(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تعصب، تبعیض او

[03.Nov.2023 - 07:32]

تعصب، تبعیض او عصبیت

لیک: ډاکتر محمد ابراهېم شینواری

په تېرو ۴۵ کلونو کې جګړو او بهرنیو یرغلونو د نورو زیانونو په څنګ کې د لوستي نسل په منځ کې د تعصب او تبعیض زیاتوالی  رامنځ ته کړ چې پیژندنه، سببونه او د حل لارې یې باید وڅیړل شي.

هیله لرم په دې برخه کې ټول مثبته برخه واخلو چې لومړی یو ازاد او صادقانه بحث او په نتیجه کې د دې منفي پدیدې کمولو او له منځه وړلو زمینه جوړه شي.

 

تعریفونه:

تعصب: په انګریزي کې ورته Prejudice  وایي چې له Prejudgment څخه اخیستل شوی لغت دی. تعصب د تیار جوړ شوي ذهنیت او عقیدې پر بنسټ د ځېنو وګړو او ګروپونو په باب د هغوی د رنګ، ژبې، قوم، هیواد، نژاد، مذهب، جنسیت او ټولنیز ـ اقتصادي حالت له مخې برداشت او سلوک ته ویل کیږي.

 

تبعیض: چې په انګریزي کې ورته Discrimination  وایي، د نورو وګړو او ګروپونو په وړاندې د هغوی د رنګ، ژبې، قوم، هیواد، نژاد،مذهب، جنسیت او ټولنیز-اقتصادي حالت له مخې برخورد او عمل ته ویل کیږي.

 

د تعصب او تبعیض توپیر: دا دواړه یو له بل سره تړلې مفکورې دي، خو په طبیعت او څرګندیدو کې توپیر لري. تعصب نظریه او تبعیض تعصب امیزه کړنه، سلوک او برخورد دی. تبعیض په انساني اړیکو او د خدماتو په برابرولو کې د نابرابرۍ د رامنځ ته کېدو سبب کېږي او بدې ټولنیزې نتیجې رامنځ ته کوي. دا په اصل کې یو روانی یا احساسي غبرګون دی. تبعیض، د تعصبي چلند څرګندول یا عملي کول دي، چې افراد یا ادارې له نورو سره غیر عادلانه، ناسم، ظالمانه یا توپیري چلند کوي. یعنې تبعیض د تعصبي اعمالو، سلوک، چلند، پالیسیو او اجراآتو معنی لري.

 

عصبیت: عصبیت دې ته وایي چې انسانان د پلار له خوا د خپلې انساني بیولوژیکي منشې سره کلکې اړیکي وساتي او دغه اړیکې تر هر څه مهمې وګڼي.

 

خو د ابن خلدون په نظر عصبیت د افرادو او ټولنو د انسجام د قوت او انګیزه لرلو له وړتیاو څخه عبارت دی چې د دغه قوت او وړتیا میزان په تاریخ او تمدن کې د بري او بقا عامل دي. د ابن خلدون له نظره عصبیت ټولنیز تمایل، انګیزه او ژمنتیا ده او داسې پیاوړی ټولنیز انسجام رامنځته کوي چې د تمدن دایجاد او بقا سبب کیږي. ابن خلدون یې د پلرنۍ بیولوژیکي اړیکو پر ځای د ټولنیز پیوند، انسجام او انګیزې د ایجاد په معنی کاروي.

 

د اسلام نظر

 

د اسلام له نظره تعصب او تبعیض مردود دي. د اسلام ستر پیغمبر (صلی الله علیه و سلم) عصبیت ته بلونکي، تعصب کوونکي او په تعصب کې مړه کېدونکي ټول له اسلام بهر ګڼلي او تعصب یې د جاهلیت د زمانې یوه ورسته او بویناکه ټولنیزه ناروغي ګڼلي ده . اسلام ټول انسانان د آدم او حوا اولاد ګڼي، تور ته په سپین، عرب ته په عجم او د دوی پر عکس کوم امتیاز نه مني . امتیاز یوازې هغه چاته دی چې ډیر پرهیز ګار وي. عالمان، خیررسوونکي، او له ښځو سره د ښه چلند لرونکي هم تر نورو ښه ګڼل شوي دي.

 

پخوانی او اوسنی حالت

 

له لرغونو زمانو راهیسې په انساني ټولنو کې په یوه اندازه تعصب او تبعیض وو او اوس هم شته خو اندازه او شدت یې تر پخوا کم شوی دی.

