(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جرمني ملا

[19.Jul.2023 - 09:42]

د اول نړیوال جنګ نه وروسته په پښتونخوا کې دجرمني ملانوم خلکو واورېدو چې د انګريز پر ضد يې فعاليت کوو.
د جرمني ملا خپل نوم عبد الرحمان، د پلار نوم يې دين محمد او د صوابۍ دشوياوسيدونکی و. شوي، د يوسفزیو کلی دی، خو په خپله عبد الرحمن اپريدی و. د مردان دباريک آبميرافضل (ممکن اپريدی) د ده ملګری و چې د هغه ورور خوشال خان په کليفورنيا کې اوسېدو. دواړو ملګرو امريکه ته د تلو لپاره ځان تيار کړو او په ۱۹۰۲م کې ممکن د کراچۍ په لار بحري بېړۍ کې منيلا (فلپاين) ته لاړل. د هغه ځای نه هانګ کانګ ته ورسېدل اوهلته د مېنۍ (صوابۍ) يو کس سوبه خان (عبد السبحان) سره يې وليدل. سوبه خان هم اپريدی او د انګريز پوځ په ۱۲۹ بلوچ کنډک کې سپایي(عسکر) و.
د شلمې ميلادي پېړۍ د پېل راهيسې د جاپان او جرمنې سره د انګريز تربګني د هند په لويې وچې هم اغيز وکړو. ډېر پښتانه چې د انګريز په پوځ کې يې ملازمت کوو، د نړۍ ليرې سيمو ته د جنګ لپاره ورواستول شول. خو نورو بيا د انګريز مخالفت کوو.
په ۱۹۰۴ م کې عبد الرحمن کلیفورنيا ته لاړو او هلته د هند د انقلابي ډلې سره يو ځای شو. د لومړي نړیوال جنګ نه وړاندې، د هند انقلابيانو په نيويارک او سان فرانسسکو کې خپلې خونې او دغدرنومې ګوند جوړ کړی و چې هدف يې انګريز له هند څخه ويستل وو. عبد الرحمان لس کاله هلته و او په ۱۹۱۴ م (جنګ پېل) کې برلين ته لاړو او د هغه ځای د حکومت سره يې کار پېل کړو. د ده دنده هغو هندي بنديانو ته د انګريز خلاف تبليغ کول وو چې په جنګ کې د جرمني لاس ته ورتلل. ده څو اپريدي پوځيان اړ کړل چې د انګريز نوکرۍ نه لاس واخلي. د جنګ تر پایه، د عبد الرحمان جرمني ژبه زده وه. په ۱۹۱۵ م کې دی او سوبه خان د ترک جرمني استاځو هغې ډلې سره مله وو چې د جرمني کيسر ويلهم په پټه کابل ته واستوله. ددې سفر لګښت عبد الرحمن او سبحان خان پخپله کوو او شپږ تنه د هندي پوځ اپريدي د محافظانو په توګه ورسره لاړل چې يو پکې سرمست نومېده. يو هندي مسلمان سيد احمد د کېسر د استاځي وان هينټينګ د اردلي په توګه ورسره و. د ترکي استاځې، کاظم بې او د هند استاځي مهندرا پرتاپ او مولوي برکت الله وو.
دا څرګنده نه ده چې دوی دواړه څه وخت او ولې د هغې ډلې نه بېل شول او د پښتونخوا، باجوړ کې ميشت هندي افراطيانو (انډين فينيټکس) ته ورغلل. هلته يې دغو مجاهدينو ته د سګنل ليږلو زدکړه ورکوله. په ۱۹۱۷ م کې عبد الرحمان د هغه کمپ نه ووتلو ځکه د افغانستان اميرحبيب الله خان ورباندې پېسې بندې کړې. د هغه ځای نه دیچمرکندته ورسېدو چې د هندي مجاهدينو مرکز و. په مې ۱۹۱۸ م (د جنګ پای) کې هغهکوټکيته لاړو او هلته نه يې د خپل خوريي سيد جلال او د شيوې اوسيدونکي شيرعلي د لارې په هند کې د انګريز مخالف ډلو سره په اړيکو شو.
