(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو ادبي کانفرانس

[06.Jul.2023 - 05:53]

 

پښتو ادبي کانفرنس پېښور د پرانستې دستوره 

د پښتو ادبي کانفرنس پېښور د پرانستې نن په ټاکلي وخت د نشتر هال کښې د پروفيسر ډاکټر يار محمد مغموم په صدارت کښې شروع شوه په د دريځ ناست مشرانو کښې ډاکټر خالد خان خټک، ډاکټر فضل رحيم مروت، نورالامين يوسفزے، کلثوم زيب، پروفيسر آسير منګل، ډاکټر آباسين يوسفزے او د ادبي کانفرنس بسنټ ګر ښاغلے عابد آفريدے ناست وو، نظامت ښاغلي آفسر افغان وکړه پروفيسر ډاکټر اظهار اللّه اظهار د قرآن پاک يو رکوع تلاوت کړه ډاکټر آباسين ددغې آيات کريمه په ساده پښتو ترجمه وړاندې کړه. ښاغلي شوکت سواتي د شاعر آمن پېر ګوهر معروف آمن نظم زمزمه کړو د ګډونوالو يې بې دريغه داد واخست. د پښتو ادبي کانفرنس آګنائزر ښاغلي عابد آفريدي ميلمنو ته يې ستړي مشي ووئيلو او کانفرنس په مقصد آفاديت خبرې وکړې  ښاغلي بخت روان عمرخيل، کلثوم زيب، حسينه ګل ، نورالامين يوسفزي، د کانفرنس منتظيمينو دا او د هغوي د مرستيالو دا هڅه وستائيله مننه او کور وداني ورته ووئيله ډاکټر آباسين يوسفزي هم د منتظيميونو هڅه وستائيله ډاکټر آباسين يوسفزي ووئيل يقينناً چې موسم ګرم دے خو په ښه موسم کښې خو هر څوک دستورې کولې شي د کمال خبره داده چې د پښتو ادبي کانفرنس پېښور د ګردې پښتونخوا د بيله بيلو سيمو نمائنده شخصيتونه دې دستورې ته په سخته ګرمۍ کښې راغلي مونږ د کلچر ډاريکټريټ انتظاميې ته هم مننه وايو چې د کانفرنس دپاره يې مونږ ته هال يخ ساتلے دے. ښاغلي آفسر افغان د کلتوري تاريخي آثارو په بابله د خبرو په وخت په پېښور کښې د چاغي يادګار او ريډيو پاکستان د سوزلو عمل وغنده. په آخر کښې ښاغلي خانزاده اسفندار يار خان خټک د استاد نزيرګل په آواز د خوشحال خان خټک د غزل سره د خټک او کتک ګډا د امتزاج نه يو خوندوره ګډا وکړه د ګډونوالو يې بې دريغه داد واخست.

له دې روستو دويم نشست چې موضوع يې وه " خوشحال آفغان شناس" ددې دستورې صدارت پروفيسر ډاکټر فضل رحيم مروت وکړو  په موضوع پروفيسر ډاکټر يار محمد مغموم، شاه راز خان، پروفيسر ډاکټر ګلزار جلال يوسفزے ، ثمينه قادر، حبيب عابد ددې نشست ماډوريټ پروفيسر زبير حسرت دے په دې نشست کښې هم د خوشحال خان خټک په افغان شناسۍ په زړه پورې خبرې وشوې.

د ډوډۍ او د جمعې له مانځه روستو دريم نشست په قامي ترقي کښې د مورنۍ ژبې کردار په موضوع ډير په زړه معلوماتي ګټور نشست وشو چې صدارت يې پروفيسر ډاکټر خالد خان خټک وکړو په نشست کښې ډاکټر آباسين يوسفزے او پروفيسر آسير منګل هم شامل وو نظامت پروفيسر ډاکټر اقبال شاکر وکړو په دې موقع ښاغلے عثمان ولس يار، نورالامين يوسفزے او ډاکټر يار محمد مغموم صاحب هم په بحث کښې شامل شول.