 

لرغونو انسانانو د قوم، جغرافیې او ټولنیز موقف له مخې تعصب کاوه. د رومي، یوناني، ساساني او نورو امپراطوریو په واکمنو او ټولنو کې د نورو په وړاندې شدید تعصب موجود وو، چې د لویو جګړو او تباهیو سبب کېده. زموږ نیکونو هم ځانونو ته نجیب ویل او نورو قومونو ته یې تر ځان په کم نظر کتل. په هندیانو کې کاست یا طبقاتي سیستم موجود وو او تر یوه حده اوس هم شته چې د ټولنې وګړي یې د برهمن (ملایانو او ښوونکو)، کشاتریا (حاکمانو، جنګیالیو)، ویشنو (ځمکوالو او سوداګرو) او سوډر (کارګرانو) په ګروپونو ویشلي دي. د دوی دا باور هم وو چې لومړۍ طبقه د خدای له سر، دوهمه یې له سینې او مټو، دریمه یې له خیټې او څلورمه یې له پښو جوړه شوې ده.

 

په تاریخ کې د مذهب او دین په نوم زیاتره د سیاسیونو له خوا شدید تعصب او تبعیض شوی دی چې صلیبي جګړې، د عقایدو د تفتیش محکمې، د عیسوي فرقو خپلمنځي جنګونه، د یهودو پر خلاف تعصب او له اسلام څخه د ویرې پر بنسټ تعصب یې ډېر بوږنووکي مثالونه دي.

 

د استعمار د مهال نژادي تعصب او تبعیض د بشریت د تاریخ ډېرې تورې بیلګې دي چې د نورو قومونو د تسلیمولو، ټیټ ګڼلو او غلامولو سبب شوی وو چې تر سمندرونو ورهاخوا د غلامانو لیږد یې تر ټولو بد ډول وو. د دغه مظلومو غلامانو زیاته برخه په کښتیو کې مړه کیدل او سمندر ته غورځول کېدل، پاتې یې تر عمره غلامان پاتې کېدل. ښځې او اولادونه یې هم د غلامانو په توګه محکوم او مظلوم وو.

 

اوس که څه هم تعصب او تبعیض او یا لږ تر لږه د هغوی بدې اغیزې کمې شوې دي، خو لا هم د نژاد، قوم، ژبې، مذهب او جنسیت پر بنسټ تعصب او تبعیض موجود دی. په وروسته پاتې هیوادونو او په ځانګړي ډول افغانستان کې همدا اوس د جنسیت پر بنسټ تبعیض په میلیونو ښځې او نجونې له کار، ټولنیزو او سیاسي حقوقو او زده کړې محرومې کړې دي. مذهبي نازغمي او د نورو مذهبونو د پیروانو پر خلاف تبعیض لا اوس هم په زیاتو سیمو کې موجود دی. د نورو ملتونو د وګړو سره تعصب او په وړاندې یې تبعیضي چلند لا هم د دوی د حقوقو او ازادیو د محدودیدو سبب کیږي.

 

تعصب او تبعیض هله تر ټولو بد شکل نیسي چې د دین د ناسم تعبیر یا قانون له مخې روا وګنل شي او یا په پوهنیز نظام کې شامل شي. په دې صورت کې دغه بد فکر او عمل سم ګڼل کېږي او ورو ورو د ټولنیز نورم برخه کېږي چې بیا یې وګړي او بنسټونه د منفي پدېدې په توګه نه بلکې د یو مثبت یا لږ تر لږه د عادي فکر او عمل په توګه ګڼي چې بدې اغیزې او دوام یې زیاتیږي.

 

د تعصب او تبعیض تر ټولو  بدې نورې بېلګې دا دي: په دوهمه نړیواله کې د یهودانو عام قتل، په افریقا کې پر پورته یادو شوو بیلګو سربېره د اپارتاید موجودیت، په رونډا کې د توتسي قبیلې نږدې یو میلیون وګړي وژل کېدل،  د بوسنیا عام قتل، د ارمنیانو ټولوژنه. د اسراییلو له خوا د فلسطین د خلکو ځمکې او کورونه نیول او له دوی سره دوامدار ظلم او تیری.

