(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څښتن که میړه

[31.Oct.2023 - 10:59]

میړه که څښتن؟

لیک: ولي الله ملکزی, کلفونیا - امریکا متحده ایالات

 

د پښتنو میرمنو غوڅ اکثریت، خپل میړه او د ژوند شریک ته څښتن او خاوند وايي؛ ولی په عین حال کې الله (ج) ته هم څښتن تعالی او خاوند تعالی وايي! نو آیا ستونزه په دیني تعبیر کې ده، که د اخلاقي ارزښتونو او رسمونو بوج ډیر دروند دی،‌ کنه د لرغوني یوناني کلتور لمن لا هم زموږ په سیمې کې غوړیدلې ده چې میړه به خالق مجازي ګڼل کیده؟

د فارسي ژبې څلور معتبر قاموسونه؛ فرهنګ عمید، فرهنگ ضیاء، فرهنگ معین او د آبادیس لغات نامه ټول لیکي چې خُدا، خداوند او خاوند مترادف الفاظ او مصدر یې یو دی. دا درې واړه مقدس نومونه؛ د مالک، صاحب، د هستۍ واکمن، د نعمتونو واکدار، آفریدگار، ایزد او یزدان په معنا دي چې د خالق تعالی د ذات لپاره استعمالیږي. له اسلام ډیر وړاندې، د ساسانیانو په زړو متونو او اشعارو کې د خاوند او خداوند کلمې د پروردګار او ارباب د مقامونو لپاره کارول شویدي. د څلورمې هجري صدۍ نومیالی شاعر، فردوسي خپله شاهنامه په دې بیت سره پیل کوي

به نام خداوند جان و خرد - کزین برتر اندیشه برنگذرد 

د جاهلیت په مهال د مکې مشرکینو د مَناة، العُزّى، اللَّات او هُبَل په څیر مشهورو بتانو ته د خدایانو په سترګه کتل او د هغو تعظیم به یې کولو. مګر د الله له نوم سره هم پوره بلد او په ځانګړې سپیڅلیتا ورته قایل وو. خو کله چې د هجرت په شپږم کال (۶۲۸م) عبدالله بن حذافة (رض) د رسول علیه السلام لیک د پارس شاهنشاه، خسرو پرویز (کسری) ته وسپارولو، نو د دربار ترجمان د الله نوم د لومړي ځل لپاره په خدای سره وژباړلو. څرنګه چې غزنویانو، صفویانو او بیا مغلو زموږ سیمه د څو پیړیو لپاره د خپل زمبر لاندې ساتلې وه؛ نو دغو سلاطینو به د الله په ځای د خدای، خداوند او خاوند کلمې کارولې. همدا وجه ده چې د هند د لویې وچې، افغانستان، ایران، کردستان او حتی د مرکزي آسیا ولسونه په همدغه خُم کې رنګ شول او د خدای او خاوند کلمې د وګړو په ژبه جاري شوې.

له بله پلوه، زردشتیانو به د آسمانونو، مځکې، مهربانۍ او رڼا د خدای لپاره د اَهورا مَزدا کلمه کاروله. ښايي له همدې امله Atheist یعنې هغه څوک چې په الله باور نه لري، بی‌ خدا او عقیدتمند خلک اَهلُ الله بلل کیږي. د انګریزۍ په معتبرې ډکشنرۍ، اکسفورډ کې میړه په Husband خاوند په Owner او خداوند په Lord سره ترجمه شویدی. د مسیحیت په لومړنیو پیړیو کې، رومي امپراتورانو به خپل رعیت دیته اړویستلو چې دوئ ته د خاوند او ارباب لقب وکاروي. ولی متدینو مسحیانو د واکمنانو هر ډول زور او زیاتي ته غاړه ایښودله خو چمتو نه وو چې له حضرت مسیح پرته بل چا ته خاوند او ارباب ووايي. ځکه دوئ باور درلود چې حضرت مسیح د الوهیت درجه لري (العیاذ بالله) او امپراتوران ولي نعمت دي، مګر د عبادت مستحق نه دي

