(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نجېب عامر غزل

[25.Jan.2024 - 09:35]

د نجیب عامر په غزل یو ځغلند نظر

لیک: بازمحمد عابد

نن سهار چې ټول افغان ته راغلم نو د بلاګونو په سر کې مې د نجيب عامر نوم سره د تازه غزل ټکي هم ولوستل¸ په زړه کې راوګرځيدل چې نن سبا دا عامر ډېرې  ژباړې او تازه غزلې خپلې زرپاڼې ته ورکوي. دا به سمه وي چې ژباړې به يې پخوانۍ وي، خو د ډېرو هغو دوستانو له پاره به نوي وي، چې کتابونو او مجلو ته لاسرسی نه لري او يوازې د نيټ له لارې د خپلو ليکوالو او  شاعرانو له هڅو او زحمتونو خبريږي. د عامر ژباړې هم ما لوستي او د ده  خپلې کيسې مې هم ورته لوستي دي. باور وکړئ چې دومره ښکلي کيسې د ژباړې له پاره انتخابوي چې د عامر لرليد ته بنده حيران شي. په دومره ښکلې روانه ژبه يې ژباړي چې هيڅ شک پرې د ژباړې نه کيږي. ډېر ځايه پيښورۍ خو بې تکلفه ژبه خپلو کيسو او ژباړو کې کاروي، چې ما ته  يې دا اړخ ډېر خوند راکوي. خبره مې د نجيب عامر د فعاليدو کوله چې نن سبا خو يې زرپاڼه دومره په تندۍ سره ښکلې کړې ده چې زما په څير به نور بلاګګران هم ورته پسخيږي، چې ولې ورسره د عامر په څير تازه شعرونه ، ليکنې او ژباړې نه شته؟

نن چې د عامر زرپاڼې ته ورغلم نو د هغه په يو تازه غزل واوښتم چې مطلع يې داسې ده:

 

خير يې نه رسي خو غواړې خيراتونه د ولس نه

پټوي ملا د مينې آياتونه د ولس نه

 

زه يې دې خبرې پسې نه ګرځم چې ولې يې په رديف کې (د) د (له) په ځای راوړی دی. ځکه چې زموږ عام ولس هيڅکله په خپلو خبرو کې له نه وايي. دا به هم سمه وي چې د ګرامر له لحاظه به دلته د( له) کارول پر ځای وي. خو عامر کومه علمي يا تحقيقي ليکنه نه ده کړې چې په سربلونو پسې سر ګردانه شي، بلکې غزل يې ليکلی او غزل چې څومره په ولسي ژبه وي، هومره يې خوند زيات وي.

عامر پر ځای وايي. په تيرو ديرشو کلونو کې چې زما ياديږي، په ولسي کچه ملا خير ته ناست وي، خو هيڅکله يې چاته خير نه دی رسيدلی. د ولس هر وګړي ورپسې د خپلې سپيڅلې عقيدې له مخې په پټو سترګو  اقتدا کړې ده. او دا مې هم ياديږي چې کله هم ملا په ممبر درريدلی دی، د خدای (ج) په قهر او غضب يې خبرې کړي دي. بس همدا يې ويلي دي چې لوی ذات جبار دی او قهار دی. کله يې هم په خپله خوښه نه دي ويلي چې لوی ذات، جميل دی، حسين دی، کريم دی، رحيم دی او . . . .

زه نه پوهيږم چې په دومره لوی ذات چې دوی غږيږي ولې يې جمالي اړخ باندې نه غږيږي؟

عامر بل بيت کې وايي:

 

د اسلام په نامه راغلل خو رڼا ورسره نه وه

حجابونو کې يې پټ کړل خپل مخونه د ولس نه

 

فکر کوم چې زه به په دريم ټولګي کې اوم. هغه وخت زموږ ښوونځی د کلي په يوه جومات کې و. د علوم ديني معلم چې تندروسته سړی و او چج ږيره يې ساتلې وه. د اسلام په مبارک دين رڼا اچوله. په ړومبي ځل مې چې له همدې معلم نه د اسلام په مبارک دين کومې خبرې اوريدلې وې،  تر اوسه مې پرې عقيده پخه ده. معلم صاحب ويلي وو:

اسلام رڼا ده. د اسلام د مبارک دين په راتلو سره موږ او تاسې ته رڼايي راغله او زموږ آبا او اجداد يې د جهل او تورتم نه را و ايستل. که موږ او تاسې د اسلام رڼا هغې دنيا ته له ځانه سره يوسو، نو د دوزخ له لمبو او د جهنم تورې کندې ته له لويدو به مو وساتي

بلکل همداسې ده. د اسلام دين چې کومه لارښوونه موږ ته کوي نوکه  موږ پرې د اسلامي اصولو سره سم  تګ وکړو، زه باور لرم چې  د همدې رڼا له برکته به د دوزخ له لمبو او د جهنم کندې ته له غورځيدو نجات ومومو.