 

د تعصب او تبعیض سببونه:

 

د ټولنې اغیزې: افراد ممکن له ملګرو، کورنۍ، او ټولنیز چاپیریال څخه تعصیب لرونکی افکار واخلي. کلتوري نورمونه، ارزښتونه او تاریخي میراثونه د تبعیضي ذهنیت او کړنو له ایجاد او دوام سره مرسته کوي. ټولنیز منفي ذهنیت او توقعات د تبعیض له پیدا کېدو او زیاتوالي شدت زیاتوي. د واکمنو له خوا د ځانګړو ګروپونو پر خلاف د تبعیض عملي کول د هغه د دوام او تقویې سبب کیږي چې په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې د واک د ناانډولۍ سبب کیږي.

د فرهنګ او رسنیو رول: متعصبانه ټاپې او ناسم برداشت له دې هم رامنځ ته کیږي، چې کلتور او رسنۍ دغسې ذهنتیونه خپاره کړي، چې څو بېلګې یې دا دي: د توتسي او هوتو قبیلو په جګړه کې د رسنیو منفي او پارونکی رول، د ‌ Blackface Performances فلمونه چې تورپوستي یې په کارتونو کې ریشخند کړي او کم راوستي وو، په شلمه پیړۍ کې د غربي رسنیو له خوا د چینایي او جاپاني نژاده خلکو بې باوره ښودل او د زیړ خطر تر عنوان لاندې ورپسې خپروني کول، په نازی المان کې د یهودو کارتونونه جوړول. د رسنیو دې غیر مسؤولانه کړنې د تبعیض او ناعادلانه کړنو (لکه د یو میلیون توتسي وګړو قتل عام) او ناعادلانه قوانینو د جوړیدو سبب شوې. په غرب کې د اسلام د پیغمبر (صلی الله علیه و سلم) د کارتونونو رسمول او خپرول هم د کرکې خپرولو یو بد عمل دی چې بیا بیا تکرارېږي او د دوه بیلیونه مسلمانانو زړونه او احساسات ټپي کوي.

قانوني نابرابري: په قوانینو کې د تعصب او تبعیض ځېنې بیلګې دا دي: د نورمبرګ په قانون کې چې نازی المان د هغه له مخې یهودان د ښاروندۍ له حقوقو محروم کړل، د هندوانو د کاسټ سیستم چې انسانان په څلورو ګروپونو ویشي، او د ځینو د امتیاز او نورو د محرومیت سبب کیږي، په امریکا کې د جیم کرولي قانون چې د جنوبي امریکا خلک یې د نژاد پر بنسټ ویشل او سیتمیک تبعیض ته یې زمینه جوړوله.

تعلیمي سیستم: د امریکا او ځینو نورو هېوادونو اصلي اوسیدونکو ته د تعلیم د نه برابرولو، د جنسیت پر بنسټ د تبعیض تشویق، د زیاترو هیوادونو په تعلیمي نصابونو کې د یوه قوم یا خپل ملت برتري او لوړګڼل هغه بېلګې دي، چې د تعصب او تبعیض تقویې ته یې زمینه جوړه کړې ده.

ویره او ناامني: فزیکي، ټولنیزه یا رواني بې اطمناني هم د تعصب سبب کیږي. کله چې په ټولنه کې فزیکي امنیت او ټولنیز خدمات نه وي موجود، ځینې وګړي نور افراد یا ګروپونه د دې کار مسؤول ګڼي او په مقابل کې یې تعصب کوي.

اقتصادي عوامل: په ټولنه کې د اقتصادي توپیرونو او د زیرمو د لاس ته راوړلو لپاره د رقابتونو شتون تعصب ته لار هواروي او ځینې ګروپونه یا افراد نور افراد یا ګروپونه د دغو ستونزو مسوول ګڼی او تر منځ یې نیتونه او اړیکي خرابیږي.

رواني فکټورونه: په افرادو او ګروپونو کې د لومړیتوبونو د ټاکلو په شان ذهني او شناختي عوامل هم د تعصب سبب کیږي. ځینې خلک غواړي چې نور په ګروپونو وویشي او بیا د ښه او بد تقسیمات وکړي چې ځانونه په ښو/ مستحقو او نور په بدو/ نامستحقو کې راولي.

د دین او مذهب ناسم تعبیر او یا ترې خیالي وېره: د مذهبي متنونو تحریف یا د مذهب پر بنسټ بد چلند د میانمار له مسلمانانو سره د تبعیض او ظلم، د اروپا د عیسویانو تر منځ د مذهبي جګړو، د هندي مذهب د کاست سیستم، او په ایران کې د بهایانو سره د ظلم سبب شوي دي.

