(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د فرایډد وېرې

[21.Sep.2023 - 20:02]

ددې لپاره چې د فرایډ(Freud) د وېرې  په نظریه ښه پوه شو، نو د هغه د هڅو (Triebe) او ساایز ماشین (Psychische Apparat) ښودنې ته ځغلنده کتنه پکار ده.

د فرایډ د هڅو ګڼنه ( فرضیه ) : فرایډ (Freud) په لومړی سر کې غوښتل چې هڅې  (Triebe) په دوو ډلو وویشي.

۱ ) د مینې ( جنسي) هڅه چې د بهر خواته زور کوی.

۲ ) ځان خوښوونکې ( خود پرسته/ ځانپرسته ) هڅه چې د ځان د ژغورنې دنده پغاره لري.

خو ورسته بیا ورته د ژورې څېړنې په لړ کې جوته شوه چې " ځان خوښوونکي" هڅه د مینې د هڅې سره هیڅ توپیر نلري او ځان خوښوونکي هڅه د مینې د هڅې یوه بڼه ده.

لدې کبله فرایډ (Freud) د ځان خوښوونکي او د مینې د هڅو نظریه پریښودله او ددې پر ځای ئې د دوه متضادو میراثي هڅو چې مینه او تیری دی، ګڼنه (فرضیه ) وکړه.

د هیرنګ (Heringe) نظریه د ده دغه ګڼنه تا ئیدوي چې، وائي: په ژوندۍ ماده کې  دوه متضاده کښښونه شته دی،  چې یو ئې جوړونکی او بل ئې ورانوونکی دی.

فرایډ ( Freud ) پخپله داسی دلیل راوړی, چې د ژوند منځ ته راتګ د ژوند د دوام او مرګ ته د نژدیوالي مانا لري

مرګ د ژوند موخه (هدف) دی او ژوند خپله د دوی په منځ کې روغه جوړه ده.

ساایز جوړښت : فرایډ (Freud) سایز جوړښت د یوه ماشین په شان تصور کوي، چې د ډیرو پرزو څخه جوړ شوی وي او یو ټاکلی ځای نیسي .

دده په ګروه/عقیده ساوالې ( روحي/ رواني ) پیښې  یوازې په هوښ ( شعور ) کې پرتې ندي، ځکه چې په هوښ کې پرتو پیښو د څرګندونې او روښانولو  لپاره نور مواد  پکار دي،  کوم چې د هوښ څخه بهر دي.

سربیره پردې  تجزیوي ازمیښتونه ښايي چې یوه برخه د ساوالو ( نفسی ) پیښو داسې پټ خوي لري چې په هوښ کې د ښکاره پرتو پېښو د خوي سره سمون نه خوري لکه د ځان پخپله مرګ.

فرایډ (Freud) د هوښ د لاندی د ساوالو پیښو یو څرنګوالی  (خاصیت  یا کیفیت ) پوهیږی. دا خبره سړی په یوې بېلګې  سره جوتولی شي.

که چیرته مونږ یو ساایز شی لکه یو خیال یا د چا نوم په یاد  کې ونیسو نو دغه خیال یا نوم تل زمونږ په یاد کې نه پاتې کیږي او  وروسته د یو څه وخت څخه زمونږد یاده  وزي او هیرېږي. کیدای شي، چې دغه خیال یا نوم د ځینو شرطونو د لاندې بیرته زمونږ یاد شي​, نو دلته دا پوښتنه پیداکیږي، چې دا خیال یا نوم پدې منځ کې چیرته و  او څه پرې شوي وو او څه بڼه ئې لرله.

ددې پوښتنی په ځواب کې ویلی شو چې مونږ نه پوهیږو چې دا خیال یا نوم پدې منځ کې څه شوی وو  او څرنګه بڼه ئې لرله خو دومره ویلی شو چې زمونږ  د یاده وتلی  و او چیرته پټ و.

په مسلکی ژبه کې ویلی شو، چې دغه خیال یا نوم زمونږ د هوښ (شعور ) څخه وتلی و او د هوښ بهر ( غیر شعور کې ) پروت و.

