(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د غبرګو لارو سفر

[23.Sep.2023 - 14:48]

د غبرگو لارو سفر

لیک:ډاکتر احسان الله درمل

د زېږېدو په مهال ماشوم شاوخوا درې نیم څلور کیلو گرامه وزن، شاوخوا نیم متر قد او یوازې دومره غریزي پوهه لري چې د مور تی رودلای شي. څلوېښت کاله وروسته یې ممکن وزن اتیا یا سل کیلوگرامو ته ورسېږي، قد یې ممکن تر دوو مترو لوړ شي او شعور یې ښایي تر دې حده لوړ شي، چې ملتونه رهبري کړای شي او یا په فضایي بېړۍ کې سپوږمۍ ته وخېږي. که د زوکړې ورځ د یوه ماشوم د فزیکي او شعوري پارامټرونو بنسټیز او صفري ټکی او څلوېښت کلني د دې پارامټرونو اعظمي یا لوړه نقطه فرض کړو، نو د څلورو لسیزو په موده کې هغه کوم عوامل دي، چې دغه پارمټرونه د نمو (Growth) او ودې (Development) د غره له لمنې څخه د دې غره څوکې ته رسوي؟ 

 

ښه ده چې په همدې لومړیو کې یې سپینه کړو، چې ماشوم تر زېږون وروسته په هممهاله او موازي ډول په دوو لارو د فزیکي او شعوري اوج د غره څوکې ته سفر پیلوي. د مثبت فزیکي تغییر سفر ته یې نمو (Growth) وایي او د مثبت شعوري بدلون سفر ته یې وده (Development) وایي. د ماشومانو متخصص ډاکټران د ماشومانو د عمر په مختلفو مرحلو کې د نمو او ودې د ارزونې لپاره مختلف فزیکي معاینات کوي. د دې معایناتو په مرسته ډاکټران معلوموي، چې د ماشوم نمو او وده دواړه د هغه له عمر سره سم روان دي او که نه. که په دې دوو کې یو یا دواړه یې د عمر په نسبت کم یا ټکني وي، نو عوامل یې پلټي او تداوي کوي یې. مثلاً که په لس کلنۍ کې د ماشوم وزن او قد د هغه د عمر په پرتله کم وي، نو هغه ټول عوامل باید وپلټل شي، چې د دې ټکنیتوب سبب شوي دي او همدارنگه که په دوولس کلنۍ کې د یوه ماشوم ذهني وده یا شعوري حالت د یوه شپږکلن ماشوم په اندازه وي، نو ممکن ماشوم په ذهني ټکنیتوب یا ذهني وروسته پاتې والي (Mental retardation) اخته وي، چې گڼ عوامل لرلای شي. ځکه خو په ټولو پرمختللیو هېوادونو کې په هرو څو کلونو کې د ماشومانو د نمو او ودې دغه سفر د هغوی له عمر سره مقایسه کېږي او د تداوۍ وړ عوامل یې تداوي کېږي

 

ښه اوس به د دې مضاعف سفر په څوریو خبره وکړو. د فزیکي نمو د بریالي سفر لپاره ماشوم روغتیایي خوړو او په طبي ژبه غذایي ارزښت لرونکیو خوړو ته اړتیا لري. په لومړیو څلورو یا شپږو میاشتو کې د مور شېدې مکمل خواړه دي او ماشوم نورو خوړو ته اړتیا نه لري، خو تر هغې وروسته باید ورسره متممه خواړه هم یو ځای شي. پروټین، شحمیات او کاربوهایډرېټونه د تغذیې د نغري درې مهمې پښې دي، چې که یو یا ټول یې کم شي نو ماشوم په خوارځواکۍ اخته کېږي او فزیکي نمو یې ټکنۍ کېږي. که لنډه یې ووایو، هغه محرک چې یو ماشوم له درې څلور کیلوگرامه وزن او نیم متر قد څخه لسگونه کیلوگرامه وزن او شاوخوا دوه متره قد ته رسوي غذایي ارزښت لرونکي خواړه دي. یعنې د ماشوم د فزیکي نمو د سفر څوری سم خواړه دي. که خواړه سم وي، د ماشوم نمو به له عمر سره سمه روانه وي او که خواړه یې ناقص او یا له غذایي ارزښته بې برخې وي، نو د ماشوم فزیکي نمو به د هغه له عمره شاته وي. خوارځواکي همدا ده چې د ماشوم فزیکي وده له عمره شاته پاته شي، چې ماشومان مرگونو ناروغیو او آن د مرگ کومي ته ور سېخوي. که تاسې د دوو همځولو ماشومانو په فزیکي نمو کې تغییر محسوسوئ، د دې تغییر تر شا په جنیټیکي عواملو سربېره د دې دوو ماشومانو غذایي حالتونه هم بې ونډې نه دي. د خپرو شویو څېړنو له مخې په نړۍ کې د لویانو په شمول شاوخوا دوه میلیارده ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي، چې ډېره سلنه یې زموږ غوندې په غریبو هېوادونو کې اوسي. د هېوادونو د نفوسو دغه قشر، چې عمر یې تر فزیکي حالت وړاندې تېر وي، بالاخره په ټولنو کې د لویو ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي ستونزو سبب کېږي، چې د ټولنو راتلونکی بحراني کولای شي

