب الله کلکانی په قوم صافی وو. پلرنی تاټوبې يې د صافي د غره سیمه  وو. چي د بگرام شرق خواته د پنجشیرد رود پر غاړه واقع دی

    حبیب الله په وړکتوب کي یتیم سو، نو مور يې د اسدالله سقو سره چي د کلکان وو واده وکړی، حبیب الله د پلندرپه کورکي لوی سو ځکه نو د سقو په زوی وپیژندل سو. " ص   ۵۸۰  

حاجي غلام رسول د غلام نبي کلکاني زوی دی، چې د ارګ د زندان قومندان و، د کپتان په رتبه یې هم د محمد زی او د محمد نادرشاه د کورنۍ د بندیانو د ساتنې دنده په غاړه درلوده، د سقاوي حکومت شپیته غړي د نادرخان  د نفرو لخوا ونیول سول ټاکل شوې وه چې د جمعې په ورځ اعدام شي، خو په زندان کي له بندیانو سره د ده ښه سلوک وو چي  د نادرشاه د کورنۍ د غړو له طرفه یې سفارش او شفاعت وشو او غلام رسول کیپتان له اعدام سزا څخه معاف شو او په ۱۳۰۹ هجري لمریز کال کې له بنده خوشې شو

  د دغه کیپتان حاجي غلام رسول په وينا، د حبيب الله پلار امين الله او تاجک وو، مور يې د شمالي پښتنو له تره کو څخه وه. فیض محمد کاتب هم د حبیب الله(کلکاني) د پلار نوم امین الله، سید بهادرشاه، محی الدین انس او برهان الدین کشککي بیا  د کلکاني د پلار نوم عبدالرحمن لیکلی دئ. اما سید شاه بخاري څلور پاچاهان په  یو کال کي کتاب کې د حبیب الله (کلکاني) پلار کریم الله لیکلی دئ. د افغانستان د وسله والو قوواوو  په تاریخ کې د حبیب الله (کلکاني) پلار تاجک او مور یې هزاره بللې ده . صديق فرهنګ د حبيب الله(کلکانيپه وجود کې د هزاره او ازبکو وينې موجوديت ممکن ګڼي.تایمز ژورنال د جنورۍ په ۱۹مه ليکلي چې ځينې  خلګ وايي حبيب الله تاجک دی او ځينې وايي چې پښتون دی.ص ۴۳۹

اوس یې نو څوک سپینه او کره کړی چي کلکانی څوک وو؟(پښتون یا تاجک) او دچا زوی( امین الله، کریم الله او که د عبدالرحمن )؟

امیر حبیب الله خان کلکاني  د خپل ځان له پاره د( رسول الله د دین خادم) لقب خوښ کړی وو.امیر حبیب الله خان(کلکانيد کابل د مهمانخانې په باغ کي خپله خط مشې داسي اعلان کړه: ما د پخوا نی حکومت (بې د ینياو( لاټي ګري) ولیده، د د ین د خدمت لپاره مي ملا وتړل تاسي ته مي د کفر او(لاټي ګرۍ) څخه نجات درکړ.په راتلونکي کي به زه د بیت المال پیسې د ښوونځیو د جوړولو لپاره خرڅي نه کړم بلکي پيسې به و عسکرو او ملایانو ته  تخصیص کړم چي دعاوي وکاندي ښاري او ګمرکي مالیات به واخلم ، تاسي زما رعیت یاست ژوند په خوښي تیر کړئ

امیر حبیب الله خان کلکاني یو شمېر خلګ بې له محکمې له حکمه اعدام کړه. چي په هغو اعدام سو کي مولوي عبدالواسع کندهاری، سردار علي احمد خان ( چي د افغانستان د استقلال قرار داد یې د انګرېزانو سره لاسلیک کړی وو)عبدالغفور خان تګاوی، حبیب الله خان، عبدالرسول خان، قاري دوست محمد خان او د هغو ملګري په دې اتهام چي دوی غوښتل امیر حبیب الله کلکانی په مسجد کي په قتل ورسوي. همداسي عبدالحمید خان توخي، سردار حیات الله خان، سردار عبدالمجید خان ( د امیر امان الله خان وروڼه) سردار محمد عثمان خان،قاضي محمد اکبر خان، د حربیې د وزارت مخکنی معین حبیب الله خان او قاضي عبدالرحمن خان دا ټوله بیله د محکمې له حکمه څخه اعدام کړه. ص ۵۸۱

