(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د هوښیارتېا

[21.Sep.2023 - 20:18]

د هوښیارتیا جوړښت (Intelligenzstruktur) 

 

د هوښیارتیا د جوړښت په هکله هم بېلابېلې (مختلفې) نظريې/ اندونه شته دې چې دلته ئې ځیني په لنډ ډول انځوریږي .

د شپیرمان  (Spearman) نظریه :

شپیرمان  ( Spearman ) وايې چې د هوښیارتیا چارې دوه توانونه په ګډه سمبالوي چې یو يې غونډ ( عمومي ) توان دې چې په هر چار کې پکاریږي او بل ئې نومیرلې/ ځانګړی  ( خاص ) توان دې چې په نومیرلي/ځانګړې  ( خاصه ) چاره کې رول لوبوي ( ۶ ) .

د ترسټن (Thursten) نظریه :

ترسټن   (Thursten)  وايې چې د هوښیارتیا غونډ ( عمومي ) توان  نه شته دیبلکې زیات شمیر توانونه شته دی چې بېلابېلې (مختلفې) چارې سرته رسوي

په هره چاره کې یو شمیر ددې توانونو اغیزه ( تاثیر ) لري او داسې چار هم پیداکیږي چې یوازې یو توان ئې سرته رسولې شي .

 ترسټن  (Thursten)  یو دبل په خوا کې د نهو ( ۹ ) توانونو څخه خبرې کوي چې یوازې د شپږو ( ۶ ) ئې پیژند ( تعریف ) شویدې او هغه د ژبنیز پوهاوي ، د روانې ګړیدنې ، د ځاې د پیژندلو ، د شمیرنې ، د یادښت او د سوچ ( فکر ، اند ) توان دی.

 

د انګلیسي ښوونځي نظریه: برت ( Burt ) او  ورنن (Vernon ) د انګلیسي ښوونځي نماینده ګان ګڼل کيږي . دوې د شپیرمان  (Spearman ) نظریه د غټو او کوچنیو ډله ایزو توانونو د یو ځاې کولو پواسطه بشپړه کړه . د دې نظریه ئې له مخې د هوښیارتیا په چارو کې د غونډ (عمومي ) او نومیرلي (خاص) توان سربیره غټ او کوچني ډله ایز  توانونه هم پکاریږي .

د مایلي (Meili) نظریهد مایلي د هوښیارتیا د جوړښت نظریه د انځورونو ( شکلونو ) په ساپوهنه  (Gestaltpsychologie) ولاړه ده

دی د هوښیارتیا د توانو داسې پیژند کوي چې د سوچ د انځورې ساپوهنې د نظريې سره سمون خوري او لاندې توانونه راپه ګوته کوي  .

۱ ) د پیچلو چاروو د سرته رسولو توان :

دلته مطلب ټول معنوي ځواک دې چې غونډ په کار وړل کیږي

مایلي  (Meili)  وايې چې د توکمونو ( عناصرو ) شمېر او پراخوالې مهم نه دې  بلکې دا ارزښت لري چې څه ډول ګډه اغیزه کوي

د بیلګې په توګه یو پنځه کلن ماشوم یو شمېر سپک او درانه جسمونه بیلولې شي خو دائې له وسه پوره نه ده چې همدغه جسمونه د وزن له مخې په یوقطار کې کيږ دي .

۲ ) د نرمښت توان  : د نرمښت توان  مایلي (Meili)  د یوه جوړښت په بل جوړښت د بدلیدلو قابلیت او ځواک ته وايي .

۳ ) دراغونډولو توان  : مایلي (Meili)د بېلو بېلو شېانو د راغونډولو او د هغو څخه د سمت ( ټول ) جوړولو ځواک ته د راغونډولو توان وايې . د پخوانیو معلومو او نوو پېښو او واقیعتونو یو ځاې کونه ددې ځواک بیلګه ده .

۴ ) د اوختلو توان : دا هغه توان دې چې سړی د سوچ د یوه متن څخه بل متن ته په اسانۍ ورننوزي . مایلي  (Meili)  وائې چې دا توانونه د هوښیارتیا د هر چار لپاره ۍ شرط دې ټول ئې یو د بل څخه په ناپیلې توګه تغیر خوړلې شي خو یو د بل پورې په دننه کې تړلي  دي چې د هوښیارتیا په هر چار او یا کار کې برخه لري خو یو زیات ، بل کم ( ۶ ) .

د ګیل فورد (Guilford) د هوښیارتیا نظریه :

ګیل فورد (Guilford) د هوښیارتیا جوړښت په یوه سم اندې ( منطقي ) موډل (Modelle) کې په درې برخو ویشلې دي .

 

د سوچ یا اند فعالیت :

د سوچ متن :

د سوچ پیداوار ( تولید ) :

د سوچ  ( اند ) فعالیت په پنځو ډولونو ، د سوچ متن په څلورو ډولونو ، او د سوچ پیداوار ئې په شپږو ډولونو ویشلې دېسوچ یو ټاکلی فعالیت په ټاکلي متن سره ټاکلې پیداوار منځ ته را وړي .

پدې توګه سره د هوښیارتیا  یو سلو شل ) ۱۲۰ ) توانونه جوړیږي چې تر اوسه پورې ئې پیځو س  ( ۵۰ ) را په ګوته شوي دي  ( ۷ ). چې دلته ئې مونږ د انځورولو څخه تیریږو او دې خبرې ته راځو چې د هوښیارتیا د اندازې د پرتلې د  پاره د هوښیارتیا جوړښتې ورته والې شرط دی . « کله چې دا شرط پوره نه شي او یا په لږه اندازه سره پوره شي نو هوښیارتیا د اندازې د پرتلې هره هڅه د عتباره لوئیږي ځکه چې  لاس ته راغلې نتیچې مختلفې مانا وې لري او پدې توګه د هوښیارتیا یو د بل سره نه پرتله کیدونکي برخې راښائې » ( ۸ ) . په یو شمیر څیړنو کې جوته شوې ده چې « د افریقايې تور پوستکو د هوښیارتیا جوړښت د سپین پوستکو څخه توپیر لري » ( ۸ )

سرچېنه: د هوښېارتیا تله

لیکوال :Dr.Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری .

http://kabirstori.com/hfiles/books/DaHokhyartiatala.pdf

- جوړښت
بېرته شاته