(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پرلت او خپلواکي

[20.Dec.2023 - 14:36]

پرلت او سوله اېزه خپلواکي

لیک: استاد محمود خان

په ټوله نړۍ کې چې څومره هېوادونه په سوله ییزو او غیرې سوله ییزو هڅو خپلواک شوي دي، سترو ځواکونو او یا هم فعال ګاونډي پکې حتما رول لوبولی دی. د بېلګې په ډول: بنګال د جګړې په پایله (نتیجه) کې خپلواک شوی دی خو ستر رول پکې هندوستان ولوباوه

 

کیسه داسې وه چې په ۱۹۷۰ کال کې چې کله په ختیځ او لویدیځ پاکېستان کې ټاکنې وشوې او د ختیځ پاکېستان (اوسنی بنګال/بنګله دیش)عوامي لیګ ټاکنې وګټلې نو پنجابي ا،ستعمارګر ترې کاملا انکار وکړ او د ټاکنو نتیجو ته هیڅ قایل نه و

همدا خبره په جګړې بدله شوه

پاکستاني پوځ د ختیځ پاکستان په خلکو ظالمانه ګوزارونه پیل کړل چې د مهاجرت یوه ستره څپه ترې جوړه شوه او په لکونو بنګالیان هندوستان ته مهاجر شول

همدې چارې د هند او پاکستان تر منځ نظامي جګړه هم رامنځته کړه

هند په ختیځ پاکستان کې د بنګالیانو ملي خوځښت ګوریلا ته اوږه ورکړه

هم یې د دوی نظامي مرسته وکړه او هم یې لوجستیکي

د ۱۹۷۱ کال د ډسمبر په میاشت کې هند د پاکستان په وړاندې پراخه پوځي بریدونه پیل کړل چې په 

نتیجه کې یې د پاکستان ۹۰۰۰۰ زره پوځ تسلیم او اوسنی بنګال را منځته شو

 

پاناما - چې یو امریکايي هېواد دی

په سوله ییز ډول یې له کولمبیا څخه خپلواکي واخیستله

کولمبیا چې د پانامې کانال د جوړېدو لپاره معاهده لاسلیک کړې وه، ورڅخه په شا شو او دغې چارې په پاناما کې خلکو ته د بیلتون فکر ورکړ

بیلتونپالو په لاریونونو او احتجاجانو لاس پورې که او امریکا یې تر شا لکه غر ودرېدله

تر دې چې د پانامې په لور یې نظامي بېړۍ ور شېوه کړې

هماغه وه چې پاناما یو ازاد هېواد شو او بغیر د وینې له تویېدو څخه یې په ۱۹۰۳ کې له کولمبیا څخه خپلواکي واخیستله

 

مالدیف - هم د خبرو اترو له لارې له برتانیا څخه خپلواکي واخیستله

کوستاریکا په ۱۸۲۱ کال کې د سوله ییزو مذاکراتو له لارې له اسپانیا څخه خپلواکي تر لاسه کړه

ایسلېنډ د سوله ییزې ټولپوښتنې په نتیجه کې په ۱۹۴۴ کال کې له ډنمارک څخه خپلواکي تر لاسه کړه

بیلیز هم په ۱۹۸۱ کې په سوله ییز ډول له برتانیا څخه خپلواکي واخیستله

منګولیا په ۱۹۱۱ کال کې د سوله ییز انقلاب په نتیجه کې له چین څخه خپلواکي واخیستله

اوکراین په ۱۹۹۱ کې د مذاکراتو او ریفرینډم په پایله کې له شوروي اتحاد څخه خپلواکي واخیستله

 

ګانا - د کوامي نکروما په مرسته د سوله ییزو هڅو او مدني نافرمانیو په نتیجه کې په کال ۱۹۵۷ کې له برتانیا څخه خپلواکي واخیستله

استونیا، لاتیویا، او لیتوانیا چې په یوه جغرافیه کې پراته دي، د سوله ییزو لاریونونو په مرسته چې دوه میلیونه خلکو پکې ګډون کړی و، له شوروي اتحاد څخه خپلواکي واخیستله

 

دا پورتني مثالونه مې ځکه راوړل تر څو هغه خلک پوی شي چې وايي په پرلتونو او لاریونونو خپلواکي نه اخیستل کیږي

ددې ترڅنګ هغه ولسونه چې خپل مستبد رژیمونه یې په سوله ییزه بڼه بدل او د خپلې خوښې حکومتونه یې نصب کړل په لاندې ډول دي

 

تونس: د عرب پسرلي حرکت او سوله ییزو لاریونونو په نتیجه کې یې په کال ۲۰۱۱ کې یې د ذین العابدین له رژیم څخه خپلواکي واخیستله

لاریونونه د یو ځوان د ځان سوځولو له کبله پیل شول او ټول تونس کې یې بدلون راوست

چکسلواکیهبخملي انقلاب چې یو سوله ییز انقلاب و، کمو،نیستي رژیم یې چپه کړ او یو ډیموکراتیک نظام یې رامنځته که.