انحصار او زیات غوښتنه: د ځینو افرادو او ډلو ذهنیت همدا وي، چې تر نورو غوره دی، او باید زیاته برخه ولري، نور تر ځان کم وګڼي او نور باید د ده هر امر او غوښتنه د ټولنیزو نورمونو او اصولو په شان ومني. د واکمنو له خوا د ځانګړو ګروپونو پر خلاف د تبعیض عملي کول د هغه د دوام او تقویې سبب کیږي چې په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې د واک د ناانډولۍ سبب کیږي.

تعصب: تبعیض زیاتره له تعصبه زیږي چې له اشخاصو او ډلو سره مخکې له مخکې جوړ شوي فکرونه او قضاوتونه موجود وي او د هغو په اساس د یو ټولنیز ګروپ یا شخص د قوم، ژبې، رنګ، نژاد، مذهب، جنسیت یا هیواد له مخې فکر کوي.

تاریخي سوابق: د تاریخي نابرابریو، استعمار، غلامۍ، ټولوژنو او نورو تاریخي پیښو اغیزې هم د نسلونو تر منځ د اوږده تبعیض سبب کېږي. د دغسې بې عدالتیو اغیزې د محرومو ګروپونو د شدیدو غبرګونونو او یا له دوی سره د لا زیات تبعیض سبب کیدای شي.

سیاسي رقابت: د سیاسي ډلو او شخصیتونو تر منځ رقابت هم تعصب او تبعیض ته لار هواروي. سیاسیون له تاریخي اختلافاتو، قومي شخړو، د واک د بې توازنۍ، د منابعو د غیرعادلانه ویش او نورو ستونزو څخه شعار جوړوي او خپل پیروان په دې انګیزه منظموي او له ځان سره ساتي چې ګویا دا ټولې ستونزې یې د مخالفې سیاسي ډلې یا اشخاصو مسؤولیت دی، او د دوی د واکمنۍ پر مهال به حل شي.

 

د تعصب او تبعیض عواقب:

 

تبعیض: تعصبي فکر تبعیضي چلند او سلوک ته لار هواروي چې پدې صورت کې د نورو سره په چلند کې تبعیض کوي او له حقوقو، فرصتونو او امکاناتو یې محروموي او یا یې له حقوقو انکار کوي.

د خدماتو نابرابري او لیرې والی: چې په ښوونه او روزنه، کارمیندنه، کور اخیستلو، روغتیايي خدمتونو او نورو حقوقو کې ځانګړي ګروپونه محرومیږي. تبعیض د ټولنې د غړو او ګروپونو منځ تر اړیکي کړکیچنې کوي، باور له منځه وړي او د دوه اړخیز پوهاوي او همکارۍ مخه نیسي.

د انساني همدردۍ کمښت: تعصب د انسانانو تر منځ د همدردۍ، تعاون او ګټورو اړیکو د کمېدو او له منځه تلو سبب کیږي.

رواني زیان: تعصب او تبعیض د رواني فشار، شدید خفګان، وارخطایي، او پر ځان د بې باورۍ سبب کیږي. کله کله د اشخاصو او ګرپونو د شدیدې پارېدنې سبب کېږي، چې ځان یا نورو ته ډېر زیان رسولی شي.

ټولنیز واټن: د تعصب او تبعیض له امله د ټولنې د وګړو په منځ کې د (موږ) او (دوی) فاصله ایجادیږي او ورو ورو زیاتیږي چې دا د ټولنیز انسجام او یووالي مخه نیسي. پدې صورت کې د ټولنې وګړي هغو ته چې د (موږ) پهډله کې شامل دي، توجه کوي او له هغو کرکه کوي چې ورته (دوی) ښکاري.

تشدد او نفرت: تعصب او تبعیض زورزیاتي، کینې او کرکې ته زمینه جوړوي او په نتیجه کې د کرکجنو ټکرونو سبب کېدای شي چې له یو ګروپ سره د تړاو له امله د وګړو د ټپي کېدو او وژنې سبب کیدای شي.

سیاسي اغیز: تعصب او تبعیض د دې سبب کیدای شي، چې په ټولنه او ادارو کې سیستمیک شکل غوره کړي او د ځانګړي ګروپ او ډلې پر خلاف یا ګټه د ناسمو سیاسي پریکړو او قوانینو او پالیسیو جوړولو او عملي کولو سبب شي چې د منابعو په ویش، فرصتونو ته په لاسرسي، او حقوقو تأمینولو کې د لا زیات توپیر سبب کیږي او عدالت کمزوری کوي.