ښاغلی غبار صاحب لیکي: د امیرحبیب الله ځینو ملګرو کوښښ درلودی چي د نوموړي حکومت د خلګو د اړتیاوو او د مملکت د ترقۍ لپاره ښه تنظیم او ترتيب پیداکړيد هغو خلګو له جملې څخه دغه اشخاص مشهور دي(شيرجان د دربار وزېر، عطاء الله خان د خارجه چارو وزېر، محمد صدیق خان د پکتیا والي، سر منشي میرزامحمد یوسف خان، عبدالرحمن خان د هرات والي ، عبدالقدېر خان د کندهار والي او خلیل الله خان خلیلي د مزار شریف مستوفي). ص ۵۸۲

 د ۱۹۲۹م کال د جنوري څخه تراکتوبره پوري  یوه لنډه خود طوفانو ډکه مرحله چي په "سقاوي" یادېږي. دا خبره روښانه ده چي د امیرامان الله خان د حکومت تر نړولو وروسته د نهو۹ میاشتو د پاره حبیب الله کلکانی، چي په افغانستان کي د سقاود زوی په نوم مشهوروو، دی پاچا سوی دئ . په تاریخ او د افغانستان د پاچهانوپه لیست کي يې نوم ولیکل سو

 پدې خبره هم ټول سره سلا دي چي د امان الله خان له طرفه د افغانستان د آزادۍ ږغ، د انگرېزانوڅخه د افغانانو جلاوالي، په سیمه او منطقه، د انگرېزانو ماته وه دا ماته انگرېزانو ته د هېري خبره نه وه، انگرېزانو د نړۍ پدې برخه کي یو مقتدره امپراتوري لرل

   کله چي امان الله خان خپله کاری تگ لاره او اصلاحی فرمانونه اعلان کړل. لوی دښمن چي ډېر مکار وو د امان الله خان د حکومت د نړیدو په چارو په جدي توگه مصروف سو. هغه زړه خوپخه وسله چي د ډېرو وختو راهیسي زموږ د هیواد د بې لوستو په منځ کي په موږ ساتلی وه او ده. یوواربیا زموږ د هیواد والو سرونه په پرېکړه  زموږ د زده کړو خلاص لنډ فکرو او يو شميرددوی خادمانوته یې دغه  زړه خو رنگ کړې سلاح په لاس ورکړه. په پکتیا، جلال اباد او شمالی کي يې، دامان الله خان د حکومت  مخالف بغاوتونه یې را پیل کړه

دهربغاوت مشری یوخرڅ سوي افغان کول. انگریزان ددې هر بغاوت شاته کلک ولاړو. انگریزانو د امان الله خان حکومت نړوي، خونه د پښتانه  پلاس. ځکه دامان الله د حکومت ریښی په ولس کي په خاصه پښتنو کي نسبت  ټولو تیروحکموته ټینگي وې. په جلال اباد کي،محمد عالم شنواری، غلام جیلانی چپرهاری،افضل شنواری، محمدنادرخان او شمس المشایخ مجد دي دغه وروستئ شخص او د هغه د کورنۍ غړي د مذهب په پوښ کي انگرېزانو ته خدمت کوي