 

پولنډ: د همغږۍ د حرکت په نتیجه کې چې د لیح والیسا لخوا رهبري کېده، کمونیستي رژیم یې چپه او په ۱۹۸۹ کال کې یې یو ډیموکراتیک نظام رامنځته کړ

ددې دومره بیلګو څخه مې موخه دا ده چې افغانستان سره له دې چې کوزه پښتونخوا د پلار په قباله بولي، هیڅ یې د کوزې پښتونخوا په خپلواکۍ کې رغنده رول نه دی لوبولی

مونږ ددې پر ځای چې پښتونخوا تر لاسه کړو، بار بار مو خپل هېواد له لاسه ورکړی

یوازې د خپل هېواد نړولو ته نران یو خو برعکس له کوزنیو پښتنو تمه لرو چې هم ځان ازاد کړي او هم ما سره یو ځای شي

 

عرض دا دی چې مونږ نه یوازې له کوزو پښتنو سره مرسته کړې ده, بلکې ځینې وخت مو له ځانه ټېل وهلې هم دي

د بزلګې (مثال) په ډول: که حالات هر څنګه و خو د غازي امان ستره تاریخي تېروتنه دا ده چې د خپلواکۍ په معاهده کې یې کوزه پښتونخوا ځان سره شامله نه کړه

 

دوهمه تاریخي تېروتنه دا ده چې کله میرزاعلي خان یا فقیر ایپي د پښتونستان لپاره اساسي قانون جوړ کړ او له کابل څخه نشر شو، د وخت حاکم نه دا چې لاس ورکه بلکې یو ځل یې د نیولو هڅه هم وکړه

که کوز پښتانه خپلواکي اخلي، مونږ بر پښتانه به یې لکه غر تر شا ودریږو

 

هو، مونږ پښتونخوا په دوه لارو تر لاسه کولی شو.

 یا دا چې د پاکستان په وړاندې به جنګیږم، په نظامي ډګر کې به ماتې ورکوم او د فاتح په حیث به یې په سینه ور ته ودرېږم او په پښتونخوا به د افغانستان بیرغ رپوم.

 

 دوهمه لاره دا ده چې عامه پوهاوی به کوم

هلته به پښتانه ملتپال خوځښتونه حمایه کوم

هلته به پښتانه ملتپالو ګوندونو څخه ملاتړ کوم. شعوري بیداري به کوم

داسې تلویزیوني برنامې به جوړوم چې کوزو پښتنو ته د افغانیت فکر ور ترزیق کړم

هر کال به د پښتنو ستره جرګه جوړوم چې ټول مذهبي او جمهوري خلک پکې ګډون وکړي

هر کله چې مې ولس پدې یقیني کړ چې مونږ افغانان یو نو ریفرینډم به کوم او د ریفرینډم په نتیجه کې به خپله خاوره اخلم.

 

مونږ د حکو،مت په حیث د نظامي جګړې وسه نلرو چې پښتونخوا تر لاسه کړو او د شعوري بیدارۍ په مقابل کې جانانه مقاومت کوو او د هماغه خلکو مخالفت کوو چې ناپوهه پښتنو ته خپل تاریخ او افغانیت ورښيي

قسم مو کړی که ځان پوی کړو. بس همدا یوه خبره کوو په پرلتونو اولاریونونو خپلواکي نه اخیستل کیږي.

 

ښه ځه ستاسې به ومنو

په پرلتونو خپلواکي نه اخیستل کیږي

کم از کم د پرلتونو او مدني نافرمانیو په پایله کې به د پنجابي حکومت په پالیسیو کې خو تغیر راشي کنه؟ 

پښتانه خو به پخپله مورنۍ ژبه د زدکړو حق ترلاسه کړي کنه

پښتانه خو به پخپلو امکاناتو واکمن شي کنه

هر کله چې کوز پښتانه په مورنۍ ژبه زدکړې پیل کړي، له خپل تاریخه خبریږي او د رابطې او افهام لپاره واحده ژبه پیدا کوي

کله چې د افهام او درک لپاره ژبه یوه شي نو اړیکې جوړیږي او کله چې اړیکې جوړې شوې نو ولسونه یو کیږي

 

وروستۍ خبره دا ده چې زه له مشر منظور پشتین څخه ددې لپاره والله که ملاتړ کوم چې ما ته به لوی افغانستان جوړ کړي, بلکې یوازې ددې لپاره چې که دده د مبارزې په نتیجه کې پښتانه پخپله خاوره واکمن شول، بیا به څوک په افغانستان کې ډېر کمزوری نظام هم ونشي نړولی.

Mahmood Khan 

- محمود خان
بېرته شاته