(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قانون وده دی

[25.Jul.2023 - 09:52]

قانون اودۀ دے! (طنز ومزاح)

لیک: فريدالله شاه حساس

 

زۀ چې سحر وختي د کوره راوتم نو ښځې را پسې اواز وکړو وې چې اوړۀ ختم دي چې راځې نو د ځان سره اوړۀ راوړه! د ښځې دا خبره پۀ ما ډېره بده ولګېده. پۀ غصه کښې مې ورپسې مخ ورواړولو او ورته مې ووئيل اوړۀ خو ما هفته وړاندې را وړي وو کنه. دا دومره زر څنګه ختم شو؟. ښځې مې زما نه هم پۀ سخته لهجه کښې ما ته ووئيل هم تاسو ئې خورئ او ختمېږي زۀ ئې څۀ مور پلار کره نۀ استوم. ما ورته ووې ګوره لږه ګزاره کوه، زۀ ټېکسي ډرائيور يم څهٴ د هوتي نواب نۀ يم. هغې ووې ما ته معلوم يې، خوار کور د دېوالهٴ معلومېږي. زما مور پلار الله هسې ړاندۀ کاڼهٴ کړي وو چې پۀ تاسو دهوکه شوي وو. هغه وختې هم ستاسو د مازغو نه د پولاؤ بوئي ختم او پۀ کور کښې هم د جوارو د اوړو درک نۀ لګېدو. ښځې مې دا هر څۀ داسې پۀ يوه ساه ووئيل چې زما د سره ئې يوه لمبه پورته کړه. ما ته دا پته نشته چې زۀ کمزورے يم او کۀ ښځه مې ډېره زوروره ده خو دومره پۀ ځان پوهه يم چې خداے شته نۀ ورته تين ښکارم او نۀ تېره. ما د پاره ئې دښمن غوندې هره خبره د طنز پۀ زهرو کښې دومره لړلې وي چې بلکل د زړۀ خونه پرې راله ورانه کړي. زۀ پۀ داسې موقعو اکثر له د خپلې ښځې نه تښتم ځکه چې ايسارېدو کښې ما چرې هم ګټه نۀ ده کړې. هم دغه وجه وه چې ما دوه خپلې کړې او دوه مې پردۍ کړې. پۀ ګاډي کښې کښېناستم او د لېونو غوندې مې د ښار مخه وکړه. د ښځې سپور او ستغ انداز زما پۀ مازغو کښې د دهماکو غوندې لويه بربادي جوړه کړې وه

