(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارواښاد راهي

[05.Aug.2023 - 11:11]

 

 ارواښاد لطیف راهی  د راډیو تلویزیون پخوانی تکړه نطاق

                                         ***********

هغه کلونه مې لکه نن داسې ياد دي چې راهی صیب د وخت د راډیو تلویزیون د نطاقانو په مدیریت کې کار راپیل کړ.

غوره استعداد او ښه آواز یې ډیر ژر هغه د شهرت لوړو پوړیو ته ورساوهارواښاد   لطيف راهي په کال 26.11.1336 لمريز يا 02.16.1958 عيسوى کال کى دننګرهار ولايت د سره رود په ولسوالۍ کى زيږېدلى دی.

په 1355 کال کى د فقرالله ليسى نه فارغ دکانکور آزموينى په ورکولو د پوليتخنيک انستيتوت ته شامل شو.

په کال1360  کى دتعميراتو د ساختمانى پوهنځي نه د فراغت وروسته په اوبو او بریښنا وزارت ـ  بيا وروسته د ساختماني چارو وزارت دبنايي په دستګاه کى په ساختماني چارو بوخت شو.ټولو همزولو او دوستانو به تشویقاوه چې د ښه آواز له کبله له راډیو افغانستان سره خپله همکاری راپیل کړيد خپله يو وخت داسې ويلي و : (( دمحترم اکبر کرګر په تشويق مې د نطاقۍ له پاره په 1361 کى مراجعه وکړه .

د محترم ابراهيم خيل صاحب په مشورى سره د تجارتى اعلانونو په لوستلو او په څنګ کى ېى د نطاقۍ کورسونه تعقيب کړل په 

کمه موده کى د ژوندي خبرونو په لوستلو راديوي او تلويزيونى خپرونو ته مې لاره وموندله...)) 

 محترم راهی صاحب په راديو کى د خبرونو برسېره د سرباز ، د شومه دم انګازى ، از هر چمن سمنى او څو نورو خپرونو ويندويى هم  کوله. په تلويزيون کى پر انانسرۍ او خبرونو بر سيره د  یو شمېر تلویزیوني خپرونو   ويندويى هم کوله ـ د ۲۰۱۵  کال د آلمان د کریفیلد په ښار کې د پخواني راډیو ټلویزیون او افغانفلم د پخوانیو همکارانو لومړنۍ پراخه نړېواله کتنه ترسره شوه چې له نیکمرغه ارواښاد راهی صاحب مې هلته بیا ولید او تر ټولو په زړه پورې خو دا چې  په دغه محفل کې محترم راهي صاحب ډیرې ښې او خوږې سندرې هم وویلېراهی صاحب د لوړو اخلاقو او صمیمی برخورد خاوند شخصیت دی چې پر ټولو همکارانو ګران و ـ الله دې جنتونه ورکړي،اروا يې ښاده او یادونه ئې تلپاتې.

 (یوسف هیواددوست ـ له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیویی مجله)

- هېواددوست
بېرته شاته