   دوی وه چي په پکتیا کي یې د امان الله خان مخالف حرکتونه راشروع کړل چي دوی یوهم بیله خارجي ملاتړه نه وه. د  ټولو  ترشاه انگرېزان ولاړوه. غبارپه۸۱۶ص کي . حبیب الله دسقاو زوی خپل پرتیر سوي حالت او تر پاچهۍ پوري رارسيدل داسي بیان کړی دئ، زه دامان الله خان د حکومت د تعقیب دويری د خپل ماما زامنو سکندر او سمندرته پیښاورته ورغلم. هلته مي په توتگی کي سماوارکوئ. اما په پاړه چنارکي د خپلي غلا او يوولسو مياشتو د بند کیسه ونه کړه. څوچي موقع برابره سول چي افغانستان ته راسم. د راتگ په لاره کي برېکوټ ته ورسيدم. هلته د جمعی ورځ وه. ملا خلگوته دامان الله خان پر ضد د جهاد  بیان کاوه . وروسته ما د ملا صاحب څخه د دوعا غوښتنه وکړه. هغه راته دوعاو کړه، راته وي ويل: پر لاری یوه ونه مخته درځي د هغې بیخ لڅ کړه هرڅه چي دي پیداکړل هغه واخله. کله چي ورسيدم د وني بیخ مي لڅ  کړی، څلورمیله وسله د کارتوسو سره او  زر پاکستانۍ روپي په لاس راغلې. کله چي د لغمان پرلاره   تگاب ته تلم د بل مل سره مخامخ سوم چي د جهاد  د پاره يې تشويق کړم. وختې چي کوهدامن ته راغلم بل ملا ددېن په حکم د امان الله خان د مرگ آمرراکړه

    څوغلام حیدرخان فرقه مشرد تگاب چي د معین السطنه ماما هم دی،اخندزاده صاحب د تگاب ملا حميدالله مي غواړي او د امان الله د ترورآمرونه راته کوي. هلته په ميمنه کي سيد حسين د امان الله خان ضد فعالیت درلودئ. لیکونکئ : لیکونکو دا خبره باید سپینه نه کړې واي د نوموړي د ماما زامن چي په توتگي کي يې سماوارلاره  دوی څوک وه؟ په هغه وخت کي په توتگي کي سماوارکول په غالب گمان دا خلگ به پښتانه وه نه  شمالې وال

نوزه ډیرباورلرم چي حبیب الله تاجک نه بلکي پښتون او صا فی به وو دا چي دا سدالله سقاو په کورکي لوی سوی دی دا خبره هم یقیني ده. مگرخلیل الله خلیلي بیا په خپلو یا داشتو کي حبیب الله کلکاني او د هغه وپاچهې ته درسېدلوداستان داسي راوړېدئ دی لیکي :

   ترجمه " حبیب الله یوځوان هلک په کُهدامن کي د کلکان وو. . . حبیب الله په ځواني کي زما دپلارپه مځکو کي چي په حسین کوټ وې کارکوئ، دځوانۍ په مرحله کي عسکري خدمت ته جلب سو. پدغه وخت کي دوه گروپه غله او لاره نیونکي ډېرمشهورسوي وه. حکومت د هغوی د نیولو یا وژلو د پاره انعامونه اېښي وه. یوه ورځ حبیب الله خان کلکانی د کابله وشمالي ته تلې، دوه مشهورغله ورته په لاره کي ودرېدل او دده څخه يې وغوښتل چي خپل توپک هغوی ته ورکړي، حبیب الله هغه د واړه غله ووژل. د منطقي حاکم ددې پرځاي چي حبیب الله ته انعام ورکړې، هغه يې ونیوې او زندان ته يې واچوی. حبیب الله خان د زندانه وتښتیدئ او کوهستان ته ولاړې. د حبیب الله په ژوند کي نوی فصل خلاص سوو. ص ۵۹

نوټ: خلیلی ددې دوو تنو مشهوروغلونومونه او شهرت نه معرفي کوي، ولي؟، د هغه منطقي د حاکم نوم نه لیکي؟ او بل دی لیکي چي دوه گروپه دغلووه، گروپ یونفرنه وي بلکي گروپ د څونفروجوړیږي، بل څنگه دوه گروپه غله یوځای سول؟ او څنگه یوه نفرد دا دوه گروپونو مشران مړه کړل؟ نودا یوه معما غوندي خبره ده. د حبیب الله کلکاني تلل وپا کستان ته او هلته د سماوارکولو،غلا کولواوبندي گیري بیان نه کوي. بل خلیلي دحبیب الله کلکاني هغه پرکابل د حملې پروخت په او ږه کي زخمي سو، بیا څنگه؟ چيري؟ او چاتداوي کړي؟ دا خبره نه ښوروي. مګر د حبیب الله کلکاني د زخمي کیدو کیسه : د دسامبرپر لسمه د جدي د میاشتي پر اول تاریخ، چي د حبیب الله طرفداری قواوي د بي بي مهرو په تپه کي ځای پر ځای سوې، د ارګ او دوی تر منځ جګړه وه، ارګ مقاومت کاوه، د جدي پر (۳) حبیب الله کلکانی، شیرجان صاحب زاده او محمد کریم صاحب زاده په بالا باغ کي وه، چي د توپ د مرمی یو پرزه د کلکاني پر اوږه ولکېده او زخمي سو. حبیب الله باغ بالا پرېښود هزاره بغل کلي ته ولاړ، سبا حسین کوټ ته ولاړ، هلته د یوه محلي سلماني لخوا په هغه ابتداي وسایلو یې زخم ور پاک او دستمال ور وتړۍ

