(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په افضل خان لالا باندې په قاتلانه حملې خواښينی ( انور شاهين خانخېل)

[22.Sep.2007 - 18:58] د پښتنو په يو قامی مشر او د لر او بر پښتنو د يو ځای کېدو (پښتون ملی وحدت ) د نظريې داعی افضل خان لالا باندې قاتلانه حمله يوه ډېره د خواښنۍ او اندېښنې او فکر خبره ده.او له دې حملې نه دا خبره نوره هم په ډاګه کيږی چې نن سبا چې په پاسه او کوزه پښتونخوا کښې په مختلفو نومونو او مختلفو بانو د پښتنو کوم قتل عام روان دی دا د پښتنو په خلاف يو منظم سازش او دسيسه ده او د يو کوټلی پروګرام د لاندې په لر او بر کښې دا دهشت ګردانه اقدامات تر سره کيږی او دغو دهشت ګردو او اورپکو ته په کامله توګه د ځينو استکباری قوتونو ملاتړ حاصل دی چې نه غواړی د لر او بر پښتانۀ يو شی او له پښتنو نه يو خپلواکه او ازاد قوت جوړ شی. همدا وجه ده چې نن يې د دغې نظريې په يو ستر مشر باندې هم قاتلانه حمله وکړه. نو له دې امله اوس وخت رارسېدلی دی چې پښتانۀ که په لر کښې دی او که په بر کښې دی په خپلو کښې سره د وحدت، يووالی او ورورولۍ لاسونه ورکړی يو موټی شی او خپل دغه دښمنان که هغه د يو استکباری قوت په شکل کښې دی د يو حکومت او ځواک په شکل کې دی او که د يو مذهب په څادر کښې پټ دی وپېژنی. او په يو اتحاد سره د دغه دښمن په وړاندې مقاومت وکړی.
انور شاهين خانخېل پېښور ( کوزه پښتونخوا)
Anwar Shaheen Pekhawar Pakhtoonkhwa - نور شاهين خانخېل
بېرته شاته