(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مردان ځلمی لېکوال

[05.Aug.2023 - 11:05]

د مردان د سيمې ځلمے ليکوال اقبال حسين افکار 

                ليک:- سيد نذيرالحق کريم د طورو

د تاريخ د خلې خبره ده چې پښتو ډيره پخوانې  ژبه ده. د نړۍ ژب پوهان په دې خبر يو خله دي چې د هرې ژبې په عروج د هغې د ويونکيو علمي او فکري صلاحيتونو سره سره د سياسي نيک مرغۍ هم لوے لاس وي. مونږ چې پښتون قام ته د تاريخ په بشپړه هنداره کښې ګورو نو په غړيدلو سترګو وينو چې دا ننګيالے قام يو شانداره ماضي لري.

په بيلو بيلو زمانو کښې وخت په وخت پښتانه د خپلواکۍ په خوږو ماړه پاتې شوي دي. دغه ميړنې قام د واکدارۍ په ټولو هنرونو پوهيدل پښتانه حکمرانان د تاريخ په پياوړو قهرمانانو کښې شمارلے شي. ولے دا هم يوه الميه ده چې دغو د پښتو مړه خوا روزنه ، پالنه نه ده کړے سيوا د ګوتو په شمار د څو کسانو نه چې هغوي هم صرف خپل ذاتي ياداشت او تاثرات په پښتو کښې ليکلي دي. نور يې په حکومتي سطح خپلې ژبې ته بيخي شا کړې وه. د تاريخ په پاڼو کښې دداسې ژبو ذکر هم شته چې نن يې تش نوم قدرله پاتې دے بل خوا پښتو ده چې نن هم د نورو ژونديو ژبو غوندې د ارتقاء په لارو، ګودرو ښه په جوت مزل کوي ځکه چې د پښتو ادب په پراخه لمن کښې پښتانه ليکوال د فکر او شعور ګلونه شيندي.

د پښتو په نوي ادب کښې لکه د نورو سيمو د مردان د سيمې ليکوالو هم ښه په زړه پورې کار کړې دے.د ژبې او ادب د روزنې پالنې ته يې ښه په نره ملا ګانې تړلي دي د هغوي په کوششونو او زړه چاؤدون پښتو په هر ميدان د نورو جديدو ژبو سره د سيالۍ جوګه ده.

اقبال حسين افکار د مردان په مردم خيزه او زرخيزه سيمه زيږيدلې او خړپوسې کړي دي او لوے شوے دے د هغه د خپلې مورنۍ ژبې سره مينه فطري وه هغه چې به په وړوکوالي د خپل کور په ريډيو د پښتو سندرې او غزلې اوريدې نو ورته به په جامو کښې نه ځايدو څومره څومره چې لوئيدو نو د شاعرۍ مينه يې په زړه کښې له زياتيده. په ريډيو د موسيقۍ د پروګرامونو په وسيله د پښتو ژبې نوموړي شاعر محمد اقبال اقبال د تغزل نه متاثره شو. هم ددغې جذبې او تاثر ترمخه په پښتو مئين محمد اقبال اقبال سرخط لاندې يو خوندور مضمون وليکو چې د مياشتيزې پښتو په نوم يې لاس په لاس ورساوه د افکار صيب دا اولنې ادبي ليک وو خو معياري وو. ولے د رسالې چلوونکي د نوي کول ډاډګيرنه د معيار نه پريوتې عمل ګڼي دغه نه روسته ښاغلي افکار خپلو خيالاتو ته د شاعرۍ ښائسته کالي ورپغاړه کول شروع کړل. د پښتو مياشتيزه ګڼې چلوونکيو نه د نوي کول ځلمي مايوسه دي. او افکار ته تش په ديوال ليکل غير موثره او بې مقصده کار ښکاري بلکې هغه د يوې نيکې جذبې لاندې د ادب او شاعرۍ خورونه د پښتو خدمت ګڼي حساس خلق ښپه په ښپه اچولي د وترو ګوټ کښې ناسته د انسان او انسانيت لپاره ناسور بولي افکار د حساس زړه او ذهن سختن دے:

هره تيره به سپين سبا شي هر ظلمت به ورک شي

افکاره!    فکر   د    ځلمو    بيدارول    پکار     دي 

هم په دې نظريې مې د مردان ځلمو ليکوالو سره رابطه پيدا کړه هغوي ته به مې وئيل پښتو زمونږ مورنۍ ژبه ده دې ته وده ورکول په هر ځلمي فرض دي. د بد مرغۍ نه زمونږ د مورنۍ ژبې د خورونې روزنې ادارې په نشت حساب دي

د اقبال حسين افکار په داسې لوړو افکارو ځلمو لبيک ووے او په مردان کښې د پښتو نوے ادبي ټولنې په نوم ادبي تنظيم جوړ شو په دې نيک کار کښې وصال قريشي ، نهار اعوان او دلباز ثاني د افکار صيب ملګري وو.

 دې جرګې د ځلمو ليکوالو د ډاډګيرنې لپاره خواؤ شا درې کاله پرله پسې روزانه ادبي تنقيدي غونډې کولې د قامي مشرانو او سپيځلي ادبيانو ورځې به نمانځلے شوے د هغوي په  ژوند او  فن به مباحثې ، مذاکرې او سيمينارونه کيدل د ځلمو ليکوالو تخليقات به د کره کتنې لپاره ميداني کيدل جرګه د ادب د خورونې او ښودنې يوه کار ايستونکې اداره وه. افکار د جرګې چټک غړے او کشر سکتر وه. وروسته بيا د اولسي ادبي ټولنې مردان د ستر سکتر په بلنه د پښتونخوا په دې فعال او معروف تنظيم کښې ګډون وکړو. او تر اوسه پورې ښه په راستۍ د ټولنې د ستر سکتر محمد اقبال اقبال سره هر اړخيزه مرسته کوي. د انديش صيب شعر مصرعه ده: " زه د ژوند سپڼسي ويشمه  غريبي هم کوم "

ځلمے اقبال حسين افکار د روزګار فکرونو واخست نو د پوټهوار په زمکه د بري سرکار په خوا څنګ کښې ديره شو. د مردان اولسي ادبي ټولنې سره پيوستون ضرور لري خو د پښتو ادب دا ليواله که د روزګار غمونه شاته نشي غورځولے نو په يو مياشتيزه غونډه يې د ادب تنده نه ماتيږي :

د يو جام به څه نشه وي.......‌ زه خو ټوله ميخانه څښم 

اسرار د طورو

د پښتون ورورولۍ تنظيم سره په دې جذبه ملاتړ شو چې د پښتو سمسور چمن خوشبويۍ به خورې کړي ددغې تنظيم په باره کښې اووه ورځني هيواد او ورځ پاڼه وحدت ته خپل ليکلي مضامين واستول خو لږې ورځې پس پوهه کړې شو چې دا پليټ فارم د پښتو سره پېتو نشي کولے. افکار ددغه تنظيم نه لاس په سر شو خو د همت ځواني يې خاورې ايرې نه شوه.هم دغو ورځو کښې به يې د اووه ورځني هيواد پرچې به يې خرڅولې د هيواد د مدير سره د لاس امداد جخت لکه نصراللّه خان نصر مرحوم بې د څه ذاتي غرضه کولو د افکار په خيال د اسلام آباد پښتنو د پښتو د اخبار هغه شان تود هرکلې ونه کړو څومره چې دده توقع او اميدونه وو:

ديدن می کور ته ورله يوړو

په قدردان جانان مې ځان بې قدره کړه نه

د اسلام آباد د پښتنو دغه لا پرواهۍ په وجه د افکار د احساس اور نور غرغنډه شو:

ته مې د حاله څه خبريږې 

په خپلو وينو کښې مې زړه وتليده

د هغه رګونو کښې د پښتني غيرت او همت څړيکې وغځيدې لکه د نامتو ميرمن آفسانه نګاری يې د پښتو نه د تښتيدو روګودر نه لټوو بلکې په يوه پښه پښتنو ليکوالو پسې وګرځيدو د ډير زړه چاؤدون نه پس د ساهو ليکوالو م، ر،شفق او غني خټک په مرسته ملاتړ يې د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد په نوم يو تنظيم جوړ کړې شو. دولس تنيز مجلس عمل اقبال حسين افکار خپل ستر سکتر  وټاکلو.د ګلو غنچه د تنظيم چاپ آئين او منشور دے. افکار هغه ځلمے ليکوال دے چې د پښتو ادب څڼه سترګه په عملي توګه کوي. هغه لکه د ځينو ليکوالو د فلسفې په درشلو تيندوکونه نه خوري چې د اقبال حسين جذبې او  افکار متحرک وي نو د مارګلې لمن کښې به د پښتو ګلان مړاوي ولے ښکاري؟

د افکار د ليک انداز !

اقبال حسين افکار يو ښه نثر نګار دے په لږ وخت کښې يې د صاحبزاده سيد ضياء الحسن صيب علمي تحريرونه راغونډ کړل د هغې په سپيځلے پښتو کښې ترجمه وکړه دغه لړ کښې يې دوه کتابګي " د اسلام دوباره څرګندولاو" د بيدارۍ جرس " د طباعت په کالو ښائسته کړي دي. او دا سلسله له جاري ده. د ستر سکتر په حيث هغه د ادبي غونډې په زړه پورې رپورټونه ليکي د پښتو ورځ پاڼو کښې وخت په وخت چې د هغه کوم ليکونه  شائع  کيږي د هغو نه د هغه د فکري صلاحيتونو څرګندونه په ښه ډول  کيدې شي.

د افکار په شاعرۍ کښې د مردان رنګ!

د مردان شاعري ځانله جدا رنګ لري د چاربيتې نه واخله تر آزاد نظم پورې د شاعرۍ هر صنف کښې د مردان د معياري ليک پوره پنګه لري ولے جديد ادب کښې د مردان غزل د شهرت په بام ختلے دے که په ژور نظر د پښتو نوي غزل ته پاملرنه وشي نو هر څوک به ددې خبرې پخلې وکړي چې د محمد اقبال اقبال وياړ په ځاے دے:

که  د   غزل  انتها    هر  چرته   وي

 خو ابتداء به يې د مردان نه کيږي

د بلوچستان د سيمې يو تکړه ليکوال ښاغلے عبدالکريم بريالے په خپله يوې تحقيقي مقاله کښې ليکي

"د مردان غزل د تجربو په ډګر کښې حوصله افزا معيار لري دوه ، درې نومونه خو په هيڅ ډول هيريدلے نشي که څه هم په مجموعي اعتبار د مردان ټول غزل ګو يو هوار يکسانيت لري

مناسب ده چې د ښاغلي ليکوال د رايې په درناوي کښې څو نمونې وړاندې کړم :

اوس به د وخت د زړه خبرې کوي

ملګرو مونږ  د کار سړے کړو غزل  انديش شمس القمر

 