 

که فزیکي نمو له عمره وروسته پاتې شي یوه ستونزه ده خو که ذهني وده او شعور د عمر په پرتله ورو او ټکنی وي بل جنجال دی. ذهني وده د ماشوم د غبرگ سفر دوهم هغه دی، چې خپل څوری لري او د ارزیابۍ لپاره یې هم بېل میتود کارېږي. لکه د فزیکي نمو لپاره چې تر څو میاشتو پورې د مور شېدې کفایت کوي، همداسې د ماشوم د ذهني ودې لومړي پړاوونه هم په کورنۍ کې تکمیلېږي. تر شپږکلنۍ وروسته ماشومان ښوونځي ته ځي، بیا پوهنتون ته ځي، ټولنې ته ور وځي، مطالعه او مشاهده کوي او بالاخره له بېلابېلو منابعو څخه د ذهني ودې لپاره خواړه را ټولوي او یو وخت د غره څوکې ته ور نږدې کېږي. ټول پوهېږو، چې خوراک یوازې په یو څه شخوند وهل او خوند اخیستل نه دي. خواړه هله خواړه دي او د ماشوم د فزیکي نمو سبب کېدای شي چې غذایي ارزښت ولري. له پروټینو، شحمیاتو، کاربوهایډرېټو او نورو غذایي توکو خالي خواړه که ډېر هم وخوړل شي، د ماشوم له فزیکي نمو سره مرسته نه کوي. په همدې ترتیب که ټول هغه فاکټونه چې ماشوم یې د مور له غېږې څخه نېولې بیا تر ښوونځي، پوهنتون، ټولنې او نورو منابعو پورې زده کوي، په مجموعي ډول متن (Text) وبولو، نو دغه متن د ذهن خواړه دي. اوس نو که دغه مجموعي متن یا خواړه له غذایي ارزښته برخمن وي، د ماشوم ذهني وده به هم د هغه له عمر سره سمه روانه وي، گنې ممکنه ده چې په ذهني خوارځواکۍ او یا د ډاکټرانو په ژبه (mental retardation) اخته شي

 

په افغاني ټولنه کې چې څوک له کوم مشر کس څخه داسې خبره واوري، چې د لوړ عمر تقاضا نه وي، نو وایي چې دا څه د ماشومانو خبرې کوې/کوي. فزیکي نمو د وزن، قد، د مټ د محیط او گڼو نورو پارامیټرونو په مرسته ارزیابي کېږي، خو د ذهني ودې د ارزیابۍ لپاره له ماشوم څخه د بېلابېلو پدېدو او موضوعاتو په اړه پوښتنې کېږي. بیا د دې پدېدو او موضوعاتو په اړه د ماشوم غبرگون، منطق او دریځ کتل کېږي. که دغه غبرگونونه، منطق او دریځ د هغه له عمر سره سم وي، نو ذهني وده یې سمه ده او که مثلاً د دیارلس کلن ماشوم خبرې، منطق، غبرگونونه او دریځونه د پنځه کلن ماشوم په اندازه وي، نو ښکاره خبره ده چې ذهني وده یې ټکنۍ ده. څرنگه چې د انسان دورني نړۍ (مغز/ذهن) ته همدا د خبرو او غبرگونونو دریڅې ور ماتې دي، ځکه نو د خبرو او غبرگونونو په مهال آن عام خلک هم د متکلیمینو تشخیص کولای شي، چې شعور یې د عمر په اندازه دی او که د عمر له قافلې د پلونو غوندې شاته پاته شوی دی. البته ځینې وخت داسې فوق العاده خلک هم پیدا کېږي، چې ذهني وده یې تر عمر ډېره چټکه وي. زموږ خلک په دې حالت کې وایي چې پلانی له خپل عمره مشر دی او یا له ځانه مشرې خبرې کوي. نوابغ او بشري استثناوې همداسې خلک وي چې په ذهني لحاظ تر خپل عمر لسگونه، آن کله کله سلگونه کاله مشران وي.