څلورم نشست په د ليوني فلسفي غني خان په شخصيت او فن فلسفه ډير په زړه پورے معلوماتي نشست د پروفيسر ډاکټر آباسين يوسفزي په صدارت کښې وشو چې نظامت يې پروفيسر ډاکټر نواز يوسفزي وکړو په پينل کښې عثمان ولس يار ، نورالامين يوسفزے، حيات روغاني، ډاکټر سميع الدين ارمان، په شوروع کښې ډاکټر طارق دانش څوک د پينل غړے وو په غني خان خپل نظم واورول چې ګډونوالو ډير خوښ کړه په پينل کښې د غني خان نمسي مشال خان هم ګډون وکړو هغه د غني خان د انځورګرۍ، شاعرۍ، مجسمه سازۍ، تنز و مزاح او ژبې او کلتور په بابله خبرې چې ده ترې اوريدلې وے بيان کړے

پنځم نشست د اجمل خټک صيب په شخصيت فن او خدماتو يو بشپړه نشست د محترم م، ر، شفق په صدارت کښې وشو نظامت نومياله شاعر عزيز مانيروال وکړو ددې نشست په پينل کښې ښاغلے روښان يوسفزے، پروفيسر ډاکټر ياسين اقبال، ښاغلے کرم ستار يعقوبي، اقبال حسين افکار، ښاغلے حنيف قيس د افغانستان نه راغلے ياد او استاد شاعر اديب او محقق پروفيسر ډاکټر لال پاچا آزمون په دې موقعه مشر ميلمه وو. ښاغلي روښان د اجمل خټک سره خپلې خاطرې بيان کړے ډاکټر ياسين اقبال صيیب د اجمل خټک د شخصيت فن فکر په حواله په تفصيل خبره وکړه نورو منورينو هم د اجمل خټک صيب په بابله خپل نظر ګډون والو سره شريک کړو.

د 23, جون 2023 آخري نشست د ټنګ ټکور وه په دې موقعه ښاغلي اسلم سالک او ښاغلي بختيار خټک په خپلو آوازونو د پښتو سندرې او غزلے ووئيلې هم دې سره د نن ورځې پروګرامونه وپائيد سبا يعني په 24, جون 2023 ړومبې اجلاس به په لس بجې شروع کيږي.

په درناوي: اقبال حسين افکار

________

د پښتو ادبي کانفرنس پېښور دويمه ورځ 24، جون 2023 )

 

په څلريشتم جون کال دوه زره درېويشت چې مونږ د سوزکي کيري ډبه کښې يو ډير ښه انسان د خيبر پښتونخوا کلچر ډاريکټريټ هال ته راوستو هر څو که بهر اور وريدو سخته ګرمۍ وه خو د حال ماحول يخ وه دا وخت د ورځې لس بجې شوے چې د پښتو ادبي کانفرنس منتظيمينو د ړومبي نشست تابيا کوله ددې نشست موضوع  د پښتو افسانوي ادب جاج اخستل وه ددې ګينټې په نشست کښې صاحب صدر او پينل ښه په زړه پورې جاج واخست او د 1917 نر تر دې دمه پښتو آفسانه د کوم ځاے نه شروع شوه او کوم مقام ته ورسيده ددې نشست صدارت پروفيسر آسير منګل کولو ورسره په پينل کښې پروفيسر ډاکټر بدرالحکيم حکيم زے او نومياله فکشن رائټر او ډانشور ښاغلے نورالامين يوسفزے شامل وو. نظامت ښاغلي فطرت بونيري وکړو، نومياله فکشن ليکونکيو ښاغلي بخت روان عمر خيل خپله آفسانه بربنډه ملا  او ډاکټر همدرد يوسفزي خپله آفسانه Paintom Pain واوروله دواړو آفسانه ليکونکيو له د کانفرنس ګډونوالو له د لاس په پړقا بې دريغه داد ورکړو ښاغلي نورالامين يوسفزي صيیب په دې موقع د خبرو په وخت ووئيل چې د ښاغلي بخت روان عمر خيل افسانې ودړدولم او د ډاکټر همدرد يوسفزي آفسانې افسانې وژړولم زما په خيال دغه حال د ټولو ګډونوالو وه ښاغلي نورالامين يوسفزي روستو زياته کړه چې ددې کانفرنس په بابله چا هم په سوشل ميډيا سوالونه را وچت کړي وو د ښاغلي بخت روان او ډاکټر همدرد يوسفزي د آفسانو اورولو روستو دغې خلقو ته په ډانګ پئيلي ځواب په لاس ورغې چې د راحت زاخيلي نه واخلې تر نادر خان بزمي پورې د پښتو آفسانې تنقيدي جاج هغسې چا  نه دے اخستې کوم چې پکار وو له دې سره پښتو افسانې هغسې وده ونه کړه خو بيا هم زمونږ افسانه ليکونکي محنت کړې د پښتو افسانې په مخې تګ کښې يې خپل تخليقي صلاحيتونه کارولي دي  د هغوي د محنت برکت دے چې پښتو آفسانه د خپلو ګاونډي ژبو د آفسانې سره څنګ وهي