اخوا مهندر پرتاپ، په کابل کې د هند لومړی جلاوطن حکومت د جوړولو تابيا وکړه. د سپتمبر په مياشت کې عبد الرحمان په هرات کې ميشت کاظم بې ته ليک ورواستاو چې د مهندرپرتاپ کار دی هغه ته ورکړل شي، ياني که يو حکومت جوړېږي نو د هغې مشر شي. د عبد الرحمان ليک، عبد السبحان يوړو خو څرګنده نه ده چې چا ورته جواب هم ورکړو او که نا؟
عبد الرحمان د انګريز په تاريخي فايلونو کې اې- کلاس (لومړۍ درجې) خلکو کې شامل و او د ده سخته نګراني کېده. د مردان پوليسو تاڼې په دوسيه کې د ده په اړه ليکل شوي دي، چې دی د ۶۰ يا ۶۵ کلونو و، ميانه قد، غټه تنه، مضبوط غړي، سکڼ رنګ او د مخامخ يو غاښ يې مصنوعي و.
د انګريز نه پټېدو لپاره عبد الرحمان کوټکي کلي د دلاور خان سره په باجوړ کې ميشت شو. يو وخت په امازوګړۍ کې درس ورکوو او وروسته چارګلي کې دوه کاله پاتې شو.
داسې ښکاري چې هم هغو ورځو کې دی د انګريز له خوا افغانستان خاورې ته وشړل شو. شا و خوا دولس کاله وروسته په ۱۹۳۳ م کې عبد الرحمان په جلال اباد کې د شيراحمد خان مستي خيل ( هغه وخت په اسمارو کې ډګرمن) د زوی مرزا محمد طاهر استاد و. شيراحمد د هاشم خان پر ضد د شينوارو سره جنګيدلې و او زوی يې د افغانستان د تخت دعويدار و. په ۱۹۳۴ م د فروري په مياشت کې عبد الرحمان د لغمان د يو شتمن پراچه د زوی شخصي استاد و. ده خپل کلي ته د تلو لپاره د انګريزانو نه اجازه وغوښته خو هغوی پرېنښودو. هم هغه کال د مارچ په مياشت کې دی د غرونو نه واوړېدو، کوټکي ته لاړو. د انګريز پر ضد هغه وخت ځينو ملايانو خلک جهاد ته رابلل او د دې لپاره يې د زکات پېسې غوښتلې. عبد الرحمان د يو ملا فضل الهي ملاتړ کوو. د دې ملا سيال مولوي بشير نومېدو چې د جهاد لپاره يې افغانستان نه هم پېسې اخيستې. عبد الرحمن د ترنګزو حاجي صيب ته خواست وکړو چې خپل خلک دې مولوي فضل الهي ته زکات پېسې ورکولو ته راوهڅوي.
په اګست ۱۹۳۵ م مردان کې د ډنمارک د مسيحي مشن د غړو قاتل محمود په کوټکي کې د عبد الرحمن سره ميشت شو چې د ۱۵ يا ۱۶ کالو نه دلاور خان سره د هغه د زامنو استاد په توګه ايسار و خو هغه ورباندې شک کوو چې هسې نه د انګريز جاسوس وي. ښايي يوه ورځ ورته دغه خبره وکړه او عبد الرحمان پرې دومره غصه شو چې د کوټکي نهپشاتته لاړو او هلته يې يوه مدرسه پرانسته.
په جنوري ۱۹۳۸ م کې دلاور خان هغه پخلا کړو او عبد الرحمان يې بېرته خپل کور ته بوتلو. مولوي فضل الهي د چمرکند د مجاهد نوم ګټلی و او وزيرستان کې اوسېدو. عبد الرحمن ورته ليکونه وراستول او د دوېم جنګ په پېل کې افغانستان ته لاړو. په ۱۹۴۰ م د بابړې (چارسدې) ملا محمد يوسف بيرته اشنغر ته وروبللو.