پۀ لوے سړک راته يو سړي د ودرېدو اشاره وکړه. دوه زنانه ورسره وې او د ښار سره نزدې يو کلي ته تلل. ما چې دغه سورلۍ کلي کښې کوزې کړې او واپس راروان شوم نو ډېر ښکلے غوندې منظر ؤ . د سړک نه اخوا دېخوا د الوچو او خرمانو باغونه وو. د سړک يو طرفته د اوبو لختي کښې صفا اوبۀ بهېدې او د سړک پۀ غاړه باندې دنګې دنګې ونې وې. زما ميوزک اورېدو ته زړۀ وشو او چې د (D.V.D) بټن مې وهله نو د ګاډي د ګرمائش پۀ کانټا مې نظر پرېوتو. ګاډے ډېر ګرم شوے ؤ. ما ته راياد شو چې سحر د ښځې سره پۀ جنګ کښې ما نه ريډي ايټر کښې اوبۀ اچول هېر شوي وو. ما زر ګاډے ودرولو. د ګاډي نه مې د اوبو ګېلن او صافي راواخسته. د ګاډي بانټ مې اوچت کړو. د ريډي ايټر نه لوګي خاتهٴ. د نزدې لختي نه مې پۀ ګېلن کښې اوبۀ راواخستې او د ريډي ايټر د پاسه مې واچولې ما وې چې لږ يخ شي. بيا مې ډېر پۀ احتياط سره د صافۍ کپړه د ريډي ايټر پۀ سر کېښوده او هغه مې پرانستو. ريډي ايټر کښې اوبۀ د نشت برابر وې. اوبۀ مې پکښې واچولې او سر مې پرې مضبوط بند کړو. ما د ګاډي بانټ ته لاس کړو چې دا بند کړم خو دا هڅه مې نيمګړې پاتې شوه ځکه چې ډېرې نزدې داسې ترخې او ناروا ډزې شروع شوې چې ما ووې لاړې اختر ګله د کانګړې پۀ ټس کښې بټګرام شوې. يو څو ګولۍ خو زما غوږونو سره دومره نزدې پۀ شنګ شونګ کښې تېرې شوې چې زما د زړۀ درزا ئې بې ترتيبه کړه. زۀ يکدم د ګاډي وړانديني ټائر سره د سړک طرفته د کوړکې چرګې غوندې کښېناستم. خولهٴ مې اوچه شوې وه بدن کښې مې د ګوزن غوندې اثار پېدا شوي وو کله به مې پښې پۀ خوزېدو شوې او کله به مې لاسونه پۀ رپېدو شو. ساه مې داسې بنده بنده شوې وه چې ما زړۀ کښې وئيل دا خو د بيزې ساه شوه چرته ټوخي کښې رانه ونۀ ځي. وائي سويه د هغه بوټي پاڅي چې د چا ترې طمع نۀ وي. زما هم دا طمع نۀ وه چې دلته به داسې درز غپ شروع کېږي ګني نو خدائيګو کۀ پۀ دوه لاکهه روپۍ مې هم دا سورلۍ دېخوا را اوړې وې. دلته زۀ دا خبره هم ډېر پۀ وثوق سره کوم چې د ډېرو خلقو اودس پۀ ډز هم نۀ ماتېږي خو موجوده حالاتو کښې زما اودس ماتي دې پردو ډزو سره هم دومره زور و شور کښې پۀ خپلو سرحداتو داسې ناروا احتجاج شروع کړے ؤ چې ما ته د خپل ټول رياستي قوت سره دا احتجاج کنټرول کول ګران وو.

ډزې جاري وې. څنګه چې لور د موره او زوے د پلاره معلومېږي بلکل دغسې د دې ډزو انداز هم داسې معلومېدو چې دا به د چا خونه ورانوي نو هله به ودرېږي. زۀ هم دغسې را غونډ ناست وم چې دې دوران کښې يو چينګ چي والا را سره خوا کښې معمولي غوندې برېک ووهلو. وئيل ئې ماما جي غلط ځاے کښې مورچه شوے يې. د دې ځايه پښې وباسه د دوو فريقو پۀ منځ کښې ناست يې. وې تښته ګنې نو پۀ پردي جنګ کښې به بې وخته او بې نېټې بوساړه شې. دې خبرې سره چنګ چي والا ګېر بدل کړو او پۀ ډزو کښې د ګولۍ نه پۀ تېز رفتار سره داسې ورک شو لکه چې هډو پېدا نۀ ؤ.

ما بلا نهٴ وه غوښتې او پۀ بلا اوړېدلے وم. ډزې نورې هم تودې شوې وې. دې نه وړاندې چې زما پښې هم دلته اګرې ته شوې وې ما د دې ځاے نه د وتو فېصله وکړه. ما پۀ ناسته ناسته د ګاډي بانټ ته لاس کړو او يو درز سره مې هغه راګزار کړو بيا د چيندخ غوندې پۀ ټوپونو ټوپونو مې ځان د ګاډي ډرائيونګ سيټ ته ورسولو او ګاډے مې سيلۍ کړو. د ګاډي بانټ لکه چې نۀ ؤ بند شوے ځکه هغه د ګاډي تېز سپيډ او هوا سره لکه د نافرمانه اولاد غوندې ډېر پۀ نامناسبه موقع باندې را نېغ شو او د ګاډي پۀ شيشه د ظالم د زور غوندې بې تپوسه خور ور پرېوتو. ما ته وړاندې لار نهٴ ښکارېده ځکه مې سپيډ کم کړو او د ګادي دکهړکۍ نه مې لږ سر بهر کړو او پۀ دليل او توکل مې ګاډے روان کړے ؤ. دغه دوران کښې يو سوزوکي زما ګاډي ته مخامخ ناروا برېکونه ووهل او د سړک نه کچې ته کوز شو. ما هم برېک ووهلو. د سوزوکي ډرائيور زما د ښځې نه هم زيات غصه ؤ. وې خداے دې غرق کړه کۀ خودکشۍ ته دې زړۀ شوے وي نو نور خلق ځان سره څهٴ له غرقوې، چرته ځانله ځان ناشپاتۍ کړه. دې خبرې سره هغۀ پۀ غصه کښې ګېر بدل کړو او نو دو ګياره شو.

