(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عرفات

[05.Aug.2023 - 11:10]

عرفات

د هرسپوږميزكال د لوى اختر د مياشتي ( ذي الحجې ) نهمه، د عرفې مباركه ورځ وي. په دغه ورځ حاجي د نړۍ د مسلمانانو د متبرك ښار مكې مكرمې په منا شريفه كي د سهار لمونځ كوي، په دعا وو او ذكر مشغوليږي او چي لمر را وخېژي او د منا د ثبيرد غره پر څوكوښكاره سي، د څه د پاسه دوه نيم ميليونو حاجيانو د څپڅپاند سمندر سره د عرفات د ډګر په لوري د تلبيې او تكبير په ويلو سره، درومي.

 

د منا او عرفات ترمنځ لار چي د شلوكيلو مترو په شا وخوا كي اوږده ده، حاجيان په پښو يا د موټرو په سپرلۍ وهي. كه حاجي تر ماپښين د مخه عرفات ته رسېدلى وي، هلته په تهليل، تلبيه، درودونو، تلاوت او دعا او تذكيرمشغوليږي، بيا د ماپښين او مازديګر لمونځونه د ماپښين په وخت يو ځاى يا هرلمونځ په خپل خپل وخت كوي او ترزوال وروسته د عرفات پر ميدان دريږي او خداى جل جلاله ته دعاوي، زارۍ، استغفار او تضرع كوي، خپل ځان، مور او پلار او دوستانو او ټولو مسلمانانو ته د مغفرت غوښتنه كوي، له تېروګناهونو څخه ندامت او پښېماني څرګندوي او له خپله خدايه سره د زړه له صدقه عهد كوي چي نور ګناه نه كوي، له حرامو څخه پرهېزكوي، او ظلم او ناروا پرېږدي او بيا تر لمر لوېدو وروسته د مزدلفې په لوري درومي.

 

په دغه ورځ پر عرفات باندي د حاجيانو د درېدو سوابق:

 

د حضرت ابراهيم او اسماعيل عليهماالسلام له زمانې څخه د عربو د حج عمومي دود دا وو چي د لوى اختر ( ذي الحجې ) د مياشتي په نهمه نېټه به له منا څخه عرفات ته تلل اوله هغه ځايه په راستنېدو به يې شپه په مزدلفه كي تېرول. خو په وروستيو وختوكي كرار كرار قريشو نفوذ وموند. چي له دې امله دوى ته خپل ځانونه تر نورو لوړ او ممتاز وايسېدل. دوى خپلوځانو تهالحُمس ” ( په دين كي متشدد او سختي كوونكي، پردين ټينګ، د حرم اوسېدونكي، زړه ور او غيرتيان ) ويل، او ويل يې چي موږ بايد د عامو خلكو سره عرفات ته ولاړ نه سو، ځكه به نو په مزدلفه كي پاته كېدل. نو څنګه چي رسول صلی الله عليه وسلم هم قريش وو، هغو داسي ګڼل چي د حجة الوداع د تاريخي حج په ترځ كي به هغه هم زموږ غوندي په مزدلفه كي پاته كيږي. خو د دوى د دې ناوړه او چټي اند ( فكر ) په خلاف لوى څښتن رسول صلی الله عليه وسلم ته امركړى وو چي:﴿ ثُمَّ أَفِيضُوا مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ [ البقره:199 ] يعني بياله كومه ځايه څخه چي نور ټول خلك را ګرځي، له هماغه ځايه تاسي هم را وګرځئ. نو هغه وو چي رسول صلی الله عليه وسلم د لوى اختر د مياشتي د نهمي د سهار لمونځ په منا كي وكړ او بيا عرفات ته رهي رسو.

 

د عرفات معنا :

عرفهپه مفرده بڼه ياعرفاتد جمع په صيغه هغه پراخه ډګر ته وايي چي د لوى اختر په نهمه ورځ حاجيان د حج د فريضې د اداكولو په مقصد پكښي دريږي. لغت پوهان وايي چيعرفاتداسي جمع ده چي د مفرد لپاره وضع سوې ده. دغه راز پوهانو د عرفې او عرفات د نوموني ( تسميې ) د سبب په هكله ډول ډول څرګندوني كړي دي. له دوى څخه ځيني وايي: څنګه چي حضرت ابراهيم عليه السلام د حضرت اسماعيل عليه السلام د حلالولو په هكله د خوب په معنا، د خوب په دوهمه شپه پوه سو، چي دا خوب د خداى له لوري دى، نو له دې امله د دغي شپې ورځ د عرفې په ورځ ونومول سوه. ځيني بيا داسي وايي چي د عرفات ډګر هغه ځاى دى چي حضرت آدم عليه السلام او حوا انا تر يوې مودې بېلتون وروسته بيرته سره وليدل او سره و يې پېژندل.