پروفيسر ډاکټر بدرالحکيم حکيم زي د ددې دواړو آفسانو سماجي، معاشرتي او معروضي حالاتو په تناظر کښې تنقيدي جاج واخست او د پښتون قام د بد قسمتۍ او بد نصيبۍ يې په زړه پورې خبرې وکړي دا دواړه آفسانې يې معياري وګڼې هغه ووئيل چې د ليکوال او تخليقکار په حيث چې دوي کومې ذمه وارئ هغه يې په ښه جوړ پوره کړي دي

ددې ناستې صدر پروفيسر آسير منګل چې پخپله د ښه شاعر سره ښه فکشن رائټر هم دے او د پښتو آفسانې په پښتو او اردو ژبه د پښتو آفسانې سل کاله تنقيدي او تحقيقي جاج په کتابي شکل کښې چاپ دي. هغه هم په خپله صدارتي خطبه د پښتو آفسانې اجمالي جائزه وړاندې کړه پروفيسر آسير منګل صيیب هم د ښاغلي بخت روان عمرخيل او ډاکټر همدرد يوسفزي آفسانې وستائيلې.

په يوولس بجې هم په دغه ورځ دويمه ناسته کښې د پښتو شاعرۍ موضوعاتي او اسلوبي سفر د پښتو ادبي کانفرنس دا ناسته هم ډيره ګټوره علمي معلوماتي ناسته وه. ددې ناستې صدارت افغانستان نه راغلي پروفيسرډاکټر لال پاچا ازمون وکړو ورسره په پينل کښې پروفيسر ډاکټر حنيف خليل، ډاکټر سمندر يوسفزے، ښاغلے سليم بنګش،  او مولانا خانزيب ملګري وو، ډاکټر سمندر يوسفزي د پښتو نظم د سفر اجمالي جائزه وړاندې وکړه ښاغلي سليم بنګش په شاعرۍ کښې د صوفيانه رنګونو ذکر وکړو مولانا خانزيب په پښتو شاعرۍ کښې د مقاميت په موضوع ډيرې خوږې او معلوماتي خبرې وکړېپروفيسر ډاکټر حميف خليل دا کمال وي په د هغه په موضوع ګرفت مضبوط وي او بيا په پښتو شاعرۍ کښې ترقي پسند رحجانات خو هغه د پي ايچ ډي ريسرچ کړې دے نو هغه په ترقي پسند تحريک په پښتو ادب کښې په ترقي پسند رحجاناتو ډير په تفصيل سره  علمي او تاريخي خبرې وکړې ډاکټر حنيف ووئيل ترقي پسندي د رويې نوم ځنې خلقو له دې رويې د کفر او اسلام خبره جوړه کړې ده خو دا په ځاے نه ده د کيپيټل ازم جاګيردارانه رويې خلاف خو د پيرروښان څه چې د پښتو په لروغونې ادب ، ولسي ادب، کلاسکي ادب کښې هم څرکونه په نظر راځي. ددې ناستې ښاغلي روښان يوسفزي ډير په زړه پوري انداز وکړه.