خبره مو د ذهني خوړو یا متن کوله. و مو ویل چې د مور و پلار له نصیحته نېولې بیا د پوهې تر اعلی ترینې منبع پورې چې هر څه دي، د اسانۍ لپاره متن ورته وایو. لکه څنگه چې هر ژوول کېدونکی شی په خوړو کې نه راځي، همدارنگه هر متن ممکن دا قوت او ارزښت و نه لري، چې ماشوم په ذهني ډول وروزي او شعور یې لوړ کړي. د مور و پلار ټولې خبرې سمې وي؟ د ښوونځي په کتابونو کې ستونزې نشته؟ د پوهنتون کتابونه واقعاً فکر او شعور متحرک کوي؟ ټولنه او فرهنگ رښتیا بنیادم ته سمه لار ورښیي او که کله کله کږې هم د سمو په نامه تېروي؟ په کتابخانو کې خرڅېدونکي، په ښایسته صحافت چاپ شوي او په زړه پورې نېول کېدونکي کتابونه ټول سم دي؟ او لسگونه نورې پوښتنې داسې دي، چې باید وشي او بحثونه ترې جوړ شي

 

مخکې مو وویل چې که په دوو همځولو ماشومانو کې د یوه فزیکي حالت تر بل ټکنی وي، نو د دې تغییر تر شا په جنیټیکي عواملو سربېره تغذیوي توپیرونه هم کارفرما دي. همدا ډول که د دوو همځولو کسانو شعوري او ذهني حالتونه توپیر لري، نو ډېر امکان دې ولري چې د دوی مغز او ذهن دوه بېلابېلو متونو ته مخ وي. هغه چې ذهن او شعور یې له عمر سره سم یا وړاندې روان دی، په یوه داسې متن پېښ شوی دی، چې د هغه بل لاس نه ور رسي. هوبهو هغسې لکه د یوې مرفه کورنۍ ماشوم چې د یوې بېوزلې کورنۍ د ماشوم په پرتله ښه خواړه خوري. که استثناوې یوې خوا ته کړو، نو لکه څرنگه چې په غریبو هېوادونو کې د فزیکي خوارځواکۍ کچه په بوږنوونکي ډول لوړه وي، تاریخي او ټولنپوهنیز شواهد راته وایي، چې ذهني خوارځواکي هم په بېوزلو ټولنو کې ډېره وي. دلایل یې د دې مقالې له حوصلې وتي دي (یه کهانی پهر سهی)، خو که اشاره رښتیا کفایت کا، نو له بېلگې به مرسته وغواړو.

 

یو پنځه کلن ماشوم د ډوډۍ مېز ته کښېنوئ. په څو قابونو کې غذایي ارزښت لرونکي خواړه ورته کښېږدئ او په یوه رنگین قاب کې څو رنگه پاپړ، ژاولې او په ذایقو او رنگونو لړلي جوسونه. تجربه څه درته وایي، ماشوم به کوم قاب ته لاس ور وغځوي؟ متون هوبهو همدغسې دي. هغه چې اوهام دي، خرافات دي، دروغ دي او ذهن په خوارځواکۍ اخته کوي، خواږه دي، رنگین دي او د خوړلو په وخت کې خوندور خرپ هم کوي (گازرې په خوراک دې نه یم، په خرپ دې یم). خو هغه چې له واقعیت سره مو مخامخوي او ذهن له خوارځواکۍ خلاصوي، د غذایي گولیو غوندې ترخه، بې خونده او بې رنگه دي. البته دغه تریخوالی، بې خوندي او بېرنگي هم زموږ د خوارځواکي ذهن قضاوت وي، چې ذهن له خوارځواکۍ خلاص شي، د خوند، رنگ او ارزښت تعریفونه هم په اتومات ډول اوړي

 

چې د خوراک بحث دی، نو یوه وروستۍ مسره دې دا وي چې د خوړو په برخه کې موږ په خرپ او خوند پسې ډېر ځو. د خوړو د غایي علت له مخې خواړه باید یوازې خوند نه، بلکې غذایي ارزښت هم ولري. زموږ ذایقې د گمرک د مفسدو مامورینو غوندې دي. دوی له خوړو نه په رشوت کې یوازې خوند اخلي، نور یې که وجود ته زهر ورپرېښول او که خاورې اېرې. هغه ذایقه چې تر شا یې حریص او وږی ذهن ناست وي، په خپل څښتن د هغه سپي کانه کوي، چې لوږه یې سترگې پټې کړي او په ډوډۍ کې ستنې وخوري. هغه ذهن چې د واقعیت له ترخه جامه مخ اړوي او د وهم، عقدې، خرافاتو او خودفریبیو په خوند معتاد وي، په خپل څښتن د هغه احمق پاچا لوبه کوي، چې ټگمارانو ورته نوي کالي گنډلي ول او ده واغوستل. دغه کالي د عریانۍ، بېشرمۍ او لوڅوالي له تارونو غړل شوي ول، چې پاچا، وزیرانو او نورو هوښیارانو (!) نه لېدل، خو په ونو کې ناستو سپین زړو ماشومانو لېدی شوای

 

نور نو:

 

زړه مه خوره له دې غمه چې څه به خورو؟

غم خو شته، که غم تمام شو زړه به خورو

#خوارځواکي

Dr. Ihsanullah Darmal 

- ډاکتر درمل
بېرته شاته