 

خو لكه چي علامه محمد طاهركردي رحمة الله عليه په تاريخ القويم كي وايې: ” اسماء معلول په علت سره نه وي “. نو د عرفې او عرفات نوم هم دغسي وبوله.

 

د عرفات پولي:

 

عالمانو څرګنده كړې ده چي د عرفات ډګرد حرم د پولو د باندي دحلپه سيمه كي پروت دى. دغه ميدان د هغه د ختيځ، شمال او جنوب په خواووكي د غرونو د لړۍ د واقع كېدو له امله د لېندۍ غوندي بڼه غوره كړې ده. نوكوم غرونه چي په دغه ډګر پوري نښتي دي، هغه له عرفات څخه دي، اما د عرفات په لوېديز لوري كي چي دعُرَنَهناوه واقع ده هغه له عرفات څخه نه ده. ملاعلي قاري اونور وايي چي د عرفات د پولو په هكله ډېر اختلاف دى. ځيني وايي چي لومړى حد يې ختيزي لاري ته رسيږي. دوهم حديې د هغه غره اطرافو ته رسيږي چي د عرفات د غره شاته پروت دى. درېيم حد يې د عرفات دكلي بڼونو ته رسيږي. څلورم حديې د عُرنه ناوې ته رسيږي. خو د مكې مكرمې د اوسمهال يو عالم احمد عبد الغفور چي ځان حنفي مذهبه بولي په حجة النبي كتاب كي د عرفات حدود داسي تشريح كوي:” د عرفات شمالي پوله د [ سعد ] غره سر ته رسيږي، او د دغه غره له سره د زرو مترو په واټن لوېديز لوري ته غځيږي. بيا د جنوب پر خوا د دروكيلو مترو په واټن غځيږي. بيا جنوب لوېديز لوري ته د نَمِرې د جومات د نيمى برخي پر برابر د شپږو سوو مترو په واټن غځيږي او د بني عامر د كلي غرونو ته رسيږي “.

احمد عبد الغفور څرګندوي چي:” د عرفات دغه حدود هم په درست ډول نه دي ټاكل سوي، او د سعودي د حج او اوقافو وزارت د هغه د نقشې جوړولوكار لا تر1396س. كال پوري نه وو بشپړكړى “. خو اوس د عرفات پولي د يوډول غټولوحو په ذريعه په نخښه سوي دي.

 

رسول الله صلی الله عليه وسلم په عرفات كي:

 

رسول صلی الله عليه وسلم له منا څخه عرفات ته له هغي لاري څخه ولاړى چيضبورته وايي.

 

امام ازرقي رحمة الله عليه په تاريخ مكه كي وايي چي: ” دغه عرفات ته لنډه لار ده “. دغي لاري ته اوسطريق القناطروايي. رسول صلی الله عليه وسلم امركړى وو چي په نَمِره نومي ځاى كي خېمه ورته ودروي. كله چي رسول صلی الله عليه وسلم عرفات ته نژدې ورسېدى په دغه خېمه كي يې واړول. قاضي القضات شمس الدين السروجي حنفي وايي چي: ” په نمره كي د رسول صلی الله عليه وسلم تم كېدل د مخكني قصد له مخي نه وه، بلكي هغه ځاى ته د اسانه رسېدو او له هغه ځاى څخه عرفې ته د اسانه تللو او بيرته د ماپښين او مازديګرد لمونځونو د ادا كولو لپاره د ورتللو د ستونزي د ليري كولو لپاره وه “.

امام ازرقي رحمه الله په اخبار مكه كي فرمايي چي: ” د نمره تر غره لاندي څلورګزه په پنځه ګزه كي يوه سمڅه ( غار ) دى. رسول صلی الله عليه وسلم د عرفې په ورځ په همدغه سمڅه كي و اوسېدى او تر زوال وروسته پر قُصوا اوښه د عُرنې د ناوې منځ ته ورغى ( كومه چي د عرفې ځمكه نه بلل كيږي ) او خلكو ته يې خطبه واورول “. ( د دغي خطبې ژباړه د دې كتاب په [۱۸۸] مخ كي راغلې ده ). علامه محمد طاهر كردي وايي چي: ” د دغي سمڅي او نمره جومات تر منځ زر متره واټن دى “. علامه كردي وړاندي ليكي: ” د رسول صلی الله عليه وسلم په دغه غاركي تم كېدل د مخكنيو انبياوو او ابراهيم عليه السلام په پيروي وه او دلته د رسول صلی الله عليه وسلم تم كېدل

 

د هوسايي؛ د ماپښين او مازديګر د لمونځونو د يو ځاى ادا كولو او پرعرفات باندي د درېدو  د تيارۍ لپاره وه. چي بيا يې پر همدغه ځاى د نمره جومات جوړكړ”.