ددې  واقعیت له مخې فرایډ (Freud) ساایزی پېښې او شیان په دوو ډلو د هوښ دننه ( شعور ) او د هوښ بهر ( غیری شعور) وویشلې.

ټولې هغه ساایزې پېښې او شیان چې سمدستي مونږ ته په یاد دي د هوښ دننه او کومې چې مو سمدستي په یاد ندي د هوښ بهر وګڼلې.

خو بیا وروسته ده د خپلو څیړنو په لړ کې د هوښ بهر دوه ډوله  ساوالې پېښې او شیان پیدا کړه

یو ډول هغه ساوالې پېښې او شیان و ، چې د هوښ په درشل کې ولاړ و  او ډیر وړاندې تللي نه وو او سړی یې په لږه پاملرنه سره هوښ ته راوستلی شيلدی کبله دغه پېښې او شیان د هوښ د درشل (vorbewußt) ساایزې پېښې شیان  وبللې.

او خپله د هوښ بهر (unbewußt) استلا ئې د هغه ساایزو پېښو او شیانو لپاره وساتله چې د هوښ بهر دومره لیرې تللې وو چې هوښ  ته بیرته راتګ ئې ډیر په سختۍ سره امکان لرلو .  

پدې ډول سره ساوالې پېښې او شیان په دری لاندی ډولونو وویشلې.

۱ ) د هوښ (bewußt) ساوالې پېښې او شیان.

۲ ) د هوښ د درشل (vorbewußt) ساوالې پېښې او شیان.

۳د هوښ بهر (unbewußt) ساوالې پېښې او شیان

ددی مالوماتو له مخې فرایډ (Freud) د هوښ دننه او د هوښ د درشل ساوالې  پېښې د یوه خیل او د هوښ بهر ساایزی پېښې د بل خیل وګڼلې او دا ځکه چې د هوښ د درشل پېښې هر  وخت د هوښ دننه ته راتلای شي،  کله چې ورته لږه پاملرنه او غږ وشي، خو د هوښ بهر ساایزی پېښې په لږه پاملرنه سره نه، بلکی د ټاکلو شرطونو د پوره کولو څخه وروسته په ډیره سختۍ سره راتلی شي،  خو دا هم نیغ په نیغه نه، بلکې مجبورې  دي،  چې لومړی د هوښ درشل ته او بیا د هوښ دننه  یا هوښ ته راشي ( ۱۳ ).

 

فرایډ (Freud) سریبره پردی دری ډوله ساوالو پېښو او شیانو دری ډوله نور ساایز لړونه مونده کړه, چې د پورتنیو ساایزو پېښو او شیانو سره ئې د جوړښت له پلوه توپیر لرلو او په خپلو منځو کې اړیکې لرلې.

لومړنی یا مشر ددغه لړونو فرایډ (Freud) « دا»  (Es)  په کوم کې چې د ځیږیدو په وخت کې ټولې میراثي ساوالې پېښې راټولې شوي وي، چې بیا وروسته په شپږمه یا اتمه میاشت کې د چاپیریال د اغیزې د لاندې  د « دا » یوه برخه زیاته وده کوي او په پرله پسې توګه د « دا » څخه رابیلیږي او ځانته بڼه نیسي. د « دا » دې رابیلې شوې برخې ته فرایډ (Freud)  « زه » (Ich) وویل.

« زه » په عضلو حسي اعصابو په یاد راوړلو او په ادراک حاکمیت لري،  چې پدې توګه سره د بهرنی چاپیریال په هکله مالومات راټولوي او په پایې کې ددې توان پیدا کوي چې « دا » او بهرنی چاپیریال شیان او اغیزې سره توپیر کړي او د « دا » او بهرني چاپیریال په منځ کې د یوه منځګړي په توګه دنده تر سره کوي.

خو څنګه چې ماشوم په کوچنیوالي کې د خپل مور او پلار او ښوونکو د لاس لاندې وي نو دده په  « زه » کې یو بل شی یا لړ چې مور او پلار او ښوونکود هیلو نمایندګي کوي، وده کويدغه شی یا لړ  فرایډ  ( Freud ) « اخلاقي زه » (Überich)  یا « وجدان » ونوما وه.

