(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بې وسه

[18.Jan.2024 - 13:32]

 

بې وسه

لیک: محمدحسن حقیار

دحقوقي مشورو دفتر ته له رسېدوسره سم ، ددفترمشرپرمخامخ څوکۍ ناست شخص ته ګوته ونیوه :

ــ دې افغان ستاسو په کارته   کې کور اخستی اوس یې د  اداري مراحلو لپاره یو وکیل ته اړتیا ده.

  - نو زه موڅه ته راوغوښتم اوڅه وکړم ؟

ــ ته یې د وکالت کارونه پرمخ بوزه .

جنرال رؤف مې لومړی ځل   له یو پنډ دوسیو سره همدلته  ولیدترې ومې پوښتل :

ــ کاکا کور دې چېرې اوڅه وخت اخستی.

ــــ درې میاشتې وړاندې ، د اتسبورګ  په کارته کې ،دریم بلاک  ،اوم دهلیز،  پنځم پوړ،۹۶اپارتمان .

 ــ  اوه داڅه وايې!! عجیبه ده  زموږ ترکورلاندې؟! .موږ خو هم  دهمدې دهلیز په شپږم پوړ کې اوسو بیخي ستاسوپرسر ،نوبیاموڅنګه په دادرې میاشتو کې نه سره  لیدلي اونه درنه خبرشوی یم.

ـــ یاره وکیل صاحب ته هم عجیبې کوې داخو افغانستان نه دی چې خلک هره ورځ  یوبل سره وویني او   بنډارونه وکړي  داالمان دی  المان   .

 ــ هو والله ماهم  په بریمین کې   پنځه کاله تېرکړل  خوتراخره مې خپل مخامخ ګاونډی ونه پېژنده  .

  ــ مېرمن او بچیان دې درسره همدلته دي؟.

 ـــ  له  یوساړه اسویلي وروسته ! مېرمن مې وفات شوې، دوه زامن مې له خپلو اولادونو سره په امریکا، یوه لور مې په لندن او یوه  لور  او یو زوی مې همدلته په  فریبرګ کې راسره دي.

ـــ په وطن کې دې څه کارکاوه ؟

 ــ ګوره  ځوانه داسې نه کېږي چې ټولې خبرې  دلته وکړو یوماښام یا ته کافي راکړه اویابه  يې زه درکړم  چې سره کېنو اوسمه کلیوالي دزړه خواله وکړو.

ـــ سمه ده   خوکله؟

ـــ  اوس خو دکورپه کارپسې ګرځم ته به هم راسره سرګردانه یې وخت به وټاکو.

وخت مو تنظیم کړ ،یوه اونۍ وروسته   ماښام   دواړو وخت موندلی شو، له ژمنې سره  سم يې کورته ورغللم ،په پخلنځي کې   دمېوې او پيزا په برابرولو بوخت ورته مې وویل  :

 ـــ کاکا ته خوسپين ږیری يې  زوی اولور ته دې ووایه چې په  پخلنځي کې مرسته وکړي راځه  چې زه اوته کیسې وکړو.

ـــ هغه یوهم په کورکې نشته که نه  له تاسره خويې روغبړ کاوه ،دواړه په پښتو پوهېږي،دادی کارمې خلاص شودر غللم  .

له پتنوس سره  راغی ماته مخامخ دمیز برسرته کېناست ورته مې وویل :

ـــ نن خو رخصت هم دی بچیان دې  چېرې تللي دي؟

هغه  له تندي څخه خوله پاکه کړه :

ـــ یاره دنن زمانې بچیان په افغانستان  کې دمشرانوخبره  نه مني داخو المان  دی  ، زوی مې ساشا  دا یوه میاشت نه دی لیدلی ـــ  له همدې سره يې په سترګوکې اوښکې ډنډ شوې ــــ

ماورټوپ کړ :

ــ او لوردې ؟

  ــ لورمې ماشاله دوهم   مېړه څخه  له طلاق اخستلو وروسته غوښتل چې له یوپولینډی سره واده وکړي خوماونه منله  ، اوس مروره ده او دادرې کاله  کېږي چې له یوالماني سره اوسېږي .

ماپه حیرانتیا وپوښتل :

ـــ ساشا او ماشا؟

ـــ حیرانېږه مه ماپرې سمسوراوماګل نومونه ايښي خوځوانان دي دلته يې پر ځان  نوي نومونه ايښي.