هره ژبه چې ګونګۍ وه ، هر يو ذهن چې معزور وه

چې   چا  غږ  کولے  نه  شو  نو  پښتو   غزلې  اووې 

محمد اقبال اقبال

بغير د مينې دې ښکلا داسې ده 

لکه نيمګړے يو غزل پروت  دے    قمر راهي

دا د استحصال جدت دې خدائيګو که روزي شولو 

نشې   ته   وړلے   سمدلاسه   باچا   سترګو   کښې 

ن، م، باچا 

د   بې   وسۍ   تيرو   ته   زلفې   د   جانان    وايو 

ګني په زلفو په کمڅو کښې په ويښتو کښې څه دي 

اسرار د طورو

زه  د  زړه  په  تار  د  ژوندانه نغمې چيړمه 

زه د وخت ناشونو خود پخپله موسيقار يم 

ډاکټر اسرار

دې ارماني للمو کښې مينه کرم 

زما  وطن  دے  د  ثمر  په طمع

تا چرې ونه کړه د زړه د لاله زار تماشه 

سيل  ته  بلنه  درکوي  د  بهارونو  کلے

م،ر، شفق

ړانده نه يو چې به وايو د سامي کور کښی انصاف شته

تږي کوم طرف ته ناست دي صراحي په کوم طرف  ځي

عبدالروف زاهد

په توره شپه کښې مو د زړونو مشالونه بل کړل 

دا نن چې ښکاري انګازې د روڼ سبا کلي  کښې  نذير

د مردان سپيځلي شاعران د ذهني عياشۍ په سپيره مرض اخته نه دي هغوي خپل چاپيرچل په نبض د حکمت ګوتې ايښي دي او د ژوند ته د راپيښو کشالو د مخنيوي لپاره يې د ادب سنګرونه خوښ کړي دي. د حالاتو بد ليوان د تورو په تورو له مينځه وړي. ددې تپې په شاعرۍ کښې مقصديت قدر مشترک دے.

افکار صيب چونکې د مردان په ادبي محفلونو کښې جوخته ناسته پاسته  کړې ده. په دې اساس د هغه شاعرۍ کښې هم د علامتونو پس پرده د آرمان کاروان د مرام په لور ټپروږي:

چرې  به  راشي  پسرلے د ديدن 

سوکړه د هجر په افکار تيريږي

ما وراندې وئيلي دي چې د اقبال حسين افکار ذهن متحرک دے هغه د ژوند په شور ماشور مئين دے کله چې د ژوند ژواک په چم محلت کښې د سرد مهرۍ چپتيا او غفلت سواره ويني نو غونے يې ځيږ ځيږ شي. او جذبات يې راولړزيږي د وجدان په ژبه د بيدارۍ نغمه پورته کړي

ددې زندان دا بنديوان ولے په خوب اوده دي 

دا  زنځيرونه  دا  بيړۍ  لږ  شړنګول   غواړي 

د شاعرۍ په رموزو پوے خلق وائي چې که چرې د تخيل څرګندونه په ښائسته او مناسبو ټکو کښې ونه شي. نو د شعر خوند رنګ پيکه پاتې شي. او چې د اوريدونکي په مزاج دروند ولګي نو د شعر نه که د مقصديت تاثير لاړ نشي نو کم خو ضرور شي او چې مقصديت تاثير پکښې مړسيپن وي نو د ناقدانو په خيال دغه شاعري ، شاعري نه ده

د نويو ، نويو تشبيهاتو ، استغارو، کنايو، علامتونو ، محاورو، رنګ رنګ ګلونه د کلام ژوند او ښکلا وي. افکار صیب هم لکه د ښو شاعرانو خپل لوړ تخيل څرګندونې دپاره ښائسته ښائسته تشبيهات ، علامتونه او توري مينځ ته راوړلو کوشش کوي لکه د هغه دا څو په زړه پورې شعرونه

ستا  د  حسن  مملکت کښې د  خلوص ښاغلي مړه دي

دلته څومره بې رخي ده څومره عام پکښې نفرت دے

 

د په سپرلو مئين ترې څه خبر دي

ازغي  ازغي دي د  ګلونو   قيصۍ

 

په  تنکو،  تنکو  ګلونو  د  شبنم  کاڼي  وريږي

ليونو په دې محلت کښې د ستم کاڼي وريږي 

 

د   افکار   مينه   پښتو   ده ،  د  پښتو  د  افکار    مينه 

دايې شعر دا يې مصرې دي په دې کلي دې کوڅو کښی 

د اقبال حسين افکار جذبه او تخيل د پښتو غړيدلي چمن ته نوي انګازې راوړي هغه انګازې چې زه او ته يې آرماني يو.

څانګه به نن سبا کښې ګل شي 

مايې په سر کښې سرې غوټۍ ليدلي دينه

ددې لیکنې لیکوال - ښاغلی  نذيرالحق کريم د طوړو د لوے اديب سيد محمد ظهورالحق ځوے د لوے عالم دين او خدائي خدمتګار مولانا محمد عنايت اللّه رحمهم نمسے د يادو او استاذانو اديبانو ، شاعرانو اسرارالرحمان اسرار د طورو او م،ر ،شفق خوريې او د افکار صيب ډير خوږ ملګرے ددوي دا ليک د اووه ورځني هېواد پېښور کښې  د مي په څلورمه  کال 1989 کښې چاپ دے مونږ يې د هېواد په م

- نذیرالحق کرېم
بېرته شاته