(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

میمونه او شیر عالم

[28.Dec.2023 - 15:54]

 

 

میمونه (میمنه ) او شیر عالم

لیک: اجمل اټک یوسپزی - ناروې

 

د پښتو په ادب او ادبي تاریخ او همدارنګه په پښتني کلتور او ثقافت کې بېخي ډېرې روایتي کیسې شتون لري چې البته ډېرې یې خوله په خوله او سینه په سینه له یوه نسل ، دور او وخت نه بل نسل دور او وخت ته همداسې د وینا او شفاهي ادب په بڼه را رسېدلي او انتقال شوي دي. په دې کیسو کې د بلا ډېرو پاچاهانو ، ناویو ، بلاګانو ، شیشکو ، پېریانو ، جنګونو او دېوانو کیسې شتون لري. دا کیسې به اکثره وخت پخوا د خوب په وخت کې مشرانو په ځانګړي توګه انا ګانو او میندو خپلو بچیو او لمسیانو ته ویلې او کوچنیان به یې پرې ویده کول. هغه وخت هم لکه د نن په شان ژوند ډېر پرمختګ نه وو کړی او اکثره خلک به د غریبۍ او بېوزلۍ له امله په یوه لویه کوټه کې سره ګډه ویده کېدل او د کیسې تر پایه به کوچنیان خامخا په ډوب خوب کېوتل.

په دغو کیسو کې به ځینې کیسې ډېر وېروونکې هم وې او ماشومان به تل وېرېدل او د کیسې د اورېدو په ترڅ کې به یې لکه وېروونکی فلم فکر کاوه چې اوس به بلا راځي او موږ به هم خوري. دغه شان کیسې د نړۍ په هر هېواد او هر ګوډ کې شته هر قوم او ولس ځان ته خپل روایات لري. په پرمختللیو هېوادونو کې هم مور پلار او نیا ، نیکه خپلو کوچنیانو ته کیسې وایي خو په اروپا او نورو پرمختللیو هېوادونو کې د کیسو په کتابونو او فلمونو د عمر اندازه او کجه هم لیکل شوي وي او د ماشوم د عمر سره برابرې کیسې ورته کوي.

د پښتو په ادبیاتو کې لا دا کرښې په لیکلي بڼه ځکه نه دي ټاکل شوي چې زموږه تاریخي کیسې لا تر اوسه په شفاهي بڼه ویل کیږي او د کور په مشرانو کې لا هم د زده کړې ، پوهې او تعلیم کمی دی. په هر حال راځم اصلي کیسې ته د پښتنو په شفاهي  ادبي تاریخ کې د ګوتو په شمېر اوه اته داسې کیسې او نکلونه شته چې هغه کیسې له پېړیو راهیسې خوله په خوله او بیا د ځایي شاعرانو په مټ او برکت منظومې شوي دي او تر دې وروسته بیا ځایي او سیمیزو سندرغاړو د ودونو او خوښیو په مجلسو او بنډارونو کې هماغه شان بوللي او سندرې کړي دي او د سندرې په ډول یې ټول عام ولس ته رسولي دي. دا چې پښتانه په ځانګړي توګه د ټنګ ټکور او سندرو مینه وال دي نو دغه داستانونه په هر ځل اورېدو د اکثرو په ذهنونو کې ثبت او پاخه پاتې شوي دي.

د پښتنو په ادب کې د اوه اته مشهورو مشهورو داستانونو نه یو هم د میمنې او شیر عالم داستان دی چې دا هم د لومړي ځل دپاره د سیمیزو شاعرانو او سندرغاړو له برکته تر موږ رارسېدلی او تاریخي ارزښت یې خپل کړی دی کنه د پښتنو په ژوند ژواک کې ښايي د میمنې د کیسې په شان په زرګونو نورې ورته کیسې او نکلونه هم وي چې د نه پاملرنې له امله له تاریخي ارزښته نه دي برخمن شوي.