 

احمد عبد الغفور عطار په حجة النبي كتاب كي وايي: ” دغه سمڅه اوس هم ( په 1397سپوږميزكال ) موجوده ده “. رسول صلی الله عليه وسلم تر خطبې ويلو وروسته د ماپښين او مازديګرلمونځونه دواړه، ماپښين په جمع وكړل. بيا پرقُصوا سپور سو او د لمرترډوبېدو پوري د جبل رحمت په لمن كي ودرېدى او د تلبيې او تذكير سره يې ډېر ځلي لوى څښتن ته د ځان او امت لپاره د مغفرت او رحمت دعاوي كولې او ويل يې: ” زه دلته ودرېدلم او عرفه ټوله د درېدو ځاى دى “. او بيا د مزدلفې په لوري رهي سو. ځيني وايي: د جبل رحمت په لمن كي دصخراتجومات پر هغه ځاى جوړ سوى چي رسول صلی الله عليه وسلم پر درېدلى وو او له ځينو احاديثو څخه داسي ښكاري چي رسول صلی الله عليه وسلم دلته هم د لومړۍ خطبې په بشپړتيا، خطبه وويل او ځيني د ضرورت وړخبري يې خلكو ته واورولې.

 

جبل رحمت د هغه د شا وخوا غرونو په نسبت يوكوچنى غردى چي لوړه برخه يې اواره او په ډبرو فرش سوې ده. د دغه غره پرسر يو څلى هم له ډبرو څخه جوړ سوى دى چي درې يا څلور متره به جګ وي، او د عرفې په شپه ډېوې پر ځړېدلي وي. د دغه غره سر ته د شپږمي پېړۍ په نيمايي كي په 559 سپوږميز.كال وزير محمد بن علي المنصور معروف په جواد اصفهاني ( 90 ) نامنظمي زينې جوړي كړي دي. دغه غر( 30 ) متره جګ او ( 300 ) متره اوږد دى. دغه راز د دغه غره د جګوالي په منځنۍ برخه كي يوه تنګاچه هم جوړه سوې ده چي اوږدوالى يې پنځلس متره اوسور يې لس متره دى. دغي تنګاچې ته مسجد ابراهيم وايي.

 

ځيني حاجيان د عرفات په ورځ د دغه غره سر ته خيژي، چي البته دا به ډېر ثواب ګڼي، خو دا كوم شرعي اصل نه لري، بلكي د سنتو خلاف او بدعت كار بلل سوىدى.

 

د عرفې د ورځي فضيلت :

 

له لويه سره د لوى اختر د مياشتي لومړۍ لس ورځي، د عرفات او د لوى اختر درې ورځي ډېري له فضيلته ډكي ورځي دي. ډېر مفسرين وايي چي د قراّن كريم د حج د سورې په اته ويشتم اّيت كي چي د﴿ ايام معلومات ﴾يادونه سوې ده، له هغو څخه مراد د لوى اختر د مياشتي لومړۍ لس ورځي دي. ځيني مفسرين وايي چي مراد ځني د عرفې او ايام تشريق ( د لوى اختر درې ورځي ) دي. په هر صورت په دغو ورځوكي د لوى څښتن د يادولو، د ښو چارو د ترسره كولو او روژو نيولو فضيلت ډېر زيات ښوول سوى دى.

 

له حضرت ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دى چي رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايلنوري داسي ورځي نسته چي نېكي چاري دي په هغو كي خداى تعالى ته تر ايام العشر( د ذي الحجې ترلومړيو لسوورځو ) ډېري خوښي وي  دغه راز رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايلپه دغو ورځوكي نېك عمل د خداى په لاركي تر جهاد لا خداى ته ډېرغوره دى. خو د هغه چا ثواب تر زيات دى چي ځان اوشته دواړه د خداى په لاركي قربان كړي ». په همدې ډول له رسول صلی الله عليه وسلم څخه د عرفې د ورځي د روژې په هكله وپوښتل سوه، هغه وفرمايلد تېر او راتلونكي كال ګناهونه له منځه وړي ». له عايشې بي بي رضي الله عنها څخه روايت دى چي رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايلله عرفې پرته بله داسي ورځ نسته چي خداى تعالى دي په هغې كي خپل بنده ګان د دوږخ له اوره څخه ډېر آزاد كړي وي. په دغه ورځ خداى تعالى خپلو بنده ګانو ته په خپل فضل او رحمت سره نژدې كيږي. بيا د ملايكو په وړاندي په هغو وياړي او ورته وايي: وګورئ زما بنده ګان څه غواړي؟ ».