عبد الرحمن په چمرکند کې خپل يو ملګري جمعدارايوب مجاهد ته د جرمني لپاره د پروپاګنډ اپيل وکړو. په ۱۹۴۱ م د جنوري په ۹ نيټه دښار”(باجوړ) د خان عبدالرحمن په دې شک د شينکوټ نه وشړلو چې دی د دير د نواب سره لاره لري. هغه په سالارزي تبۍ کې يوه مدرسه پرانسته چې ۲۰ شاګردان يې لرل. خو د جرمني په پره د پروپاګنډ نه يې لاس وانخستو. عبد الرحمان به خلکو ته ويل چې جرمني او جاپان دواړه د اسلام ملاتړ کوي. په شيوه کې د عبد الرحمن يو خورېې سيد جلال نه پوليس پوښتنې کولې او اخرهغه دومره تنګ شو چې خپله زمکه يې خرڅه کړه او رستم ته يې کډه وکړه. د پوليسو راپور وايي چې هغه په کونتر پال علاقه تاڼه رستم کې و.
په ۱۹۴۲ م کې عبد الرحمان يو وارې بيا د کوټکي د دلاور خان سره ميشت و او په اوړي کې هغه ورته د ۵۰۰ روپو په لګښت يو وايرليس (بې سيم) واخستو. ده د چمرکند مجاهدين په وايرليس د پيغام ورليږلو ته روزل. په ۱۹۴۳ م د دسمبر په مياشت عبد الرحمان په باجوړ کې لېلونۍ نومې کلي کې د حاجي حميد سره ميشت شو.
داسې ښايي چې عبد الرحمن د جرمني او جاپان د ماتې نه ناهيلی شو. هغه غوښتل چې بيرته شيوې ته لاړ شي، د دې لپاره د باريک اب (مردان) خوشحال خان د صوبه سرحد مشر وزير ته سفارش وکړو. ورته يې وويل چې عبد الرحمان اوس بوډا دی او څه سياسي زور يې نشته. هغه پخپله د عبد الرحمن مسوليت اخيستو ته غاړه کېښوده خو انګريز ورله اجازه ورنکړه چې تر څو جنګ ختم شوې نه وي، هغه خپل کلي ته نشي تلی.
په غازي اباد کې عبد الرحمن د يو کس بادشاه ګل د زوی فاتحې ته ورغلی و. بادشاه ګل ورته وويل چې افغان حکومت د ده د مواجب(معاش) انتظام کړی دی چې د هغوی لپاره تبليغ وکړي. د نومبر په ۱۸ نيټه ۱۹۴۴ م کې باچا ګل ورته ۵۰۰ افغانۍ او د حکومت يو ليک وښودلو چې دی کندهار ته ورشي او هلته ورته تبليغات وکړي. خو عبد الرحمن ورسره ونه منل. په ۱۹۴۵ م کې هغه پخپله افغان حکومت ته د ويزې خواست وکړو چې کابل ته لاړ شي خو هغوی ورته انکار وکړو.
عبد الرحمن تر مرګ بيا په چارمنګ کلي کې د دلاور خان سره اوسېدو او په ۱۹۴۹ م کې کوټکي کې مړ شو.
سرچينې
۱.د مالاکنډ د سياسي استاځي دوسيه- نومره ۹۹۱۰-ايس- بي- ۱۲-۶- ۱۹۵۰ م د پيښور آرکايوز، حکومتي ريکارډ
۲. د پوليسو فايل- اي- اي- ۵۲- ۱۹۳۴ م پيښور آرکايوز- حکومتي ريکارډ.
۳.کابل ته د کېسر مشن- د دوېم نړۍ وال جنګ په وخت افغانستان ته يو خفيه سفر. جولز سټوارټ. آي- بي- ټارس، لندن.۲۰۱۴ م
صفيه حليم
د خپريدو نيټه- ۲ اپريل ۲۰۱۶ م

https://www.safiahaleem.com/?p=4566

- صفیه حلېم
بېرته شاته