(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عدالت کښې​احتجاج

[21.Oct.2023 - 14:32]

د PTM وکیلې میرمن منیزه کاکړه په عدالت کې احتجاج کړی

راپور : فضل عزیز ډېوه راډیو

19.10.2023د کراچۍ په سټي کورټ کې افغان کډوال ته په ضمانت نه ترلاسه کېدو د کډوالو وکیلې منيزه کاکړې Moniza Kakar په عدالت کې دننه احتجاج پېل کړی دی.

منيزه کاکړې وي او اې ډيوه ته وويل، يو افغان کډوال چې [پي او ار] کارډ لري د پښتورګو په ناروغۍ اخته دی، له خپل زوی سره یو ځای نيول شوی وو او دې یې عدالت ته د ضمانت خواست کړی وو.

هغې زياته کړه، په څلورم اکتوبر یې د افغان کډوال او زوي دپاره عدالت ته خواست کړی چې پي او ار کارډونه لري په ضمانت دې خوشي کړی شي خو وایي‌ عدالت [جوډيشل مجسټرېټ ويسټ 1] ورته وویل چې د دغو کسانو د کارډونو تصدیق به کوي، د هغو تصديق نن راغلو خو جج د هغې د موقف اورېدو بغېر فېصله کړې چې د دوی د کارډونو موده ختم شوې ده.

کاکړې زياته کړه، "د جج فرض جوړېده چې زه به یې اورېدم چې کارډونه ايکسپاير دي نو د دې دپاره کومه قانوني نکته شته که نه؟ بيا زه ورغلم ده [جج] ته مې د هايکورټ د ججمنټ [فېصلې] يو رپوټ ورښکاره کړو چې په هغې کې دا ليکلي دي چې د 20م جون ارډر جج بايد چې ومني".

هغې وويل د حکومت حکمنامې یې عدالت ته ورښکاره کړې چې حکومت ویلي پي او ار کارډ لرونکي دې نه نيسي. "جج راته بيا وويل چې زه یې ګورم او نيم ساعت وروسته د جج پېشکار راغلو چې جج تللی وو، چې دا دې اوس دغه فېصله چېلنج کړي".

منيزه کاکړې وويل، د هغې د موقف اورېدو بغېر جج فېصله اورولې ځکه هغې په عدالت کې دننه احتجاج پېل کړی دی.

قانون پوهه وکيل صلاح الدين ګنډاپور وايي، "د جج يو اړخيزه فېصله د پاکستان د ايين خلاف ده ځکه چې ارټيکل 10-A او 10 وايي چې هر يو سړي ته به موقعه ورکوې چې هغه خپله صفايي پېش کړي نو چې د هغه وکیل ته اجازت نه دی مېلاو شوی نو د دې مطلب دا دی چې د هغه وکيل د صفايۍ موقع نه ده ترلاسه شوې".

نوموړي وويل، د وکيل احتجاج هم قانوني حق دی، د وکيل کار د قانون د عملدارۍ دپاره دی او چې د قانون عزت نه کيږي نو وکيل به احتجاج کوي.

پاکستان کې د افغان کډوالو د پي او ار کارډونو موده په 30م جون سرته رسېدلې خو د سېفران وزارت بيا صوبايي حکومتونو او ادارو ته لارښوونه کړې چې د رجسټرډ افغان کډوالو د راتلونکې په حواله د کومې پرېکړې پورې پي او ار او اې سي سي کارډ لرونکي نه نيسي.

 

 "خو پاکستان کې په ځانګړي ډول د ستمبر په میاشت کې په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو نيولو لړۍ پېل شوې وه.

په نهم ستمبر د سيند صوبې ګورنر کامران ټيسوري مطبوعاتو سره په خبرو کې دعوه کړې وه، "غېر قانونه افغانان د جرمونو او ترهګرۍ غټه وجه ده د هغو پرضد به په زورور قوت سره عمليات په نظر راشي دا خلک به نيول کيږي او بيرته به ليږل کيږي".

له دغې وروسته په 15م ستمبر د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي وو په هېواد کې په غېر قانوني توګه مېشت کډوال به دلته اوسېدو ته نه پرېښودل کیږي او بېرته به خپلو هېوادونو ته شړل کيږي.

او د روانې میاشتې په درېيمه نېټه حکومت اعلان کړی د اکتوبر د 31مې پورې دې ټول غېر قانونه غېر ملکيان په خپله خوښه ووځي کنه د لومړي نومبر نه وروسته به نيول کيږي او په زوره به بيرته ستنول کيږي.

خو کډوال وايي د حکومت د اعلان باجود پي او ار او اې سي سي کارډ لرونکي بيا هم نيول کيږي ځورول کيږي او پوليس ترې پېسې اخلي، خو د کراچۍ پوليس دغه تورونه ردوي

- منیزه کاکړه
بېرته شاته