« اخلاقي  زه » یا وجدان د ځیږیدو څخه پنځه یا شپږ کاله  وروسته کله چې " زه" د اودیپوس په احساس (Odipuskomplex) یا دوه اړخیزه احساس په حل بریالی شوي وي په وده پیل کوي.

 

د اودیپوس احساس (Odipuskomplex):

وائی چې په لرغوني یونان کې یو باچا ته طالع ګرو (نجومیانو) وویل، چې ستا به یو ځوی وشي او نوم به ئې اودیپوس (Odipus) وی

که چیرته هغه مړ نه کړې، نو تا به مړ کړي او ښځه به دې په نکاح کړي.

 ویل کیږي، چې ددغه باچا ځوی وشو خوڅنګه چې اولاد خوږ دی مړ ئې نه کړ او  په وړوکوالي کې یې  چیرته په بیدیا کې پریښود

دغه ماشوم  کوم چا مونده کړ او نوم ئې پرې اودیپوس (Odipus) کیښود

کله چې دغه هلک لوي شو، نو د یوه بل باچا په لښکر کې چې دده د پلار سره ئې ورانه وه افسر شو او په نا خبرۍ کې یې خپل پلار مړ کړ اوخپله مور ئې په نکاح کړه

خو کله چې اودېپوس خبر شو، چې خپل پلار ئې مړ کړی او خپله مور ئې په نکاح کړېده، نو ځان ئې ړوند کړ.

څرنګه چې دغه کیسه د فرایډ  (Freud) په وخت کې په یورپ کې ډیره مشهوره وه نو هغه هم پخپلو څیړنو کې د اودیپوس (Odipus) نوم ته ځای ورکړ او پورتنۍ دوه اړخیزه احساس ئې د اودپوس احساس (Odipuskomplex) ونوماوهمونږ هم دغه استلا راونیوله.

د اویپوس احساس د مور د سینې د خوږو شیدو ( پیوڅخه سرچینه اخلي . دا چې د کوچنی ماشوم د لوږې اړتیا د مور پخپلو خوږو شیدو سره پوره کوي،  نو دا ماشوم هم د خپلې  مور سره مینه وي او ورته ګرانه وي

په نورو تورو سره د انسان لومړنۍ مینه د مور سره مینه ده.

د مور سره مینه د فرایډ (Freud) په ژبه د پلار سره تقلید او ورته والي مانا لري.

د مور سره مینه یانې د پلار تقلید تر هغې  پر وړاندي ځي،  تر څو چې ماشوم ځوی پدې پوه شي،  چې دا د پلار سره سیالي ده، ځکه چې پلار هم دده د مور یانې خپلې میرمنې سره مینه لري او ورته ګرانه وي.

ددی ګړۍ څخه وروسته د ځوی دریز د پلار په مقابل  کې دوه اړخیز  ويئې پلار پدې بدي شي،  چې د مور په مینه کې دده سیال (رقیب) دی او  دده نه مور اخلي. لدې کبله دی له یوې خوا غواړي یا ددې هیله لري،  چې پلار د منځه یوسي او دده ځای د مور سره ونیسي او له بلې خوا غواړي چې پلار ته ګران وي

د پېښو (تقلید) د لاندې سړی په ټولېز (عمومي) ډول « یو داسې کړنه (عمل) پوهیږي په کوم کې چې سړی په یوه یا ډیرو کړو وړو, سولکونو یا فکرو کې د څه شي په ډول یا د چا په شان شي» ( ۱۴ ).

د تقلید پوله یوازې په وړوکتوب تنګه پاتې نده، بلکې په ټول عمر کې سړی تقلید کوي. ډیر وخت سړی د هغه شیانو یا خلکو تقلید کوي، کوم چې سړي ته په زړه پوري وي.

کله نا کله سړی د تیري کوونکي او دښمن تقلید هم کوی « پدی حالت کې سړی کم نا کمه پدې خوښ وي، چې په خیال او تصور کې د دښمن په زور او شهرت کې چې دده په فکر ئې لري برخه واخلي » ( ۱۵ ).