ـــ المان ته کله راغللې ؟

ــــ ما دلته  په نظامي برخه کې دکتوری اخستې،هلته تورنجنرال وم  اوکله چې زموږ انقلاب  بریالی شو نو همدلته سفیر وټاکل شوم .

ــ ښه نوبیا؟

ــ بیانودرژیم له سقوط وروسته همدلته پاتې شوم دوکانداري مې پیل کړه کارمې ورو- ورو ښه  شو اوس    له چین اونوروهیوادو توکي راوړم اوعمده يې پلورم.

ژړغونی شو :

ــ هسې دګونګټوخواري ده ،موږ بچیانوته خواري کوو اودوی رانه تښتي، که نه  یواځې زما د بن دکورکرایه دیولوی فامیل بس کېږي.

شپږکاله مو دګاونډيتوب تېر شول خو جنرال صاحب  مې بیا په دې شپږو کالوکې شپږ ځله هم ونه لید، سحربه وخته  ته او ماښام ناوخته به راته، زما بوختیا هم له هغه کمه نه وه،  په هغه ورځ چې کله په دهلیز کې   راسره مخ شو؛   نو راته يې وویل  چې زوی يې له یوې المانۍ  سره واده وکړ او دی يې  هم واده ته غوښتی و.

ماوپوښتل :

ــ جنرال صاحب! ساشاکله په کور وي  چې مبارکي ورکړم .

ـــ هغه خو له واده وروسته له خپلې مېرمنې سره زموږ هغه بل کور ته لاړ  .

ـــ داولې ستاسو   دا  اپارتمان خو هم درې اطاقه دی ؟

ـــ هو والله، خیرهغه کور هم له دې ځایه  ډېرلیری ندی.  

دا دی اوه کاله د سترګو په رپ کې تېرشول نور نو په جنرال صاحب کې د دوکاندارۍ شیمه نه وه، په کورکې یواځیتوب  هم زړه تنګی کړی و کرۍ ورځ به له نورو زړو او سپين سرو سره د دهلیز مخ ته د لرګي په څوکۍ ناست و.

ویل يې چې  د هغو نورو په څېر د یواځیتوب له غمه د خلاصون لپاره سپی او پيشو هم  ساتلی نشي  ځکه چې خدمت يې نشي کولی

تېره ورځ زه  هم  ستړی هم وم؛ خو هغه په زوره له ځان سره کېنولم او د ژوند تېرې خاطرې يې راسره شریکې کړلې، کله  يې چې  ویل  چې په وطن کې به  په  هر مړي او ژوندي کې ناست و او آن کله کله يې  د نورو مړي او ژوندي  هم خوندي کول نو ساه یې لنډه لنډه شوه او سلګیو ونیوه:

ـــ یاره  وکیل صاحب   د دې ځای ژوند، دود  او ځان ځاني  مې ډېر ځوروي ،  په خپل راتګ  ډېرپښېمانه یم په دې هڅه یم  چې  بېرته خپل وطن ته ستون شم.

ــ جنرال صاحب الله ج   مهربانه  دی ، دټولو همداهیله   ده .

ــــ دنورو به هیله وي خو زه جدي یم  زه دلته ورو ـ ورو خپل ځان راټولوم او له خیره وطن ته ځم.

ــــ داخوښه کار دی خوزه څه خدمت وکړم؟

ـــ  ګوره مرګ چاته په ډول او سرني نه ورځي که دلته راباندې څه وشول؛ نو بچیانو ته مې تمه نشته، ته مې وطندار او ګاونډی يې مړی به مې ښه  سمبالوې.

 ــ  جنرال صاحب ته غم مه کوه د مسلمانانو په هدیره کې د قبر لپاره د ځمکې، ملا، ښاروالۍ، د تدفین د شرکت، یخچال امبولانس هر څه غم به درته وکړم.

 خو د هغه  تندی غونج شو :

ـــ یاره  زماپه ژوندونې له دې ځایه زړه تور دی او ته مې  مړی هم مسافرکوې، نه نه هرومرو به مې وطن ته لیږې چې په پلرنۍ هدیره کې په درناوي ښخ شم، لویه جنازه مې وي، د کلي په جامع مسجد کې مې د کورنۍ او قوم لخوا فاتحه واخيستل شي، ختمونه   دریمه، جمعه ګي، څلوېښتي او سالانه مې وي او په مسجد، هدیره کور او کلي کې راته دعاګانې وشي.