باجوړ د پښتنو غني خاوره ده چې ډېر تاریخي او ادبي ارزښتونه په کې دي میمنه او شیر عالم هم د باجوړ د ناوګۍ د مامازو د کلي اوسېدونکي وو او د روایاتو له مخې میمنه د خپل خاوند شیر عالم د اکا لور وه د میمنې پلار خیر محمد نومېده او د شیر عالم پلار  سید محمد نومېده ، د معلوماتو او روایاتو له مخې شیر عالم تر میمنې دمخه بل واده هم درلود او میمنه یې دویم واده یا دویمه مېرمن وه یو روایت د باجوړ د یوه ځوان او په تاریخي مسایلو پو د مولانا جانزیب په وینا چې وایي ؛  میمنې باندې د خپلې بنې له خوا تور ولګېده او د مرګ کومې ته یې ورسوله. کیسه داسې وه چې شیر عالم په خپل کلي کې د تمباکو او نصوارو دوکان درلود او له تمباکو به یې نصوار جوړول د سیمې خلک به راتلل او د شیر عالم نه به یې نصوار او د چلم دپاره تمباکو اخیستل له ورځو یوه ورځ وه چې شیر عالم کور کې نه و او د کلي په هجره کې د کوم کلیوال مېلمانه راغلي وو د دوی د چلم دپاره تمباکو په کار وو نو دشپې ناوخته یې کلیوال  راغلی او د شیر عالم د کور ور یې څو وارې ټکولی میمنې فکر کړی چې ګوندې شیر عالم به وي نو دروازې ته راغلی او د کور دننه نه یې غږ کړی چې څوک یې کس ورته خپل مشکل ویلی او میمنې ورته په پټ مخ تمباکو یا نصوار ورکړي دي. تر دې ځایه د کیسې حقیقي بڼه ښکاره ده او د اصلي پېښې او شخړې ځای او مشکوک ټکی هم همدا دی. په پښتنو کې د ناپوهۍ له مخې ډېرې داسې پېښې رامنځ ته شوي او لا رامنځ ته کیږي چې د تربګنۍ او بنولۍ له تاوه یو بل ته دسیسې او شوم پلانونه جوړه وي ترڅو خپل رقیب یا بدنام او یا له منځه یوسي. دلته هم ښایي د میمنې بنې له همدې پېښې ګټه پورته کړي وي او د مولانا خانزیب د وینا په ملتیا ښایي بنې یې شیر عالم لمسولی وي.

مګر یو بل عام روایت کې ویل کیږي چې شیر عالم ته خپل تربور بېرون پېغور ورکړی و چې ته کور کې نه وې او میمنې کوم کس ته په نیمه شپه کې تمباکو ورکړي. خو لنډه دا چې شیر عالم خبریږي د قهر او غضب څپې یې لاهو کوي او میمنې ته جاړه په لاس دریږي او ورته وایي چې هسې دې هم اوس حلالوم خو واقعیت راته وایه چې پېښه څنګه وه.

بل روایت کې ویل کیږي چې شیر عالم ډېرۍ ته د تمباکو پسې تللی و او هغه وخت به له باجوړ نه ډېرۍ ته په تګ راتګ دوه درې شپې لګېدلې ، د ډېرۍ ، جلالا ،  مردان او ددې سیمې د شا او خوا تمباکو نه یوازې تر ننه په پښتونخوا کې مشهور دي بلکې په ټوله سیمه کې نړۍ وال شهرت لري. وایي کله چې کلیوال د تمباکو پسې د شیر عالم کور ته راغلو او ور یې وروټکولو نو میمنې او د شیر عالم لومړنۍ میرمن چې عجیبه نومیده په خټه ناصرخېله او شنډه وه هم راپاڅېده او میمنې ته یې وویل چې ته ورغږ کړه چې څوک دی کله چې کس ځان وروپېژنده او د تمباکو غوښتنه یې وکړه نو سمدواره یې د پښتنو د کلتور او دستور سره سم وویل چې میمنې زما دین په دنیا خور یې خو که لږ تمباکو راکړې چې مېلمه ته چلم ډکوم نو میمنه زړه نا زړه وه چې څه وکړي خو وایي چې تر شا پرې عجیبې غږ کړ چې خیر دی ور یې کړه. کله چې سبا شو او رڼا شوه نو بنې یې په کلي کور کې ګنګوسی خپور کړ چې بېګا میمنې ته کوم کس د تمباکو د اخیستلو په پلمه راغلی و او همدا شان دا خبره لکه د ځنګل اور تر نیمې ورځې په ټول کلي کې خپره شوه وایي کله چې شیر عالم کور ته راغلو نو د میمنې بنې خپل خاوند ته د تېرې شپې کیسه په شکمنه بڼه وکړه  او  شیر عالم یې راوپارولووایي پښتني غیرت د شیر عالم ماغزه ویشول او سمدواره جاړه په لاس په میمنې پسې ولاړ میمنې ورته وویل چې کیسه دغه شان وه ، که څه هم میمنه په شیرعالم ډېره ګرانه وه خو دا داسې وخت او داسې تور او پېغور و چې د پښتون شیر عالم زړه یې لکه کاڼی کلک کړی و نو سمدواره یې میمنه په جاړه ووهله او بیا یې حلاله کړه  :