همدا شان، خاوند، خداوند او بادار ته په عربي ژبې کې رب ویل کیږي؛ د بیلګې په توګه، رَبُ الکَعبة / رَبُ البیت. د یوسف په سورت کې داسې راغلې: (إِنَّهُ رَبِّي أَحْسَنَ مَثْوَايَ - هغه زما بادار دی او زه یې ډیر ښه پاللې او ساتلې یم). په اردو ژبې کې چې د هندویزم د کاسټ (پنځو طبقو) له فرهنک څخه اغیزمنه ژبه ده، د کور خاوند ته مالک او میرمن ته یې مالکنه ویل کیږي. د شریعت له مخې، واده د یو نر او یوې ښځې ترمنځ د خپلمنځي موافقې او ټاکلي ولور/ مهر پربنسټ، د شریک ژوند کولو تړون دی چې په پایله کې جنسي اړیکه مشروعیت مومي، د میراث حق جوتیږي او د اولادونو د روزنې ګډه دنده پیل کیږي

په قران کریم کې د زَوْج او اَزواج کلمه ۷۱ ځلې په بیلا بیلو تعبیرونو سره راغلې ده. دلته (زوج) جوړې، غبرګ او شریک ته ویل کیږي؛ خو هیڅکله د صاحب او مالک په معنا نه ده راغلی. د النساء سورت کې داسې راځي: (وَيَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ - یا آدم ته او میرمن دې په دې جنت کې و اوسئ). د یاسین په سورت کې دا ډول یادونه شوې: (هُمْ وَأَزْوَاجُهُمْ فِي ظِلَالٍ عَلَى الْأَرَائِكِ مُتَّكِئُونَ - دوئ او میرمنې به یې د جنت په سیورو کې په بالښتونو ډډه وهلي ناست وي). نو ښکاري چې قران کریم میرمن ته د ګډ ژوند د ملګرې په توګه ګوري او د ملکیت او جایداد خبره هیڅ مطرح نه ده.

افلاطون وايي: (ښځه داسې مخلوق دی چې نه ورسره ژوند کیږي او نه پرته له هغې ژوند ممکن دی). خو حضرت محمد (ص) فرمايي: (إنما النِّساءُ شقائقُ الرِّجالِ - میرمنې د سړو په څیر دي، د هغو سکنۍ دي، هم پله دي او په احکامو او اصولو کې ورسره برابرې دي). د همدې حدیث د څرګند مفهوم او پیغام له مخې، موږ ټول باید د خپلو زړونو تاخچو او د ذهنونو حجرو ته دا اصل وسپارو چې ښځه د نر په څیر انسان دی، پوره انسان، عاقل انسان او برابر انسان. د تعلیم حق لري، د کار حق لري او د خپل میړه د اتتخاب حق یې محفوظ دی؛ بلکې په ځینو مقامونو کې ښځه له نر څخه لوړ مقام لري او حیثیت یې د دین او قانون په تله کې دروند دی.

پوهیږو؛ دا د اوږدې زمانې څخه د را روان کلتور اغیز دی چې زموږ خویندې، لوڼې او میندې د ژوند خپلو شریکانو ته د ډیر درناوي او مینې له وجې د خاوند او څښتن القاب کاروي. دا هم څرګنده ده چې د دې ډول ذهنیت بدلول که ناشوني نه دي، نو آسان هم نه دي.‌ زه نه باغي یم او نه بل څوک بغاوت ته هڅوم، البته که زموږ لوستې کول د بدلون تکل وکړي؛ نو لیړې نه ده چې د میړه اصطلاح به د څښتن او خاوند په قالب برلاسې شي. ځکه چې تصمیم د بري لومړی شرط دی

Wali Ullah Malakzai

- ولي والله
بېرته شاته