 نیمه شپه وه چې د کور ټيلیفون مو وشرنګېد، له هلو سره پوه شوم چې جنرال رؤف دی، راته يې وویل چې حالت يې ښه نه دی او که یو ځل ورشم، له ورتللو سره سم مې امبولانس ته زنګ وواهه، د امبولانس ډاکټر يې اکسیجن خولې ته وتاړه او روغتون ته مو روان کړ، هغه د کور د قلفولو لپاره چابیانې ماته راکړې.

 ورځ راغله خو د جنرال صاحب صحت ساعت په ساعت خرابېده، څو ځله مې د جنرال صاحب زوی ته زنګ وواهه؛ ځواب يې نه راکاوه ، کله يې چې    دلورټيلیفون  ځواب راکړنږدې و چې له خولې مې ورته سپک ووځی :

ــ هلو!څوک یاست ؟

ــ وکیل نجیب یم تاسې ماشا یاست ؟

ـــ هوخوتاسو مې ونه پېژندلئ 

ـــ زه ستادپلارګاونډی یم .

ــ امرکوه .

ـــ پلاردې ډېرناروغه دی اوس مو روغتون ته راوستی حالت يې نازک دی .

ـــ سمه ده خو   زه اوملګری مې اوس  له تاسو درې زره کیلومتره  لیرې یو،دلته    یوځنګل ته ارام ته راغلي  يو.

ـــ خوموږ خو هم وخت نلرو  چاره څه ده ؟

ـــ  ډاډه اوسه    زه ساشا خبروم   .

نور نو زه  هم ورسره پاتې نشوم ځکه چې که له خپل وخت څخه پنځه دقیقې هم کمپنۍ ته ناوخته تللی وای؛ نو کمپیوټر مې کارت نه مانه او غیرحاضرېدم.

  څو ځله مې  د جنرال صاحب نمبر ته زنګ وواهه خو ټيلیفون یې بند و، لس ورځې وروسته چې ساشا د پلار کور ته راغی؛ نو د چابیانو د ترلاسه کولو لپاره زموږ کور ته راوخوت، ما ترې د جنرال صاحب د صحت پوښتنه وکړه؛ خو هغه په داسې حال کې چې یوه پښه يې پر بلې واړوله او سګرټ ته یې فلټر ونیوه، وویل:

 ـــ ولې ته خبر نه يې؟! هغه خو نهه ورځې وړاندې په حق رسېدلی دی.

زه خفه شوم او په ګیله مې ورته وویل :

ـــ  بې انصافه  زه نوچاخبر کړم زما خو ګاونډی و، کم ترکمه هغه جنازې ته خو به دې خبر کړی وم.

 هغه له  خولې او سپېږمو څخه د سګرټ یو قوده دود زما پر مخ راخوشې کړ :

ـــ خیر خفه کېږه مه موږ هم جنازه نه ده کړې

ـــ ولې ؟

ماته مې هم خور شپږ ورځې مخکې د پلار د ناروغۍ خبر راکړ .

ـــ نوولې ژر ورنغللې 

ـــ خو تر څو مې چې رخصت پاڼې جوړېدلې   او روغتون ته ورتللو ته برابرېدم ،  دوه ورځې وخت یې ونیوه

ـــ نوپه یخچال کې خومړی دومره ژر نه خرابېږي .ولې موجنازه ونکړه ؟

  ــــــ ساشا چې کله پرمېز دسګرټود ایرې لپاره ايښي قاب ته  ځان رااوږود کړ نو له خولې يې دشرابودبوی  غوړاسکې   راووتلې خبرې یې   څوځله بې  ترتیبه شوې  ــــ  خوويې ویل :  

ـــ  ډاکټرانو راته وویل چې د پلار مړی یې څلور ورځې په یخچال کې ایښي و خو چې   کورنۍ يې پیدانشوه؛ نو تېره ورځ يې سره صلیب د یخچال او روغتون لګښتونه ورکړل او دا چې د قبر ځای يې نه درلود؛ نو د دې ځای له قانون  سره سم يې وسوځاوه.

- محمد حسن حقیار
بېرته شاته