په ناوګۍ کې اوبه نه وې

د میمنې د وینو راغلل سېلابونه

الله دې خوار کړه شیر عالمه

د تمباکو په پاڼه چا کړي مرګونه

د باجوړ د ناوګۍ د غلجو د کلي یو بل ځوان د خپل مړ شوي کاکا له خولې وایي چې هغه ویل : ویل کېدل چې یو وخت د شیر عالم د څو کسانو سره جنګ و نو په دغه وخت کې میمنه د لوڼ یعنې د نصوارو د غټ سوټي سره جنګ ته ولاړه او هغه کسان یې ووهل نو بیا ورته هغو کسانو ورو ورو دغه د بدنامۍ دسیسه جوړه کړه خو زما په نظر دغه روایت یا کیسه کمزورې ده او حقیقت ته نږدېوالی نه لري.

د باجوړ یو بل ځوان علمي او کدري شخصیت چې اوس د همدغه داستان په هکله علمي او فرهنګي څېړنې کوي او خپل علمې ریسرچ پرې کوي مولانا اشنا باجوړی دی ، هغه د اردو ژبي لیکوال دوکتور حمیدالله هاشمي هغه لیکنه او نظریه رده وي کوم چې هغې په همدغه حقیقي داستان خپل خیالي او هنري داستان لیکلی دی او په هغې کې یې ویلي دي چې دا پېښه په خیبر کې شوې ده او میمنه د پښتني پخواني کلتور له مخې هغه وخت د خپل اکا د زوی په نوم شوه چې د اوه ورځو نوې زېږېدلې ماشومه وه او پلار یې خپل ماشوم وراره شیر عالم ته په نوم کړه.

ښاغلی اشنا باجوړی وایي چې دا کیسه د تاریخي پېښو د څېړلو په پایله کې جوتیږي چې د نن نه څه کم او زیات سل کاله دمخه پېښه شوې ده او هغه خبرې رده وي چې ګوندې درې سوه کاله دمخه پېښه شوې ده. اشنا باجوړی وایي چې دغه کیسه په لومړي ځل ځایي شاعر میا جان لیکلی او هغه په یوه بیت کې د هغه وخت د نواب محمد جان خان نوم یاد کړی دی او د محمد جان خان دوره له ١٩١٢ نه تر ١٩٤٢ م کاله پورې وه ، همدا ډول ځوان څېړونکي او د باجوړ اوسېدونکی مولانا خانزیب هم د خپلو څېړنو په نتیجه کې دا نېټه ١٩٢٠م یاده کړې ده او بل لیکوال او څېړونکي انور نګار هم د څېړنو په نتیجه کې ددې پېښې اټکل ته بېخي نږدې ١٩١٨م کال لیکلی نو له دې ټولو څرګندیږي چې همدغه کلونه حقیقت ته ځکه نږدې دي چې د میمنې تر مړینې وروسته شیر عالم سوابۍ ته وتښتېده او ډېره هڅه یې وکړه چې هغه کس هم ووژني خو بریالی نه شو او هغه کس بیا د ځینو په وینا ١٩٧٠م کال کې پخپله مړ شوخو شیر عالم د هغه کس پلار په هماغه ورځ جومات کې وموند او مړ یې کړ. اشنا باجوړی وایي چې د دوی اصلي کلی د ډوډا کلی و او دوی له هغه ځایه د غلجيو کلي ته راغلي وو چېرته چې د شیر عالم کور ، دوکان او ژوند او چېرته چې همدا اوس هم د غلجیو د کلي په هدیره کې د میمنې قبر دي. د مولانا جانزیب په وینا میمنې هغه وخت یوه لور درلوده چې د دریو کالو وه او خوبانۍ نومېده هغه وایي چې د میمنې لور خوبانې له نن څخه شل کاله دمخه مړه شوه. د خوبانۍ یو زوی چې د میمنې لمسی کیږي اوس هم ژوندی دی چې شاجهان صاحبزاده نومیږي..