سیستماتیک تعصب: تعصب او تبعیض که په سیستماتیک ډول بدل شي، په موسسو، ادارو، او دولت کې د ناسمو پریکړو، غیرعادلانه قوانینو او ناسم چلند سبب کیږي چې د افرادو او ډلو د حقوقو تلف کېدل پکې پراخ اړخونه مومي.

اقتصادي اغیزې: تبعیض اقتصادي وده او نوښتونه محدودوي، ځکه ځینې باکفایته اشخاص او ګروپونه په بیلابیلو صنعتونو او فرصتونو کې له حقوقو او ګډون څخه محرومیږي چې زیان یې ټولنې ته رسیږي.

زورزیاتی او کرکجن جرمونه: په شدیدو حالاتو کې تبعیض د زورزیاتي، کرکې، جرمونو، فزیکي زیان اړولو، وژنو او حتی د ځانګړو اشخاصو او ډلو د ټولوژنو سبب کېدای شي.

 

د تعصب او تبعیض د کمولو او له منځه وړولو لارې چارې

 

د تعصب او تبعیض کمول او په نتیجه کې له منځه وړل یوه پیچلې او دوامداره پروسه ده چې پکې د اشخاصو، ټولنو، بنسټونو او دولتونو همغږې او منسجمې هڅې باید شاملې شي. ځینې دغسې لارې چارې یې دا دي:

 

د تعلیم او خبرتیا زیاتول: په دې کې دوه برخې ډېرې مهمې دي:

لومړی د تعلیم خپرونه او د رنګارنګۍ د نظریې عامول. که د تعلیم جامع پروګرامونه عملي شي، په درسي نصاب او پروګرام او نورو مربوطو برخو کې پدې برخه تمرکز وشي، مرسته کوي.

 

دوهمه برخه داده چې د ټاپو، تهمتونو او ملامتیا په باب انتقادي تفکر تشویق شي، په تعلیمي نصاب او تعلیمي محتویاتو کې د بیلابیلو موادو، لیدلورو، نظرونو او تاریخي پېښو د بې طرفه او علمي تحلیل شاملول یقیني شي چې پوهاوی او ټول ګډونوالی رامنځ ته کړي.

 

ازاد بحث: داسې خوندي چاپیریال دې جوړ شي چې پکې د تعصب او تبعیض په باب ازاد، صادقانه، او جوړونکی بحث وشي. داسې بحثونه لانجې او د قضاوتونو تفاوت کموي. ټولنې دې پدې برخه کې راشریکې شي، د ټولنې په منځ کې دې داسې نوښتونه، تشکلات، او مراسم تر سره شي، چې د بیلابیلو سوابقو خلک راټول کړي او تر منځ یې معنی لرونکی تفاهم راشه درشه رامنځ ته شي.

قوانین او پالیسي: تبعیض ضد قوانین او پالیسۍ باید تصویب او عملي شي چې په مهمو برخو لکه زده کړو، تقرر او خدماتو کې د ټولو خلکو په ځانګړي ډول د زیانمنیدونکو اشخاصو او ګروپونو حقوق خوندي کړي. د دې په څنګ کې باید داسې پالیسۍ عملي شي، چې تاریخي ستونزې پکې ومنل شي، موجودې بې عدالتۍ له منځه لاړې شي او په بیلابیلو سکتورونو کې تنوع تقویه شي.

په کاري چاپیریال کې تنوع او تولګډون والی: په استخدام کې باید له هرې ډلې، سیمې او جنس څخه کسانو ته د لیاقت او اهلیت پر اساس مساوي او عادلانه فرصت برابر شي. دهغو سیمو او ګروپونو کادرونو ته باید زیاته توجه وشي، چې محروم پاتې شوي دي. د کاري چاپیریال ټولګډون کلتور ډېر مهم دی چې تقویه او تشویق شي. په دغسې چاپیریال کې باید هر شخص د ده له سوابقو پرته ارزښت ولري، او درناوی یې وشي.

رسني او نماینده ګي: رسني باید مسؤولانه چلند ولري او خپرونې یې د قانون له مخې تنظیم شي. رسنۍ باید تنوع تشویق کړي، ټاپې او په تلویزیون، رادیو، ویب پاڼو، فلمونو او اعلانونو کې پر خاصو ګروپونو د تور، افترا، جعل، دروغو، تحریف شوو معلوماتو، ټاپو او ملامتۍ له کلتور سره مبارزه وکړي. رسنۍ باید په خپل مشرتابه او نورو بستونو کې د اهلیت او عدالت اصلونه مراعات کړي او د محرومو ګروپونو نماینده یقیني کړي.

