(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

احساس

[19.Jul.2023 - 18:48]

احساس

لیک: عطاالرحمن امین

یوه ورځ وه صابر د ملګرو تر څنګ ناست وه ، ملګرو ته یی مخ کړو او وی ویل ملګرونن به سره په کومه موضوغ بحث کوو. په دی ښاغلی کامران وویل  چی یوه موضوغ انتخاب کړی دوی  په سیاسی علومو کی ماستری درلوه او په یوه خارجی موسسه کی په یو لوی بست کی یی خپله دنده ترسره کوله. کامران وویل که مو خو ښه وی په احساس به سره بحث وکړو او خپل تجارب او نظرونه به سره شریک کړو.

وخت تیریدو په دی کی نور دوستان هم حاظر شو او د سلام کلان وروسته کیناستل او د صابر او کامران څخه یی یی بښنه وغوښتله چی په وخت مو علمی مجلس ته ځانونه حاظر نه کړل. کامران او صابر ورته وویل مشکل نشته خو مونږ مسلکی ځوانان یو،او باید د وقت پابند اوسو . سمه ده ملګرو ننی د بحث موضوع مو ده احساس ، په دی کی یو دوست جواب ورکړو ولا ډیره په زړه پوری موضوع مو انتخاب کړی ده  او د اوسنی وضعیت سره ډیر یو لوی تړون لری او باید د احساس لپاره ډیر کار و شی.

بحث شروع شو ، هر یو ملګری په خپل وار خپل نظرونه ورکول او له نورو سره یی شریک کول د خپلی علم او تجربی په اساس.کامران وویل زه وایم احساس یو لوی مکتب دی او که په دی کار و شی نو په ټولنه کی به ارامتیا ، پرمختک او خوښی راشی ، چی په اوسنی وضعیت کی ورته ډير ضرورت دی.

په دی کی صابر هم په خپل وار وویل چی زما په اند دا نن چی کوم بد حالت په زمونږ هیواد کی روان دی د وطن دوستی او ښګڼی احساس نه شته .بس چی ګورو ځان خوښی ده او له نورو د شیګڼی به قیصه کی هم څوک نه دی. قیصه لا څه کيل دلته انسانیت او عدالت کډه کړی ده. هوولا همداسی ده . بس الله دی رحم وکړی . او نور له څه کي ځوانان هم د خارجی مفکوری سره راغلی دی وطن ته په لوی بستونو ګمارل شوی دی د انګلیسی نه وراخوا نور څه نشته دولس او وطن خدمت به په دوربین کی هم و نه ګوری . که موم یو د خدمت په فکر کی وی او وطن سره ژمن وی نو دا حالت به نه وه، او دوي چي په واک کيدي  هغوي ته هم دا مفکوره ورکول کیږی چی رشوتونه دی، واسطی دي ، ډالری دی دوه ورځی دی ځان پوره کړه نو ر یی په ما او تا څه دوه تابعیته یو نن به یو سبا به نه ژوند مو خوندی دی بنګلی دی مزی دی وغیره غیره .

 

په دی احمد د ډیر فکر نه وروسته یو لوی اسویلی وویستو او وی ویل چی دا حالت به ترکله وی مونږ باید نو بایداره شو ، دا حالت باید تغیر کړو دین او اسلام مونږ ته هر څه واضح کړی دی خو مونږ نه هسی لار ورکه ده : انا الله لا یغیر ما بقو حتی یغیر ما بانفسهم: ترجمه الله تبارک وتعالی د یو قو م حالت تر هغه نه بدلوی تر څو چی دوی خپل ځان او کړنو کی تغیر را نه وړی. ډیره اسانه نسخه ده خو چی کاش مونږ پری عملی کړی وی  دا اوسنی ویناوی د پرمختګ مونږ ته اسلام ۱۴ سوه کاله مخکی خودلی دی .

وروسته د احمد له خبرو نه کامران هم په خپل وار وویل ، چی ځوانان(نر او ښځینه) نور باید بایدار شی، او خوانان په افغانستان کی له ۵۰ فیصده نفوس تشکیلوی باید سره یو شی او خپلی مبارزی ته دوام ورکړی او سپین او تور سره جلا کړی ، ګنی تر قیامته به دا حالت روان وی چی تر څو مو احساس بیداره شوی نه وی.

په اخر صابر وویل نور د مخام له مونځ وخت نزدی دی نو رازی چی سره منسجم او یو شوی او ظالم ، جابر ، فاسد، خاین په ړاندی مبارزه وکړو او داسی سیستم رامینځ ته شی ، چی سپین او تور په کی واضح وی ، حقدارته حق ورسیږی او ظالم ته سزا ورکړل شی نوبیا به دا حالت تغیر مومی که نه زوړ مولا او زړی تراویح به وی.

 

لیکونکی : عطاءالرحمان امین

- عطالرحمن امین
بېرته شاته