بل نشست د غرمې د خوړې او مانځه روستو د پښتو ژبې د استاد او ياد شاعر ، اديب ، مورخ ، کالم نګار، مزاح نګار محترم سعداللّه جان برق صيب او پروفيسر ډاکټر عبداللّه جان عابد په صدارت کښې وشو ورسره په پينل کښې ښاغلے ګوهر علي ګوهر، پروفيسر ډاکټر عالرحمان عطاء ، عطاللّه جان، پروفيسرډاکټر نواز يوسفزے او ښاغلے فريد اللّه شاه احساس شامل وو نظامت ښاغلي حنيف قيس ډير په ځانګړي انداز وکړه داسې نشست د خپل نوعيت يو ځانګړے اجلاس وه ښاغلي فريداللّه شاه احساس په دې موقعه خپل يو فکاهي کالم واورول او د ګډون والو يې بې دريغه داد واخست  ښاغلي ګوهر علي ګوهر په پښتو ادب کښې د تنز و مزاح اجمالي جائزه وړاندې کړه او هغه ټول مزاح نګارو نومونه يې په خپل ليک کښې واخست خو ولے بيا ترې هم څه نومونه پاتې وو چې روستو يې ذکر ښاغلي عطاللّه جان، ډاکټر نواز يوسفزي او د صدراتي پينل غړي پروفيسر ډاکټر عبداللّه جان عابد وکړو ، ډاکټر عابد په دې موقعه د محترم اجمل خټک صيب يو فکاهي کالم چې هغه به د ملنګ په فرضي نوم په اخبار کښې د مستقل کالم کچکول په نوم ليکه ددې کالم په آخر کښې به هغه يو ټپه هم ليکله د ډاکټر عبداللّه جان عابد صيب د اجمل خټک صيب د فکاهيه کالم اورولو نه د ګډونوالو ډير خوند واخست ډاکټر عابد په دې موقعه په پنجاب کښې دغسې شاعر لچر شاعر وائي خو پښتو ادب کښې تنزو مزاح په مهذب انداز او څنګ ملګرو متنه مخکښې په خبرو کښې ووے دا زمونږ د تهذيبي ژوند برخه ده چې څرک يې فوکلور او کلاسکي شاعرۍ کښې ميندې شي، ډاکټر عطاء الرحمان عطاء د پښتو په ولسي ادب په ټپه کښې تنزيه عنصر په زړه پورې خبرې وکړې عطاء اللّه جان په تنز و مزاح کښې په کردار نګارۍ په زړه پورې خبرې وکړې. پروفيسر ډاکټر نواز يوسفزي هم په موضوع علمي معلوماتي خبرې وکړې. محترم سعداللّه جان عابد صيب ووئيل چې د قرآن پاک دا خبره جديد سائنس هم تائيده وي او تصديقه وي چې پاک فرمائي چې ددې دنيا هرڅه چې تاسو وينۍ او که نه هغه هر څه جوړه جوړه دي دغسې خندا او ژړا هم جوړه جوړه د اسان د ساه اخستو سره آکسيجن دننه ځي روستو دغې نه کاربن جوړيږي دغه کاربن چې په انساني وجود کښې زيات شي نو په انسان کښې مايوسي پيدا شي او غمګين يې کړي  دا کاربن چې د ژړا او خندا په صورت کښې وځي نو انسان هشاش بشاش شي تاسو به کتلي وي په ترقيافته ملکونو د خندا کلبونه جوړ شوي دي خلق خندول يو ګران عمل دے په تنزو مزاح د ادب يو مهم عنصر دے.