د محرومو ګروپونو او وګړو تقویه او ملاتړ: د محرومو ټولنو لپاره د ملاتړ او مرستې داسې پروګرامونه جوړ شي چې د عامې او دماغي روغتیا، پوهنې او حقوقي مشورو خدمات پکې شامل وي. د وروسته پاتې سیمو لپاره د لارښوونې او مرستې ځانګړي پروګرامونه دې هم جوړ او عملي شي، تر څو دا زده کړي چې څنګه قرصتونو ته لاسرسی پیدا کړي.

د کلتورونو شریکې تجربې: د بېلابیلو سیمو تر منځ دې د ګډو کلتوري، ټولنیزو، تفریحي، او ورزشي پروګرامونو له لارې اړیکي او راشه درشه زیاته شي. د بېلابېلو ګروپونو اشخاص دې د نورو په خوشالیو او غمونو کې ځانونه شریک کړي. تاریخي او فرهنګي مراسم دې سره په ګډه دایر کړي، یو له بل سره دې خپلوۍ وکړي او د ښوونځیو او پوهنځیو په لیلیو کې دې د بېلابېلو سیمو کسان سره ګروپ بندي شي، چې تر منځ یې کلتوري تبادله زیاته او د دوستي مزي غښتلي شي.

محلي نوښتونه: هغه سازمانونه باید تقویه شي چې په محلاتو کې له حالاتو او کلتور پوره خبر دي او د تعصب او تبعیض سره د مبارزې لپاره کار او نوښتونه کوي.

د راپور ورکولو سیستم: د تعصب او تبعیض پر خلاف د قوانینو تر جوړولو وروسته باید د راپور داسې میکانیزم جوړ شي چې تعصب کوونکي او تبعیض کوونکي اشخاص، ډلې او بنسټونه عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي چې د عادلانه څېړنو وروسته د جرم په صورت کې قانوني سزا وویني.

ارقام ټولول او څېړنې: د تعصب د سببونو، حالت او حل لارو په باب دې علمي څېړنې وشي او د ارقامو او شواهدو په رڼا کې دې دولتي او غیر دولتي بنسټونو او اغیزناکو اشخاصو او ټولنو ته وړاندیزونه او حل لارې وړاندې شي. د دغسې پر شواهدو ولاړو وړاندیزونو پر اساس پریکړې به طبعا ښې نتیجې ورکړي.

حساب ورکول: ټولنې، بنسټونه او مهم اشخاص باید د حساب ورکولو د یو سیستم له مخې ملت او د مربوطو خدمتونو اخیستونکو ته روڼ او مشخص ځواب ورکړي. دوی باید د تعصب او تبعیض پر خلاف د خپلو کړنو او نتیجو د پیمایش وړ راپور وړاندې کړای شي.

اتحادونه جوړول: اشخاص او ټولنې په ځانګړي ډول ځوانان، ښځې او زیانمنېدونکي ګروپونه باید د تعصب او تبعیض ضد ټولنې او اتحادونه جوړ کړي چې پخپله سطحه او امکاناتو له دغو منفي پدیدو سره مقابله وکړي او په کمولو کې یې برخه واخلي.

دا باید ومنو چې د تعصب او تبعیض کمول او له منځه وړل یوه دوامداره پروسه ده چې د اشخاصو، ټولنو، بنسټونو او دولتونو ټینګه ژمنتیا او دوامدار منسجم کار غواړي. په دې برخه کې به پرمختګ ورو وي خو په ګډ کار، تداوم، عزم او همکارۍ د یوې عادلانه او ټولشموله ټولنې له جوړېدو سره مرسته کوي.

 

د ابن خلدون د عصبیت د نظریې په باب څو ټکي

 

د ګروپ او ډلې اتحاد، ټولنیز یووالی، ملي پیژندنه او هویت (چې ابن خلدون ورته عصبیت وایي)، د ملي انګیزې ایجاد، او په نتیجه کې د دولت او تمدن د منځ ته راتګ، ساتنې او پراختیا سره مرسته کوي.

