(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مثبت او منفي احساسات

[26.Aug.2023 - 09:05]

د مثبتو احساساتو ګټه او د منفي احساساتو ضرر

لیک: ډاکتر محمد ابراهېم شېنواری

د انسان احساسات د بدن پر داخلي پروسو مستقیمه اغېزه لري. که مینه وکړئ، مثبت او که ویره په زړه کې وي، په بدن کې منفي بدلونونه راځۍ.

لومړی. د مینې په صورت کې لاندې کیمیاوي مواد تولیدیږي او مربوط بدلونونه راولي:

اوکسي توسین: چې د مینې او پیوند هورمون ورته وایي افرازیږي او د باور، نږدې والي او پیوند احساسات رامنځه ته کوي.

دوپامین: د مینې، خوښۍ، خپلوانو او ملګرو سره د یوځای والي او مثبت تعامل په صورت کې تولیدیږي او دغه مثبت احساسات یې تولید لا زیاتوي.

سیروتونین: د مزاج او احساسي روغتیا د ښه کولو دنده لري. په اړیکو کې د خوښۍ او زړه پراخۍ سبب کیږي

وازوپریسین: د اوکسي توسین په شان د ټولینز پیوند او اړیکو له پیاوړتیا سره اړیکه لري. د دوستۍ او مینې په اوږدمهاله ټینګښت کې برخه اخلي.

دوهم. د ویرې احساسات: د ویرې په صورت کې په بدن کې لاندې کیمیاوي مواد تولیدیږي او مربوطې اغیزې کوي:

اډرینالین: چې دویرې په صورت کې تولیدیږي او د (برید یا تیښتې) عمل تنبیه کوي (راپاروي). بدن له ګواښ سره مقابلې ته تیاروي چې په دې صورت کې د زړه دربېدل، بېدار اوسېدل او د انرژي لګښت زیاتیږي.

کورتیزول: د اضطراب هورمون ورته وایي او د تشویش او وارخطایي په صورت کې تولیدیږي. دا ماده بدن د متصور یا احتمالي ګواښ (تهدید) په وړاندې د بدن ځواکونه منسجموي.

امیګدلا: د مرکزي اعصابو د لمبیک سیستم یوه برخه ده چې په ویرې پورې مربوط تنبیهات پروسس کوي. دا برخه په ویره پورې مربوط فزیولوژیک ځواب پیلوي او د ویرې حافظه تنظیموي.  

سمپاتیتک عصبي سیستمبېلابېل فزیولوژیکي غبرګونونه راپاروي لکه د زړه د ضربان زیاتېدل، د سترګې د کسي پراخېدل، او عضلو ته د وینې د جریات سوقول چې بدن (برید یا تېښتې) ته تیار شي.

البته د مینې او مثبتو احساساتو پر مهال، د انسان په بدن کې د ودې او پیاوړې کېدو میکانیزمونه فعال وي او د ویرې او منفي احساساتو په صورت کې د بدن دفاعي (ساتنیز) میکانیزمونه فعالېږي چې د دې دوهم په صورت کې بدن نوي وده نه کوي او موجوده انرژي یې هم دفاع ته متوجه کیږي. په اوږده مهال کې د دفاعي میکانیزم فعال پاتې کېدل د انسان روغتيا او خوښۍ ته شدیده ضربه ورکوي. نو، که مېنه وکړئ خوښ، روغ او تکړه به یاست، له نورو سره به مو مینه زیاتیږي او ژوند به پر مثبت لوري ځي، او که وېره، کرکه، اضطراب او تشویش وکړئ، ژوند به مو د ناکامۍ او ناروغۍ په لور ځي. په لومړي صورت کې هم ځان او هم نورو ته ګټه رسوئ او په دوهم صورت کې ځان ته یقیناً ضرر رسوئ او نورو ته مو د ضرر رسولو چانس زیاتیږي. شاعر څه ښه ویلي دي:

دا ژوند خو زموږ کم د محبت لپاره هم دی     -----    حیران یم چې نفرت ته وزګاریږي خلک څنګه

- ګټه او تاوان
بېرته شاته