ښاغلی اشنا باجوړی وایي چې وروسته شیر عالم ته دا جوته شوه چې میمنه بالکل پاکه ، بیګنا او پاک لمنه وه  همدا و چې هغه وتښتېده او قام ورپسې د وخت د دود سره سم لښکر وکړ خو په لاس ورنغلو او بالاخره شیر عالم په ١٩٤٠م کال کې په سوابۍ کې مړ شو. یوه بله اړینه خبره دا ده چې د شیر عالم د تمباکو د ټکولو هغه دوه پلنې او تختې ته ورته تیږي لا اوس هم شته په کومه یې چې میمنه حلاله کړې وه یوه یې د شیر عالم د کور په اوسني دېوال کې یښې چې ښکاري او بله یې دننه په بل دېوال کې داسې یښودل شوې چې لږه ښکاري.

لنډه دا چې میمنه د بنې د بد نیت او یا هم د تربور د پېغور ښکار شوه.

زما ( اټک ) په یاداښت کله چې موږ واړه وو نو کله کله به مو یو ځای نیم کې د سندرغاړو له خوا یا د پېښور راډیو له څپو دغه داستان اورېده او  د شیر عالم تصویر  زموږ په واړه ذهن کې د یوه ظالم او قصاب انسان و

د میمنې او شیر عالم داستان ډېرو سندرغاړو ویلی دی او هر یو د داستان په منځ منځ کې ورسره د ځانه د غم ټپې هم یو ځای کړي دي چې کله یې څوک اوري نو خامخا یې اوښکې پر مخ راځي.

ډېرو شاعرانو د میمنې او شیر عالم داستان لیکلی دی خو د میاجان داستان د دې تاریخي کیسې اصلي سرچینه ګڼل کېدای شي او په سندرغاړو کې هم د فضل الربي په غږ کې د پېښور راډیو د ارشیف داستان د تاریخي ارزښت له مخې د ساتلو او اورېدلو ځانګړی ارزښت لري.