   نومي خبره داده چي هرجا سوسي شبکه چي څوک مزد وره وي، لومړي نفرتلۍ، هرکار ته هرنو کرهم نه استوي، د درانه وزن پورته کولوته دغسي زورورلټوي. بیا وایم چي دسقاو په زوی کي دا استعداد و چي پلان هغسي عملي سوچي ډایرېکټرانوغوښتل. ښاغلي فیض محمد خان کاتب چي د سراج التواریخ لیکوال د خپلو یا داشتونو په یوه برخه کي چي په  انگليسي ژبه ترجمعه سوي دي دامیرحبیب الله یا دسقاوو د زوی د ناروا کړنوپه باب ډېري تفصیلي خبري کړي دي

چي زه يې د لته ټولي نسم رانقل کولاې. یو لږ یا دول يې لازم دي په دې چي په دې ورستیو کي یو شميرد نوموړي خیرغِوښتونکي د نوموړي په وصف ترحد ډېر مخته ځي. نوموړي د عیاراو کاکا په نومونو یادوي چي د انصاف لیري کار دئ  دی دعیار، کاکا او پایلوچ د نومونو سپکاوی کوي . دعیار توب صفتونه ډیر دي چي عمده يې دادي:

او لعیارپاک نفسه (د ناموس ساتونکی وي) په فارسي ژبه کي ورته با ناموسه وايې

د ووهم : د قتل يا وژنومخالف باید وي. میراث يې یوازي نیک نوم وي،نه پیسې او مقام

درېیمعیارباید په ځان ټینگ، معلوم او ا زمایل سوې وي

   ددې درو څخه چي یو ایسته سي او يا مرعات نه سي او يا ددې درو واړو خیال ونه ساتلاي سي هغه ته د عیار نوم او لقب ورکول جفاده. حبیب الله سقاوو به په غلا ووکي ښه وو، جنگي به وو، مگرد فیض محمد کاتب هزاره په حواله پربا ناموس توب او نه وژنکي توب يې شک لرم. دی خپله، ورور حميدالله يې،  ملگری سيد حسين ته چي لومړئ يې د سلطنت وکيل او دوهم يې د دفاع وزیر وو. دهیڅ چا او هیڅ قانون تر حکم لاندي نه وه، هیڅ قانون ته يې اطاعت نه لاره عیاران نه سو گڼلای

خلیلي د خپلویا داښتونو په ۷۶صفحه کي لیکي چي د حبیب الله کلکاني په وخت کي. ترجمه "حالات دونه خراب سول چي ځیني وختونه د یوې موضوع د پاره دوه درې فرمانونه لیکل کیدل. یو د طرف د ملک محسن، بل خوا ته سید حسین او بل د طرفه د حبیب الله، سره د ډېرو کوښښونو يې ونسوای کولای او ضاع تر کنترول لاندي راولي". خلیلي الله خلیلي د حبیب الله کلکاني منشي وو

   یوه بله خبره چي ما هم د خلگواو ریدلې وه، هغه د شمال لخوا پر بلخ باندي حمله چي غلا نبې چرخي رهبري کول، دامان الله خان د پاره جنگیدل د شوروي لخوا ورسره مرسته کیده. خلگ وايې چي دسقاو زوی د شوروي سفير راوغوښتئ د شوروي سفير ته يې اخطار ورکړ چي که ستاسي لخوا مداخله قطعه نسي زه تاسي وژنم او د شوروي سره د جنگ اعلان کوم . دا خبرد رست نه وه، خلیلي چي په مجلس کي حاضرو، وروسته تراوږدو خبرو داسي لیکي :