ورپسې ناسته د حمزه بابا  ژوند او خدماتو اړه وه ددې غونډې صدارت پروفيسر ډاکټر يار محمد مغموم او پروفيسر ډاکټر حنيف خليل وکړه ورسره ډاکټر ظفراللّه بخشالي ، ډاکټر کليم شنواري، ډاکټر اسلم تاثير ناست وو نظامت ياسر علي باچا وکړه څوک چې لوے افسانه نګار مهدي شاه باچا وراره دے. ډاکټر ظفر بخشالي د هغه محفلونو ذکر وکړو په کومو چې منورينو د حمزه شنواري په ژوند او فن خبرې کړے وے. په دې موقع هغه د شنواري مختلف شعرونه واورول، ډاکټر کليم شنواري څوک چې د حمزه شنواري وراره دے د هغه د ژوند په تفصيل سره بيان کړه هغه ووے د حمزه شنواري په وفات د هغه د کتابونو شمير پنځوس وس دوه شپيته دے وس هم مونږ سره د هغه ناچاپه مواد پروت دے امکان لري د هغه د کتابونو شميره تر سلو واوړي ډاکټر اسلم تاثير هم د حمزه شنواري په فن او شخصيت خبرې وکړې ډاکټر حنيف خليل لکه د مخې څير په دې موقعه د حمزه شنواري د همه جهت په هر اړخ مختصر خو جامع علمي معلوماتي خبرې وکړے. د غونډې صدر پروفيسر ډاکټر يار محمد مغموم ووے چې مخکښې نشست کښې د خوشحال شناس خبره وشوه نو دې سره زه اتفاق نه لرم زه رحمان شناس حمزه شناس لره خپل هر يو مشر باندې خبرې کولې شم د حمزه شنواري سره زمونږ ډير نيزدې تعلق وه هغه مونږ وئيل چې ته او ډاکټر راج ولي خټک به زما دوستان يې مريدان مه جوړيږئ که مريدان جوړ شوئ نو بيا به لکه د حترم طاهر بخاري صيب غلي شئ، ډاکټر يار محمد مغموم ووے يو ورځې قلندر مومند ووے چې د حمزه صيب دا خيال دے زه د هغه حريف يم نو راځه د هغه خواله ورشو هلته يو ګينټه خبرې وشوے په بله ورځ حمزه صيب وے چې د قلندر مومند صيب خواله ورځو مونږ چې د قلندر کور ته ورغلو نو هغه وخت ځلان وړوکې وو هغه وے دا د پښتنو هغه لوے شاعر دے په دې موقعه قلندر صيب حمزه صيب ته ووے داددې خبرې ثبوت که زه ستا خلاف وے په کور کښې وړو ته به مې دا نه وے چې حمزه صيب د پښتنو لوے شاعر دے، ډاکټر يار محمد مغموم زياته کړه چې قلندر مومند د شلو کالو په عمر کښې د حمزه صيب شاعري د چاپ دپاره خوښه کړې او بيا يې ديباچه ليکلي وه او ماته دا اعزاز ورته دے چې ما شپږ ويشت کالو په عمر کښې د حمزه شنواري په کتاب يون سريزه ليکلي ده.

د پښتو ادبي کانفرنس يوولسمه غونډه د فوکلور او ولسي ادب په بابله وه ددې ناستې صدر پروفيسر ډاکټر بدرالحکيم، حکيم زے وه او شريک صدر ليکونکې اقبال حسين افکار وه په پينل کښې پروفيسر ډاکټر زبير حسرت ،  اختر خان مسېد، شير ولي خان ورکزے ، حبيب عابد او ښاغلے لائق زاده لائق شامل وه. نظامت ښاغلي ثاقب آفريدي کولو. ډاکټر زبير حسرت د فوکلور پيژند ګلو وکړه چې فوکلور څه شے دے او کوم کوم څيزونه فوکلوري دي ډير په عالمانه انداز په تفصيل سره وغږېد، ښاغلي اختر خان مسېد د اپرپشن په وجه د مهاجرت په وجه زمونږ ډيرې لوبې ورکيدې نو دغه ما راټولې کړے او ورکښې خبرې په نوم مې چاپ کړه، ښاغلي حبيب عابد په پښتو ټپه خبره وکړه او په ټپه کښې فوکلوري عنصر راپه ګوته کړه په دې موقعه د موضوع سره سمې ټپې وړاندې کړے، ښاغلي شير ولي خان ورکزي د ولسي ادب په اهميت افاديت خبره هغه ووئيل په دې کښې د ولس د سپيځلو جذبو اظهار وي او قامي دانش ورکښې، ښاغلي لائق زاده لائق ووئيل چې د ټپې سره هغه سندرې فوک دي چې شاعر يې معلوم نه دي ځنې داسې سندرې هم شته چې هغه فوک نه دي خو خلق يې فوک ګڼي په دې موضوع غازي سيال صيب کتاب ليکلے دے هغه سندرې چې فوک نه دي ښاغلي لائق زاده  لائق صيب ووئيل چې توهمات او دا نورې قيصۍ فوک نه دي. ليکونکي اقبال حسين افکار ووئيل فوکلور يو پراخه موضوع ده د انسان پوره ژوند احاطه کوي نومياله محقق حبيب اللّه رفيع صاحب په دې موضوع ډير ښه کتاب ليکلے دے " فوکلور د علم مور " انهروپالوجي ، سوشيالوجي، تاريخ، ادب ، کلچر  وغيره په فوکلور کښې راجمع د انسان نفسيات ،توهمات،کنځلې، خيرې ، لوبې، لنډه دا چې ټول ژوند احاطه کوي ليکونکي اقبال حسين افکار ووئيله ددې کانفرنس په هر نشست په څه نه څه توګه فوکلور راخور وه فوکلور يو مهمه موضوع ده هم له دې د يو قوم اجتماعي نفسيات او دانش معلوميږي اقبال حسين افکار د ډاکټر يار محمد مغموم صيب د چاربيتې تحقيقي او تنقيدي جائزه او د ښاغلي نورالامين يوسفزي پښتون دانش د ستائينې وړ کتابونه دي پکار دي زمونږ دې لور ته پاملرنه وکړي په دې مد کښې د کار کولو ضرورت زيات احساسيږي.