نو خلکه واورئ دا دغم نه ډک داستان دی

او میمنه حلالوي بد یې ګزران دی

نو پاک لمنه حیاداره ښکلې پېغله

نو بې قصوره حلالیږي ډېر ارمان دی

نو بلبلان دې په چغار په ټول ګلشن کې

چې په ګلشن د بلبلانو نن خزان دی

نو هغه سروی په چمن د ګلو لښته 

نو چې یې حسن ته مخلوق واړه حیران دی

نو چې حسن ته مخلوق واړه حیران دی

نو هغه پېغله حلالیږي زوګ سوران دی

نو سره غرمه ده میمنه حلالوینه 

نو سور په وینو د هغې پېغلې میدان دی

خندا په روغو زړونو کیږي 

غماز راغلی زړه به څه خوشاله شینه

په وجود روغ درته ښکارېږم

د زړه په سر به مې ونه شمارې داغونه

نو میمنې خو دا هیڅکله نه ګڼله

وی زما خپل د کاکا زوی دی په ما ګران دی

نو شیر عالمه خدای دې خوار کړه څه دې وکړل

او دا څه وشول باجوړ ټول په لړزان دی

نو حیادارې پښتنې پېغلې ازار کړې

او د ناموس پانګه دې لوټ شوه کور دې وران دی

نو وار دې تېر د میمنې د تور وربل کړو 

نو چې نن تړمې تړمې هر ګل د بوستان دی

نو شیر عالم غصې نیولی دی عالمه

نو بد اختیاره هغه کور ته را روان دی

نو میمنې ته وایي تا حلالوم زه 

نو ستا په ژوند کې سرا سر زما تاوان دی

پس ددې به ستا دیدن په ځان حرام کړم

نو دا مې کړی نن قسم په پاک منان دی

د یار په زړه کې رحم نشته

ځکه په وینو زه وصیت ورته لیکمه

زړګي ته ډاډ پخپله ورکړم

مدام به څوک ډاډه کوي رټلي زړونه

او میمنه ورته له ورایه په خندا شوه

نو ورته وایي سر او مال مې در قربان دی

خو دومره وایم څه قصور دی ما نه شوی

چې زړه دی داسې نن زما نه پریشان دی

نو دومره وایم که څه قصور زما شوی 

بس په مرۍ مې جاړه ږده دا دې احسان دی

نو که ما کړي ستا په حق بې وفایي وي 

نو زما قتل بیا رواه په دا زمان دی

نو خدای دې نه کړي چې د قام نوم به بایلمه 

بدنامي خو سپکاوی د خاندان دی

نو په سیالانو کې خو پت دی چې پت نه وي

نو بې ننګي خو په دې پو شه چې کار وران دی

نو شیرعالم وی دوکه مه راکوه ما ته 

نو حقیقت راته معلوم ټول په ښه شان دی

په شمار یې یو الله پوهیږي

دومره غمونه مې په زړه کې دي دننه

نو تا زما په عزت اور دی لګولی

نو ستا دلاسه مې زړه سوی په نیران دی

نن تربور ما ته ستا په حد کړی پېغور دی

او له ډېره سوخته مې وجود ټول په لړزان دی

او ته بیګا وی د چا سره ولاړه په خبرو 

او څه دې کار څه دې غرض څه دی بیان دی

په نیمه شپه مې تربورانو یې لیدلې

او سوال جواب دې کړی پټ پنهان دی

نو میمنې ویل مېلمانه وو ستا راغلي

نو ته چې نه وې هغه شپه دا یې بیان دی

نو مېلمنو سره خلاص شوي تمباکو نو

نو بیا یو مېلمه و زموږ کور را روان 

نو دروازه یې ډبوله څو څو واره

او زه راویښه شوم ما ویل دا مې جانان دی

نو دروازې ته ورنږدې شوم ما ویل څوک یې

او شروع کړی دی چې داسې سخت بد حال دی

یا مې د مخ برکت کم شو نو

یا ډېر اشنا شوم یار ته سپک له بڼې شومه

وس مې په هیچا نه رسیږي

ظلم په خپل زړګي کوم بد حاله شومه

نو هغه وویل زه مېلمه یم زما خورې

لږ تمباکو که ما ته راکړې لوی احسان دی

ځکه ستاسو در ته زه راغلمه پخپله

موږ چلم نه دی څملولی د خپلوان دی

او خفه نه شې ته مې خور یې زه دې ورور یم

او خپله خور دې زه ګڼم دا مې ایمان دی

او ما ورکړي تمباکو بیا په پټ مخ دي

نو اوس زما وایه په دې کې څه نقصان دی

نو میمنې د شیر عالم تسلي وکړه

نو شیر عالم یې کله مني زړه یې سنګدان دی

نو میمنه د بې وفا اشنا دلاسه

ژوبله ژوبله ګور ته ځي افسوس ارمان دی

بیا به د کلي په منځ نه ځم

د مینې د سر قاتل به په کې وینه

په ناوګۍ کې اوبه نه وې

د میمنې د وینو راغلل سېلابونه

یه د میمنې افګارې زلفې

سپاهیانو یوړلې زندۍ ترې جوړوینه 

د میمنې د مرګ اواز شو

جینکو پرېښودل قلپی په تنورونو 

نو یوه شپه شیرعالم خوب داسې لیدلو

نو چې په خوب میمنې سره ګویان دی

نو ګیله منه یمه زه له تا نه ډېره.

لیک ، سمونه او راټولونه اټک یوسفزی

مأخذونهیوټیوب ، ګوګل ، فیسبوک او زما خپل یادښتونه. د نورو لیکوالو نومونه په لیکنه کې یاد شوي دي.

Maimona and Shir Alam by: Ajmal Attock
- اجمل اټک
بېرته شاته