زۀ د ډزو د حدودو نه لږ را وتے وم. مجبوراً زر زر د ګاډي نه راکوز شوم. بانټ مې بند کړو او بيا مې پۀ تېزۍ سره ګاډے روان کړو چې لږ وړاندې لاړم نو د سړک پۀ خوا کښې يو چوپال نما د چايو هوټل ؤ. ورسره د پوليس يو موبائيل ولاړ ؤ. د موبائيل شاته درې پوليس والا لاسو کښې د چايو پيالۍ نيولې وې او خپلو کښې پۀ څۀ خبره پۀ خندا وو.

ما ګاډے يو خوا ته ودرولو. ډزې لا روانې وې او د ډزو اواز دلته هم ښۀ صفا اورېدے شو. زۀ ډېر پۀ تادۍ او چابکدستۍ سره د پوليس والو خوا له ورغلم ما ورته ووې صېبانو تاسو ته جوړې پته نشته خو دلته نزدې ډېر خطرناک جنګ روان دے. تا سو لږ غوږ کېږدئ، دا ډزې د جنج نۀ دي د جنګ دي. ولاړ سپاهيان صېبان زما پۀ دې ګستاخۍ باندې دومره خفه شو چې د خندا ډکې خولې ئې يکدم داسې زهژن انداز کښې را بندې شوې لکه چې ما پرې د مور پلار د مرګ زېرے کړے وي

هغه يو سپاهي را ته ډېر سخت انداز کښې ووئيل تا نۀ دي اورېدلي چې د ګيدړ مرګ د چرګ ښادي ده. دا ډزې ډوزې چې نۀ وي نو مونږ خو به د ولوږې مړۀ شوي وو. پرېږده چې ډزېږي. اخره کښې به هم مونږ له راځي. هغه دوېم سپاهي د خپلې پيالۍ د چايو ګوټ وکړو بيا ئې زما پۀ ولي لاس کېښودو او راته ئې وئيل کاکاجي پۀ تاوده زمکه دلته څوک پښې نۀ ږدي چې تۀ پرې اوس مونږه لمبه کوې.؟

ما ورته ووئيل ګوره د انسانانو د ژوند سوال دے.؟ هغه درېم سپاهي باقي دواړو ته د سترګو لاندې يوه اشاره غوندې وکړه او ما ته ئې ووئيل کاکاجي تۀ خپله دا خبره تاڼېدار صېب سره وکړه. ما ورته ووئيل کوم دے تاڼېدار صېب.؟ وې د موبائيل وړاندې ولاړ دے. پۀ موبائيل خبرې کوي. زۀ دومره پۀ تادۍ کښې تاڼېدار صېب پسې وړاندې ورغلم لکه چې دا ډزې چا زما پۀ کور کولې

تاڼېدار صېب د يو کټ به بازو يوه پښه ايښودې وه او بله لاندې پۀ زمکه وه. موبائيل ئې غوږ ته نيولے ؤ او ډېر خوشګوار موډ کښې معلومېدو. ما ته ئې شا وه. کله چې زۀ ورنزدې شوم نو هغه د مينې نه ډک انداز کښې داسې ګويان شو. واه واه. ګلرخ دا يو ځل بيا ووايه. بيا ئې ډېر روماني انداز کښې ځان سره دا ټپه داسې ووئيله لکه پۀ فون موجودې بلې هستۍ سره ئې دهراني کوي.