دولسمه غونډه د رحمان بابا په نوم وه ددې دستورې صدارت پروفيسر ډاکټر اظهاراللّه اظهار وکړه ورسره په شريک صدر ښاغلے سليم بنګش وه ورسره نور ملګري وو نظامت ډاکټر سجاد ژوندون وکړه د رحمان بابا د شاعرۍ او تصوف په حواله دا هم ډير معلوماتي او علمي نشست وه

دريارلسمه ناسته په مشاعره اړه مشاعره ډيره خونده وره ځکه وه چې مختصر وه او هر شاعر يو کلام ووئيل د ظفر علي ظفر يو بل مزاحيه شاعر ډير ښه او په زړه پورې کلامونه واورول پکار ده چې مشاعرې هم دغسې منظم او مختصر وي. ددې مشاعرې صدارت پروفيسر ډاکټر آباسين يوسفزي او مشرانو ميلمنو ښاغلي عزيز مانيروال، او پروفيسر آسيرمنګل هم خپل يو يو کلام واورول، ددې مشاعرې نظامت ښاغلي اکبر هوتي او شمس بونيري، وکړو ډاکټر طارق دانش ، ډاکټر اقبال شاکر ، قندهار اپريدي، فاطمه ځلا، زيبا افريدي، احمد علي عاجز، کلثوم زيب، ارشد جان شهکار، چراغ اپريدے او نورو خپل خپل واورول او د ګډونوالو يې داد واخست. هم له دې سره د نن ورځې نشستونه وپائيدل په دې موقع د پنځويشتم جون احتتامي غونډه به وي د پښتو ادبي کانفرنس پېښور د خپل نوعيت يو ځانګړې کانفرنس منظم او په ترتيب وو، موضوعاګانی دا تازه وے په دې موضوعاګانو د خبرو دپاره د پينل انتخاب په زړه پورې د کانفرنس ځاے د سهولتونو نه ډک وه د ميلمنو د استوګنې ځاے ښه وو دغه وجه چې د کانفرنس هر ګډونوال د کانفرنس د آرګنائزرانو ښاغلي عابد آفريدي، ثاقب آفريدي، ددوي د مرستيالو په خصوصيت سره د پروفيسر آباسين يوسفزي هڅه په جار ستائيله مننه کور وداني يې ورته وئيله. زه خپله دغې پښتنو زلميانو ته د حمزه شنواري دا شعر ډالۍ کوم

نن بيا جور اوده بخت د پښتنو راغلې دے

دا شوق چې په ځلمو کښې د پښتو راغلې دے

 

په درناوي: اقبال حسين افکار

- پېښور
بېرته شاته