 

که عصبیت د یوه ملت په منځ کې د ګروپونو او قومونو له خوا د نورو ګروپونو او قومونو پر خلاف ایجاد او تقویه شي، نو د ملت تر منځ د اختلاف، واحد بدن د کمزوري کېدو، زیانمنیدو او له منځه تللو سبب کیږيدا د انسان په بدن کې د اتوامیون ناروغیو په شان دی چې د بدن ځینې حجرې خپله اصلي دنده هېروي او د بدن د نورو حجرو د له منځه وړلو سبب کېږي، چې طبعاً پخپله هم زیان ویني.

 

هغه ټولنې چې خپل ټولینز انسجام ونه شي ساتلی او د ملت او هیواد ساتلو انګیزه ونه لري، د نورو ملتونو او هیوادونو په مقابل کې ماتیږي.

 

د تعصب او تبعیض په وړاندې د انسانانو بریاوې:

 

لومړی ځل اسلام د انسانانو د مساوي حیثیت اعلان وکړ چې ټول له یوه مور و پلار څخه پیدا شوي او په قبیلو او شعبو یې ویش د پیژندو لپاره دی. د مکې تر فتح وروسته د رسول الله په امر حضرت بلال چې یو ازاد شوی تورپوستی غلام وو، د تر ټولو مهمو اصحابو پر اوږو د کعبې خونې ته وخیژول شو، چې له هغه ځایه اذان وکړي. دې سمبولیک اقدام دعربي جهالت او قبیلوي عصبیت ټول غرور مات کړ. په حجة الوداع کې رسول الله کې بیا په ښکاره اعلان وکړ چې سپین په تور او تور په سپین، عرب په عجم او عجم په عرب برتري نه لري، برتري یوازې په تقوی کې ده. متاسفانه تر رسول الله او راشده خلفاوو وروسته مسلمانانو دغه پرمختیایي بهیر لا تقویه نه کړای شو او وروسته عربو واکمنو د نورو ملتونو مسلمانانو ته مساوي حیثیت نه ورکاوه، موالیان او نور نومونه یې ورته کارول او زیاتره یې ورته تر عربو په کم او شکمن نظر کتل.

 

په شلمه پیړۍ کې د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه د بشریت یو تر ټولو ستر پرمختګ وو، چې ټول انسانان یې د مساوي کرامت او مساوي او عادلانه حقوقو خاوندان وګڼل.

 

دغه حالت د رسیدو لپاره نورو مهمو مبارزو هم خپل مهمه برخه لرلې ده: د نژادي تبیعض پر خلاف د مارتین لوترکینګ نهضت، د اپارتاید ضد نهضت، د ښځو د زوریدو د مخنیوی نهضت، د هیوادونو په قوانینو کې اصلاحاتو، د مدني ټولنو، دولتونو، ملګرو ملتونو او نورو ادارو هڅو ټولو د تعصب او تبعیض په کمولو کې برخه لرلې ده.

 

په لویدیځو هیوادونو کې دغه پرمختګ زیات او په نوره نړۍ کې کم دی، خو لا هم پکې پټ تعصب او نه حسېدونکی تبعیض شته، چې پر ضد یې سیستماتیک کار کېږي.

 

البته قومي او ملي برتري غوښتنه لا تر اوسه د ټولو هېوادونو په سیاستونو او د ولسونو په منځ کې تر ډېره حده شته، ځکه اوس زیادترین هیوادونه د ملتدولتونو له خوا رهبري کېږي، چې هر یو خپل ملي حاکمیت، ملي ویاړونه او ملي هویت تقویه کوي چې کله کله د نورو ملتونو پر خلاف د کرکې او حتی تشدد او جګړو سبب کېږي.

 

د منفردو اشخاصو څو بریالۍ کیسې:

 

امریکايي تورپوستي موسیقار ډیریل ډیویس د یو داسې ګروپ سره دوامدار کار وکړ چې تعصبي افکار او تبعیضي چلند یې کاوه. د ده کار په پای کې نتیجه ورکړه او دغه ګروپ یې له خپل منفي کاره راوګرځاوه. دې هڅو ثبوت کړه چې په ټولنیزو سمونونو کې پوهاوی، ازاد بحث او اړیکي څومره اغیزناکې دي.

 

سپین پوستی لوړتیاغوښتونکی ارنو میشلیس د سپین پوستو د لوړتیا یو مشهور فعال وو او په نژادپالونکو کړنو کې تل بوخت وو، خو له یو سکهـ سره تر ملګرتوب وروسته له خپل نظره راوګرځید او اوس د تعصب او تبعیض ضد یو تکړه فعال دی.