شونډې مې سرې پۀ دنداسه کړې

بېګاه رانغلې بې نصيبه شوې مئينه

تاڼېدار صېب د ټپې نه پس بيا وئيل ګلرخ والله پۀ بدن دې را له اور پورې کړو. زۀ بېګاه درتلم خو د کور نه راپسې ايمرجنسي کښې فون راغلو ځکه پاتې شوم. نن خو مې صبر بلکل تمام دے وايم چې کله به ماښام کېږي چې ستا پۀ غېږ کښې...... تاڼېدار صېب ګلرخ سره خپل د راشه درشه مذاکرات تر دغې را رسولي وو چې ما ته ئې پام شو رنګ ئې يکدم داسې بدل شو لکه چې کبابو کښې هډوکے، حلوا کښې ازغے يا دالو کښې کنکرے دې د خولې خوند او رنګ بدل کړي. ډېر پۀ غصه کښې ئې راته ووئيل څۀ چل دے.؟

ما ورته وارخطا انداز کښې ووئيل ډزې دي. هغه هم هغسې غصه کښې زما طرفته راغلو پۀ څټ کښې ئې يوه مضبوطه څپېړه راکړه او ډېر زهرژن انداز کښې ئې راته ووئيل چې ډزې دي نو زۀ خو ئې نۀ کوم چې تۀ ما پسې تر دې راورسېدې. ما ورته ډېر پۀ وېرېدلي انداز کښې ووئيل تاسو ئې نۀ کوئ خو تاسو ئې بندولے خو شئ کنه. زما پۀ دې جواب تاڼېدار صېب لمبه غوندې شو. وئيل ئې وا د شوده بچيه تا ته تر اوسه چا دا نۀ دي وئيلي چې دلته قانون اودۀ دے او دا اودۀ قانون دلته يا پۀ زر راويښېږي او يا پۀ زور او چې چا سره دا دواړه نۀ وي نو هغه ته دا حق هم نشته چې هغه اودۀ قانون را ويښ کړي. دې خبرې سره تاڼېدار صېب زۀ د مټه ونيوم واپس ئې تاؤ کړم او چې کله ورته زما شا شوه نو پۀ تشريف کښې ئې راله يو مضبوطه لته راکړه. چې خټې زياتې شي هاتيان پکښې خوئيږي خو دلته نهٴ خټې دومره زياتې وې او نۀ زۀ هاتهي وم. خو بيا هم د تاڼېدار لتې سره زما پښې اړنګ دوړنګ شوې او زۀ د هغۀ پۀ پښو کښې لکه د زړې غوا خور وور راپرېوتم. تاڼېدار صېب ما ته ډېر پۀ غصه کښې پهٴ سينه پښه کېښوده او را ته ئې ووئيل! قانون څۀ کوڼ خو نۀ دے. مونږ ته پته ده چې ډزې دي ځکه خو ورته دلته ولاړ يو چې کله ډزې ختمې شي او قلاره قلاري شي نو بيا به مونږه خپله کارروائي کوو.

زۀ پۀ ملاستې ملاستې پۀ دې خبره ورسېدم چې دا واقعي اګري نګري ښار دے. دلته وربشې غنم کېږي او غنم وربشې کېږي. تمبل ګوجرانو وهلے ؤ او بدنام پکښې شا خېلان شوي وو. ډزې چا کولې او وهل پکښې چا وخوړل. دې هر څۀ سره سره زۀ پۀ دې خبره هم پوهه شوم چې د خوار ملا ولې دوه ګوتې ږيره وي او د هغۀ پۀ بانګ خلق ولې روژه نۀ ماتوي زۀ خو خوار ملا هم نۀ وم او دوه ګوتې ږيره مې هم نۀ وه نو پۀ داسې حالاتو کښې د تاڼېدار صېب ما سره دا رويه او دا انداز بالکل زمونږ د معاشرتي او قانوني تربيت عېن مطابق وه. تاڼېدار صېب ما له يو دوه لتې نورې هم را کړې او پۀ غصه کښې ئې راته ووئيل پاڅه او ځه ورک شه. زۀ زر زر پاڅېدم د خپل تشريف نه مې زر زر دوړې وڅنډلې او دې نه وړاندې چې هغه سپاهيانو هم زما د وهلو پۀ کار خېر کښې حصه اخستې وې ځکه چې هغوي هم د خپل صېب پۀ تقليد کښې د سرو مچو غوندې تېز شوي غوندې وو او سره د چايو د پيالو يو څو قدمه زما پلو را روان شوي هم وو. ما د هغه ځاے پښې سپکې کړې. راغلم ګاډي کښې کښېناستم او ګاډے مې لکه د لېونو پۀ ځان اخته کړو.