 

له عباس بن مرداس څخه روايت دى چي رسول صلی الله عليه وسلم د عرفې د وقوف پرمهال خپل امت ته د هغو د ګناهونو د بخښني دعا وكړه. نو د خداى له لوري د اجابت او قبلوني په توګه ورته وويل سوه: ستا امت ته مي د بنده ګانو له حقوقو پر ته نور ټول ګناهونه وبخښل. خو د بنده حقوق نه بخښم او له ظالم څخه د مظلوم د حقوقو اخيستونكى يم. رسول صلی الله عليه وسلم ورته وويل:اى ربه ! كه وغواړې چي مظلوم ته له خپله ځانه د جنت ښې او ښادۍ وركړې ! او ظالم په خپل فضل وبخښې ! خو دغه دعا يې د عرفي پرمهال قبوله نه سوه. كله چي رسول صلی الله عليه وسلم په مزدلفه كي شپه سبا كړه بيا يې دغه دعا وكړه چي دعا يې قبوله سوه. د حديث روايت كوونكى وايي چي: رسول صلی الله عليه وسلم وخندل. يا وايې چي ويې مسل. نو ابو بكر او عمر ورته وويل:اى پيغمبره زموږ مور او پلار دي تر تا قربان سي دغه مهال ستا د خندلو نه وو. نو ستا د خندا سبب څه وو. ( الله دي تا تل خوښ ولري ). حضرت محمد صلی الله عليه وسلم وفرمايل: كله چي ابليس دغه د خداى جل جلاله دښمن وپوهېدى چي خداى جل جلاله زما دعا قبوله كړه او زما امت يې را وباخښه، خاوري يې پرسر باد كړې، په واويلا سو او ويې ويل چي رسوا او برباد سوم. نو ماته د ده پردغي واويلا خندا راغله.

 

د پورته حديث په هكله د ثقه او جيدو ديني عالمانو په كتابونوكي څه خبري سته چي په لاندي ډول خلاصه كيإي:

 

د عرفي د ورځي فضيلت په صححيو احاديثو ثابت دى. نو ضرورت نسته چي په ناصححيو احاديثو يې فضيلت څرګند سي.

حج د ګناهونو د بخښني سبب كيږي خو چي:

 

 تر حج د مخه توبه وايستل سي.

 

 تر حج د مخه د خداى جل جلاله هغه حقوق چي ادا كېدلاي سي، لكه لمونځ، روژه او داسي نور، ادا كړى سي.

 

 تر حج د مخه د بنده ګانو هغه حقوق چي وركول كېدلاى سي وركړه سي، يا د هغو لخوا بخښنه وسي.

 

حج مبرور او مقبول او له معاصيو پاك او خالي وي. ريا، سمعه ( د نامه او شهرت مينه )، رفث ( شهواني عمل )، فسوق ( ناوړه فعل ) او جدال ( جنګ جدل ) نه وي پكښي ترسره سوي.

 

تر حج وروسته حج وساتل سي او بيا حاجى په معصيت اخته نه سي.

او ترټولو مهمه دا ده چي حج په حرامو پيسو نه وي سوى.

 

د حج د فضايلو په هكله احاديث او روايات د كبيره ګناهونو پر بخښلو دلالت نه كوي. حقوق العباد او مظالم خولا هلته پرېإده.

 

بله خبره دا ده چي په دې هكله روايت سوي احاديث صحت او ثبوت ته نه دي رسيدلي.

 

 د حج د فضايلو دغسي احاديث بيا نول د علما وو د شان سره نه ښايي او د فقهاوو د قوانينو سره سرنه خوري، بلكي د ناپوهانو د ستر جرائت سبب كيږي.

 

 په تېره د پورتني حديث په راويانوكي دوه تنه عبد الله او پلار يې كنانه داسي كسان دي چي محدثينو ډول ډول خبري پركړي دي. مثلاً: بخاري رحمه الله د عبد الله په هكله وايې:” حديث يې نه دى صحيح “. او ابن جوزي دغه حديث په موضوعاتوكي راوړى دى او وايې چي د ضعف دليل يې كنانه نومى دى. كوم چي منكر الحديث بلل سوى. ملاعلي قاري او نورو هم ويلي چي په دغه حديث احتجاج ( تمسك ) باطل دى.

 

البته د خداى فضل او رحمت او دا چي خداى جل جلاله وغواړي چي څوك وبخښي دا بېله خبره ده..

اخستونځی: زموږ د قبلې تاريخله کتاب څخه

ټاکنه: ایډوکېټ سرور یوسفزی - پښتونخوا

- سرور یوسپزی
بېرته شاته