ترجمه "پدې وخت کي عطأالحق هغه اسناد چي دغلام نبي خان امضأ هم پکښې وه زما څخه واخیستل. دروس نماینده ته یې ورکړه او ترجمان ته يې آمر وکړ چي دغه اسناد په روسي ژبه ترجمه کړي ولوله. دروس نماینده د اسنادو تراورېدو وروسته وویل: زه خپل حکومت ته معلومات استوم او تاسي ته جواب وایم". ۹۳صفحه. اول د شوروي سفير هغه وخت په کابل کي موجود نه وو، بل چا اخطار یا تهدېد کړئ نه دی، بل جبیب الله کلکاني دروس له نماینده سره لېدلې هم نه دي

نوبیرته خپلي خبري ته را گرځو چي ډېر له دوی په خاص ډول دغه پورته ذکرسوي د وه نفره علاوه پرانجونو هلکان هم د عیاشي د پاره ساتل. خلگ يې څلور پلې کول، په دارځړول، غرغړه کول. عیاران یوه پخه خبره لري. وايې حریف به د لاسه نه ورکوي. یعني وژل د عیاري په قا نون کي ځای نه لري. یا وايې بی غیرته سړی حریف وژني. نو په دې ځای کي حبیب الله د سقاو زوی عیارنه وو

وايې کله چي نوموړي د حاکميت واگي واخیستلي د  ټولو هغو انجونو نومونه يې پیداکړل چي د امان الله خان د حکومت پر مهال ښوونځی ته تلې. آمر يې وکړې چي ښوونځی ته تلونکي نجوني باید د کوهستان او کوهدامن د سړو ماندينې سي بیله کوم شرطه. دا يې بل د بېغیرتي نښه وه چي د عیارنوم ورکول ده ته د عیارد نوم سپکاوی گڼم. سره له دې چي حبیب الله سقاوو د نسب له مخي صا فی، مگرد پښتونه زده کړه يې د پښتنو سر سخت تعصب لاره، د همدې تعصب د مخي يې د بیچاره کوچیانو د ولس زره کورنۍ چي تیت او پاشان يې خپلي کډي کولې او هزاره جات ته تللې راو گرځولي، د ميلیونهاو روپو په ارزښت مالو نه يې ځیني ضبط کړل

د شرعي فتواوو د ورکړي د پاردهغه کورنۍ نماینده د ځان سره لري چي د خپلي گټي په منظور د تاریخ په او ږد وکي شریعت پلورلی دی لکه حضرت گل اقامجددي. نو پس د سقأوزوی عیار نه وو. خبره داده چي موږ يې بیا په هغه زړه سلاح په هغه ډول چي څوځله موغاړی په پری سوې وي، په ۱۳۵۸هجری کي بیا غاړی را پرې کړې. څه ښه يې ويلی وه "که يې یوځل خطا ایستی د هغه دي کوروران سي چي ته يې خطا ایستي يې او که يې د وهم ځل هم خطا ایستي نوستا دي کور وران سي". 

زموږ افغانانو دا شپږم ځل دئ چي په هغه یوډول موخطا باسي. یو ځل ددوی یعني لوی دښمن لخوا او ا ز جگ سي چی اسلام په خطرکيدي، الله اکبر، محمد ص دي شفاعت نه کوي پر ور منډه کړی. ولس پر ور وځغلوی دوی شاته پټ سي، ولسونه مري دوی پیسي او دارايې گاني پتوي، زموږاولادونه مري ددوی او لادونه په خارج کي درسونه وايې، ساعتیري کوي. ایا همدغسي نه وه؟ د د غو ټولو  په خاصه توگه دا وسني وخت د جها دي رهبرانو کوم یوه زوی حتی لورد زده کړو پاته سول. اوس هریو د سروزرو پېشوگانې څه چي د سروزروسپي، فیلان او زمري په کورونو کي لري. لايې موږ ولی د تاریخ څخه نه زده کوو.

- معلم قیوم
بېرته شاته