پۀ لاره ما دا سوچ کولو چې اے اخترګله بنده د لېونو څۀ ښکر او لکۍ خو نۀ وي خو ستا غوندې د شوده توب کارونه کوي نو خلق ورته لېوني وائي. چې چرته نۀ کار نو هلته څۀ کار. ډزې وې بس کېدې به. تا ته پرې څۀ تکليف ؤ. دلته څۀ نۀ کېږي؟ و نۀ شو.؟ دا بازار دے، هر څۀ پکښې خرڅېږي. د هر څۀ يو قيمت دے. اخستونکي چې وي هر سر دلته د خرڅ دے. د پوليس والا دغه رويې زۀ دومره بدحاله کړے وم چې نورې مزدورۍ ته مې زړۀ نۀ کېدو. ما ووې کور ته واپس ځم خو چې سوچ مې وکړو نو را ياد شو چې د ګاډي قسطونه هم را پورې دي. کور کښې اوړۀ هم نشته او د ژوند هر ضرورت مې لکه د يتيم د ارمانونو نيمګړے دے نو هم دغه مجبورۍ وې چې ما د ټېکسي ګېر بدل کړو او د رښار پۀ لور روان شوم.

نن د جمعې ورځ وه. د ښار نه بهر د جمعې پۀ ورځ د چرګانو،کونترو او سپو يوه منډۍ لګي. زۀ چې منډۍ سره تېرېدم نو يو کس را ته د ودرېدو اشاره وکړه پۀ ترخ کښې ورسره يو ښکلے قولنګي چرګ ؤ. وې وئيل ثمرباغ ته ځې. ما ووئيل او ولې نۀ ځم. څو روپۍ به اخلې. ما ووئيل پوره پنځهٴ سوه روپۍ. وئيل ئې ډېرې دي. ما ووئيل لاړم درنه. چې روانېدم نو هغهٴ راپسې اواز وکړو، ودرېدمه وايي ځم درسره. نن مې هسې هم لکه چې د بېلات ورځ ده. دې خبرې سره دغه سړي د موټر دروازه بېرته کړه او پۀ وړاندې سيټ سره د چرګه کښېناستو چې لږ مزل هم وکړو نو دغه سړي پۀ غېږ کښې نيولے چرګ يو دوه درې مضبوطې څپېړې ووهلو او ورته ئې غصه کښې ووئيل تا زۀ نن نۀ پرېږدم،. والله چې کټوۍ به درباندې ډکوم او دې خبرو نه پس ئې چرګ بيا دوه درې څپېړې ووهلو. څپېړو سره به چرګ ډېر دردېدلي انداز کښې کېغ کوغ وکړو. زۀ د دې سړي پۀ دې ظالمانه رويه خفه غوندې شوم او د چرګ دردېدلي اوازونه مې زړۀ کښې ځکه څړيکه څړيکه غوندې شو چې د تاڼېدار دلتو اثراتو سره اوس هم زما وجود دروند غوندې ؤ.

زۀ صبر نهٴ شوم او دې سړي نه مې پوښتنه وکړه چې دې چرګ ته ولې دومره غصه يې. هغۀ ووئيل پۀ دې چرګ ما ټول عمر پستې، بادام، قېمې او قسما قسم خوراکونه کړي دي او د دومره خوارو باوجود دې کم اصل نن مېدان بائيلودو. د دې سپېرهٴ مړي د لاسه نن ما پوره دېرش زره روپۍ شرط بائيللے دے. وايم قسم پۀ خداے چې دا زړۀ مې راته وائي چې چکونه پرې ولګوم. دې خبرې سره هغهٴ بيا چرګ پۀ غصه کښې يو دوه مضبوط ګزاره ووهلو او چرګ بيا ډېر فريادي او دردېدلي انداز کښې کغ کغ شروع کړو.