 

منیره خلیف چې یوه سومالیایي ـ امریکایي ده د زده کړې په لار کې د کلتوري او ټولنیزو خنډونو په لیرې کولو کې یوه بېلګه او د ملګرو ملتونو د ځوانانو استازې شوه. هغې تبعیض، سټریوټایپ او تبعیض چلنج کړل او بریاوې یې تر لاسه کړې.

 

دغسې کسان ډیر زیات دي. هر فرد او ډله کولی شي چې لومړی خپل فکر بدل کړي، بیا عزم وکړي، بیا منظم شي، پلان جوړ کړي او په خپله ساحه کې د وس او امکاناتو په اندازه مثبته برخه واخلي.

 

په افغانستان کې تعصب او تبعیض:

 

افغانستان هم له نورې بشري ټولنې مستثنی نه دی. اشخاصو او ګروپونو دلته هم د هر ځای په شان د منابعو، مقام او واک لپاره رقابت کړی دی، حکومتونو هم د واک د ټینګښت لپاره بېلابېلې لارې چاري کارولې دي، او دلته هم د استعمار او بهرنیو لاسوهنو په نتیجه کې د نفاق په اور تیل اړول شوي او دې ټولو تبعیضي چلندونو ته زمینه جوړه کړې ده.

 

له انقلابونو مخکې حکومتونو د شوروي اتحاد او بریتانیا د استعماري پرمختګ په وړاندې د یوې پیاوړې دیني انګیزې د تولید او له ایران سره د تمایز لپاره د سني اسلام داعیه ژوندۍ ساتله او پدې سبب متاسفانه له شیعه افغانانو سره تبعیضي چلند شوی دی. د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند په داخلي اختلافونو او د مجاهدینو د بېلابېلو ډلو تر منځ د کابل د نوویمو کلونو په جګړو کې هم تعصبي رنګ راښکاره شو. دغه دوه لوري چې یوه یې د نړۍ د کارګرانو یووالی او بل د نړۍ د مسلمانانو یووالی شعاراوه، په خپلو کې د اختلاف له امله قومي، ژبنیو، مذهبي او سمتي شعارونو ته پناه یووړه او په ولس کې یې د تعصب او په ادارو کې د تبعیضي اعمالو او اجرااتو زمینې جوړې کړې.

 

په دې کار کې د دغو ډلو د بهرنیو حامیانو رول ډېر بارز وو، چې د استعمار د زاړه فرمول له مخې یې کوښښ کاوه افغانان لومړی بیل او بیا ایل کړي.

 

په افغان ولس کې لا هم د اسلامي او افغاني  ورورۍ روحیه پیاوړې ده، خو په لوستي قشر کې د تېرو ۴۵ کلونو د سیاسیونو تر اغیز لاندې د تعصب او کرکې ذهنیت ایجاد شوی دی. که واکمنان او دولتونه په قوانینو، پالیسیو، اجراآتو او کړنو کې عدالت او انصاف مراعات کړي، رسنۍ د تعصب پر خلاف مثبت رول تر سره کړي او د ملت لوستی قشر د پورته یادوو شوو لارو چارو د عملي کېدو لپاره کار وکړي، د دې بدې ټولنیزې ناروغۍ درملنه کېدای شي.

 

مثبت تعصب او تبعیض

 

دا اصطلاح ګانې هم په انکشافي، رسنیزو او نورو برخو کې د دې لپاره کارول کېږي چې ځینې اشخاص یا ډلې د تحقیر پر ځای د خوښۍ احساس وکړي. که یو چا ته وویل شي، چې ریاضي کې ځکه تکړه دی چې د دې هغه ځای یا هیواد دی، دلته یې د سیمې یا هېواد نوم په منفي مفهوم نه دی یاد شوی.

 

د یو محروم ګروپ استازو ته ځانګړی امتیاز هم په مثبت تبعیض کې راځي او د دغسې شخص یا ډلې نماینده ته د کوچني بري په صورت کې ډېر تشویق هم دغسې یو مثبت مثا

دا کړنې باید د عدالت د تأمین او ځانګړو ګروپونو د معقول پرمختګ په خاطر وي، نه د غیرقانوني امتیاز او د ښاروندۍ د اصولو خلاف د برترۍ په نیت

ډاکتر محمد ابراهیم شینواری

03.11.2023

- عصبیت
بېرته شاته