او یا پدې حالت کې تقلید د دښمن څخه د ډار له کبله وي.

د ماشومې لور د "اودیپوس احساس" یا "دوه اړخیزه احساس" د ماشوم ځوي د اودیپوس احساس ته ورته دی. خو ماشومه لور لومړی غواړي چې د مور سره د پلار رول ولوبوي، خو ژر ورته دا پته لګیږي، چې هلک نه دی او د پلار په شان نه شي کیدلی، نو ورته د نیمګړتیا او کمزورۍ احساس پیدا کیږي او په ډیره غصه او قار سره پدې پیل کوي، چې د مور په شان شي او په ډیر زړه نا زړه غواړي، چې پلار ته ګرانه شي. ددیې لپاره چې ماشوم ځوی د اودیپوس احساس په سمه توګه حل کړي،  نو پکار ده چې د پلار تقلید مخ په وړاندې بوزي او د مور د مینې پر ځای په نورو نجونو او ښځو خپل تفاق مات او د مینې تنده سړه کړي.

ماشومې لور ته پکار ده،  چې د مور تقلید مخ په وړاندې بوزي او د پلار په ځای د نورو نرانو سره مینه پیدا کړي

لنډه دا چې د پلار تقلید ځوی ته د نرتوب او د مورتقلید لور ته د ښځیوتوب خوی وربخښي. دا ډول تقلید عادي اومقابل ( برخلاف ) ئې غیري عادي دی.

کله چې یو ماشوم ځوی غیري عادي تقلید کړی وي،  یانې د پلار د تقلید په ځای د مور تقلید کړی وي، نو بیا احتمال ئې  د ښځوني توب او حتی د مفعولیت شته دی. نو لدې کبله بایده دي،  چې پلرونه خپل زیات وخت د ځامنو او میندې خپل زیات وخت د لوڼو روزنې ته ورکړي. کله چې ماشومان د "اودیپوس احساس" له منځه یوسي،  نو "اخلاقی  زه " یا وجدان منځ ته راځي، نو ځکه فرایډ (Freud) وائي،  چې اخلاقي  " زه " د اودیپوس د احساس میراث دی،  چې جرړې یې  په « دا » کې پرتې دي.

د پورتنۍ راسپړنې  (تحلیل) څخه دا پایله  لاس ته راځي،  چې « زه » (Ich) او « اخلاقی زه » (über ich) یا وجدان په لومړی سر کې د « دا » (Es) برخې وي. دلته پکار ده، چې دا هیره نه شي، چې د « زه » د ودې او ددندې دا جرا  کولو لپاره انرژی د « دا » څخه راځي

دغه انرژي بې پلوه ده یانې نه د مینې او نه د تیري خوی لري. لدې کبله ویلی شو، چې هر څومره چې « زه » زیاته وده وکړي او ډیرکار سرته ورسوي،  همدغومره د « دا » انرژي کمیږي، ځکه چې « زه » د « دا » په اوږو وده او کار کوي

« زه » د « دا » د غلام او برخی په توګه پرله پسی وده کوی او بیا د « دا » په مخه کې ودریدلی شي.

که ځیر شو نو د « زه » دنده ډیره سخته ده ځکه چې « زه » هغه وخت یو کار سم سرته رسولی شی کله چې د « دا » د « اخلاقی زه » یا وجدان او چاپیریال غوښتنې او اختلافونه یو د بل سره پخلا کولی شي» ( ۱۶ ).

د چاپیریال او « دا » د غوښتنو د تضاد په حالت کې « زه » مجبور دی، چې ددې پریکړه وکړی چې د « دا » غوښتنې ته د پوره کیدو اجازه ورکړي او که یو بل مناسب وخت ته ئې وځنډوي.

که چیرته « اخلاقي زه » یا وجدان هم د « زه » سره اختلاف ولري نو بیا « زه »  دې ته اړدی، چې یو بل قوت هم په سترګو کې ونیسي.

سرچېنه: وېره د ساپوهنې په رڼا کښې

لیکوال: ډاکتر کبیر ستوری

- نظریه
بېرته شاته