ما ورته ووئيل ګوره وروره بې زبانه څيز دے. خېر دے ګزاره ورسره کوه. هغهٴ ډېر پۀ سرتېزه انداز کښې ووئيل نوره ورسره څومره ګزاره وکړم ما چرته خپله پۀ تېرو درېو کالو کښې پسته او بادام نۀ دي خوړلي او پۀ دۀ مې روزانه خوړلي دي او دې ظالم نن زۀ پۀ مېدان کښې پۀ شرمونو وشومولم. دې خبرې سره ئې پۀ غصه کښې چرګ يو دوه ګزاره ووهلو بيا ئې د موټر شېشه ښکته کړه او چرګ ئې پۀ غصه کښې د ګاډي نه بهر ګزار کړو. سړک دلته لږ خوشے غوندې ؤ ابادي کمه وه او اخوا دېخوا پټي وو. چرګ د سړک نه يو پټي ته منډه کړه. ما زر ګاډے ودرولو او دې سړي ته مې ووئيل دا دې څۀ وکړل هغۀ ووئيل ورک ئې کړه دا بدبخته به زۀ لا د ځان سره بيا هم کورته بوځم. ما ورته وئيل کۀ تۀ ئې نۀ بوځې نو زۀ به ئې ځانله راونيسم. زۀ به ئې بوځم. هغۀ ووئيل ما ګزار کړے دے ستا خوښه ده کۀ ځانله ئې را نيسي نو راونيسه.

ښۀ برخه د هر چا خوښه وي او هغه هم چې بيا د مفتو ساتل شوے قولنګي چرګ وي. زۀ يکدم ګاډي نه چرګ پسې کوز شوم. ګاډے مې سټارټ پرېښودو. څنګه چې د شاړې زمکې دربو ته شپونکي خوشحالېږي بلکې دغسې پۀ پټي کښې روان دغه چرګ پسې ما پۀ خوشحالۍ کښې ورمنډې کړې. پۀ پټو کښې چرګ وړاندې ؤ او زۀ ورپسې وم. د ډېرو منډو نه پس چرګ د پټي پۀ يو ګوټ کښې پرتو ټانټو کښې ورننوتو او ما راګېر کړو. څنګه مې موټر ته پام شو نو د چرګ مالک ګاډي ته د ګاډي د مالک غوندې ناست ؤ او ګاډے ئې روان کړے ؤ.

ما سره د چرګه د ګادي طرفته ورمنډه کړه او ورپسې مې ډېرې چغې ووهلې خو هغهٴ زما د وررسېدو نه وړاندې ګاډے سيلۍ کړے ؤ. زۀ چې سړک ته راوتم نو کله به مې خوشي سړک ته کاتۀ او کله به مې پۀ خپل ترخ کښې نيولي چرګ ته کاتۀ. ما د دغه کس پۀ چالاکۍ او پۀ خپله بې وقوفۍ څومره ماتم کولے شو هغه مې وکړو خو مارغۀ د لاسه وتے ؤ او الوتے ؤ

ما وې راشه تاڼه کښې رپورټ وکړه. پوليس به درله خامخا ګاډے راپېدا کړي. زۀ چې سره د چرګه کله د تاڼې پۀ ګېټ ننوتم نو بهر ولاړ سپاهي ماما راته ووئيل دا چرګ تاڼې ته دننه نۀ شې بوتلے.؟ ما ورته ووئيل دا د واردات ګواه دے. ثبوت دے او ثبوت او ګواه تاڼې نه بهر څنګه پرېږدم! خېر هغهٴ ډېر پۀ ګرانه اجازت راکړو چې تاڼې ته دننه ورغلم نو محرر صېب پۀ يوه کرسۍ کښې داسې ناست ؤ لکه چې مغل اعظم فلم کښې به پهرتوي راج څنګه د اکبر بادشاه غوندې پۀ شاهي دربار کښې ناست ؤ. چرګ هم د تاڼې ماحول نه وېرېدلے غوندې ؤ ځکه ئې کوټکوټيک، کوټکوټيک اوازونه شروع کړي وو. محرر اول زما غېږ کښې چرګ ته وکاتۀ او بيا ئې زما طرفته مشکوک انداز کښې وکاتۀ او وې وئيل دا دې چا نه را پټ کړے دے.؟ 

ما ورته ووئيل صېب دا مې را پټ کړے نۀ دے دا ثبوت دے. د دې سپېرۀ مړي د لاسه زما نه ګاډے يو کس چپه کړو. محرر راته غصه کښې ووئيل لنډې او مختصرې خبرې کوه. ما سره ګورې ډېر وخت نشته هسې نه بې وخته دې تورۍ کړم. ما ورته وې ډېر پۀ وېره ووئيل رپورټ کولو له راغلے يم صېب. زۀ يو ټيکسي ډرائيور يم او اوس نيمه ګېنټه وړاندې رانه چا ستاسو د تاڼې پۀ حدودو کښې ګاډے وتښتولو.

محرر د لږ سوچ نه پس ووئيل قيصه دې درنه ده. تاڼېدار صېب سره دې ملاقات ضروري دے. ما ورته ووئيل تاڼېدار صېب چرته دے. هغۀ ووئيل اودۀ دے. قانون دلته هم اودۀ دے. ما ورته ډېر منت زاري وکړه. د هغې نه پس زۀ محرر تاڼېدار صېب ته ورمخامخ کړم. تاڼېدار صېب واقعي چې خپله کمره کښې خوبېدلے غوندې پۀ خپله کرسۍ کښې زيات ملاست او کم ناست غوندې ؤ. دواړه پښې ئې د مېز د پاسه داسې خورې ورې پرتې وې لکه چې ډېره لويه علاقه ئې فتح کړې وي. د کرسۍ شاته ورته يو سړے ولاړ ؤ او سر ئې ورله مالش کولو. زمونږ راتګ سره تاڼېدار صېب پۀ پټو سترګو کښې يوه سترګه معمولي غوندې پرانسته بله هم هغسې بنده وه او ډېر پۀ تريو انداز کښې ئې پوښتنه وکړه، څۀ چل دے.؟

محرر ورته ووئيل صېب دا ټېکسي ډرائيور دے چا ورنه ټېکسي وتښتوله. د محرر دې خبرې سره تاڼېدار صېب دواړه سترګې پرانستې. راويښ غوندې شو. زما پۀ غېږ کښې چرګ هم د هغۀ رانغېدو سره تېز تېز اوازونه شروع کړل. تاڼېدار ووئيل رامداديه.؟ شاته ولاړ مالشي ووئيل جي صېبه! تاڼېدار ورته ووئيل دا چرګ دې خداے وهلي نه واخله او زما کوارټر ته ئې ورسوه او ساده ګل ته ووايه چې حلال ئې کړه او مزېداره يخني ترې وباسه د چرسو ترخو لوګو راله هسې هم دا سينه خرابه کړې ده. دې سره به لږه ګزاره وکړي. رامدادي چرګ لکه د خپل مال غوندې زما د غېږې نه راښکلو او بهر ووتو. زۀ چرګ پسې دومره نۀ وم خفه ځکه چې غنم ږلۍ وهي نو پۀ دروزه دې اور پورې شي.

تاڼېدار صېب دې نه پس د خپلې کرسۍ نه د چجه شوي مار غوندې راپورته شو. زما خواله نزدې راغلو او زۀ چې پۀ ځان خبرېدم خبرېدم نو يوه لېونۍ څپېړۀ ئې زما پۀ مخ سوره کړې وه. پته نشته درد ؤ کۀ بې وسي وه خو يو اه سره مې دواړه سترګې اوبۀ اوبۀ شوې، هر منظر او هره څهره راته ګرد الوده، ګنده او مبهم مبهم غوندې شوه.

تاڼېدار بيا ډېر کرخت او د فرعونيت نه ډک انداز کښې ما نه پوښتنه وکړه. تۀ اودۀ وې څۀ.؟ چې ستا ګاډے ئې پۀ رڼا ورځ بوتلو او تا ئې تماشه کوله. ما ورته ووئيل صېبه داسې چل ؤ چې ما د ښار د چرګانو د مېلې نه يوه سورلۍ پۀ ګاډي کښې کښېنوله او دغه چرګ چې اوس به ترې تاسو له يخني ووځي دا هغهٴ سره ؤ. بيا مې ټوله قيصه ورته ښۀ پهٴ زور او زېر وکړه. زما د قيصې نه پس تاڼېدار صېب لکه چې ما ته نور هم غصه شوے ؤ. محرر ته ئې ووئيل قانون ګله. هغۀ ووې جي صېب. تاڼېدار ورته وئيل دا سپېرۀ مړے بوځه او ښۀ مزېداره مېلمستيا ورله وکړه. دا بدبخته راتلو راتلو زمونږ د تاڼې حدودو ته ئې خپل ګند راورسولو. چرګانو پسې خپله منډې وهي او اوس موټر پسې به ورله مونږ منډې وهو. قانون ګل يکدم زۀ د مټه ونيولم. يوې بلې کمرې ته ئې بوتلم هلته وړاندې نه پنځهٴ ښکاريان د ښکارپۀ انتظار کښې ناست وو. څلورو کسانو زۀ د لاسو پښو نه ونيولم او الټا ئې پۀ هوا کښې لکه خور ور چيندخ ونيولم او هغه پينځم را باندې د دښمن غوندې را باندې کړل. ما چغه کړه. ما ووئيل ما موټر نهٴ دے پټ کړے ما نه موټر پټ شوے دے. هغه يو چا چې لکه د وږو زۀ ټکولم هغهٴ ووئيل مونږ اول کباب سېزو. سيخ هسې هم نۀ سوزي،. اول کولال داغو خر هسې هم مونږ له پۀ ګوتو نۀ راځي. دې خبرو سره هغهٴ بيا پۀ ما داسې را باندې کړل لکه چې دا خبره بلکل رښتيا کوي چې پۀ پردي خر خلق شل منه بوج هم اچوي.

پۀ ګڼو قصابانو کښې څاروے مردارېږي. زۀ هم تقريباً مردارېدو ته نزدې وم چې دوي بس کړهٴ. زۀ ئې د محرر کمرې ته بوتلم. محرر ووئيل رپورټ درله درج کوم خو قانون کښې حرکت پۀ خالي جېب نۀ پېدا کېږي. څۀ درک درسره لګي او کۀ نا.؟ ما وئيل زوړ بار هم نۀ شو اوړے محرر صېب راته پکښې لا يو لرګے د پاسه هم کېښودو. ما ورته ووئيل صېب ما سره خو جېب کښې دولس سوه روپۍ دي. محرر ووئيل نېک بخته د لرګي پۀ کټوۍ کښې ساګ نهٴ پخېږي. ځان به ګروې هله به دې دلته کار کېږي. تۀ داسې وکړه دا زر ترې ما له را کړه خېر دې دوه سوه تۀ ځان سره کېږده ستا به هم ضروريات وي. دې خبرې سره محرر صېب زما د جواب نه وړاندې د زرو نوټ زما د لاسو وشوکولو جيب کښې ئې واچولو او بيا ئې زما رپورټ درج کړو. محرر صېب بيا ما ته ووئيل زمونږ پۀ طمع کېږه مۀ. دا اګري نګري ښار دے دلته وربشې غنم کېږي او غنم وربشې کېږي. ګاډے چې درنه چا بوتلے دے هغه دې له نۀ دے بوتلے چې تا له به ئې لا بيا هم درکوي. هغوي هم سر پۀ تلي کښې ايښے وي، ډېره خواري کوي. ځان کړوي، محنت کوي. زما يقين دے هغوي به تا سره خامخا رابطه کوي نو چې کله هم درسره رابطه وکړي خپله سودا ورسره جوړه کړه ګنې نو کۀ زمونږ پۀ طمع شوې نو د هغه کونډې غوندې به دې حال وي چې د لېور پۀ طمع طمع کښې د وادۀ عمر تېر شوے ؤ. زۀ پۀ ماتو قدمونو او ټک ټوک وجود سره د تاڼې نه را بهر شوم. پۀ ما دګاډي قسطونه لا پاتې وو او ګاډے هم پکښې پردے شوے ؤ. ما سره هغه کار شوے ؤ چې قرض مې لا خلاص نۀ ؤ او قلبه مې حلاله شوې وه. څۀ موده پس ما ته څۀ مشکوکو نمبرو نه فونونه وشو. وئيل ئې ستا ګاډے مونږ سره دے، خبره را سره جوړه کړه رقم راواستوه چې ګاډے در واستوو. ما باندې زاړهٴ قرضونه هم ډېر زيات وو، د نورو روپو درک نۀ لګېدو. تاڼې ته بيا هم يو څو ځلې ورښکاره شوے وم. خو هر ځلې ترې تاواني را ستون شوے وم. زۀ اوس پردے ګاډے چلوم او پۀ دې خبره پوهه شوے يم چې دلته د قانون ترياق د عراقه تر غريب پورې رارسي رارسي نو غريب د ژوند نه لاس وينځلے وي.

- فرېدالله شاه
بېرته شاته