خو په تيرو ديرشو کلونو کې چې ما په خپلو سترګو وليدل، نو د اسلام تر سيوري لاندې زموږ په دې مظلوم ولس هغه څه وشول چې سرو کفارو به هم ورسره نه وي کړي.

ما چې په شپږم او اوم ټولګيو کې زده کړې کولېهغه  وخت غريبي ډېره وه. زه هم په دې مسوول اوم چې سل دوه سوه افغانۍ دې د خرچې پوره کولو په خاطر کورته يوسم. نيمه ورځ به به ښوونځي کې اوم او پاتې نيمه ورځ کې به مې تورخم ته ځان رسولو او له هغې ځايه به مې جلال اباد ته په کرايه بې محصوله رخت راوړو. په اونۍ کې به دوه درې ورځې د ډکې او تورخم تر منځ مجاهدين ورورنه! لارې ته راوتل، څوک به يې د خلقي او پرچمي په نوم له موټر نه ښکته کول، او له چا نه به يې د چندې په نوم پيسې اخيستې. هاغه  و خت به هم د اسلام د دې ټيکه  دارانو مخونه په نقابونو پټ وو او اوس چې يې د اسلام د رڼايي نه سره  سکروټه جوړه کړې اوس يې هم مخونه په نقابونو پټ دي.

عامر صاحب په پورته بيت کې له ډېر ښه هنري تناسب څخه کار اخيستی دی.

ورپسې وايي:

 

واکداران دې خاطر جم وي د واک بله موقعه نشته

چې شلولي یې دي داسې تماسونه د ولس نه

 

دې بيت کې عامر صاحب په واکدارانو غږ کړی دی چې نور نو ستاسې واک په ختميدو دی، تاسې په تيرو کلونو کې وښودل چې څومره مو له ولس نه ځانونه بيل کړي او څومره مو د خپلو ګتو په خاطر ولسونه ځپلي چې  تاسې  به خپله جفا هيڅکله جبران نه کړای شي.

بل بيت کې وايي:

 

دځان مرګو برکت دی دمذهب نه خلک تښتي

تخلیه شول په دې ښار کې جوماتونه د ولس نه

 

د ډېر تاسف ځای دی چې موږ ووايو چې د مذهب نه خلک تښتي. خو عامر ځکه ويلي چې د مذهب ټيکه دارانو همدومره خلک مجبور کړي دي چې تيښته ترې وکړي. موږ او تاسې ټول د دې تير يو کال شاهدان يو چې په کوزه پښتونخوا کې درې څلور پيښې په غټو غټو جوماتو کې وشوې.  

جومات چې زموږ په اسلامي او پښتني ټولنه کې د امن سمبول دی، د مذهب ټيکه دارانو  د جنګ په ډګر او د دوزخ په لمبو اړولی دی. جومات ته ورتګ د عبادت له پاره کيږي او په عبادت کولو سره انسان ته سکون محسوسيږي. دا سکون هله وي، چې انسان خپل راز او نياز له خپل خالق حقيقي سره په ارامه فضا کې وکړي. اوس چې جومات هم د ځانمرګو له بريدونو په امان نه دی، څنګه به ورتګ ته خلک زړه ښه کړي؟ او که لاړ شي، هغه اطمنان به له ځان سره ولري چې نوموړي  ته پرې سکون حاصل شي؟

تيره مياشت چې له کابل نه  تورخم ته ورسيدم، نو مازيګر مهال ودلته مې يو کليوال ملګري سره مخ شوم چې څو کاله وړاندې په تبليغ کې امير صاحب شوی دی. ده راته کړه چې راځه د خدای بنده! د مازيګر دا لمونځ به په جمعه ادا کړو، بيا به ګډه پيښور ته ځو. ورسره روان شوم. کله چې جومات ته نيږدې شوو، نو  يوه خاصدار( سپاهي ) له مټ نه ونيولم او راته يې کړه چې لين کې ورديږه. زما چې پام شو نو لس دولس کسه رانه مخکې ولاړ وودوه خاصه دارو جومات ته ننوتونکي مومنان تالاشي کول. دا صحنه راته ډېره عجيبه او غريبه ښکاره شوه. ځکه چې په ټول ژوند کې مې په ړومبي ځل ليدلې وه چې د لمونځ د ادا کولو په موخه دې جومات ته ننوتونکي ولټول شي. زړه کې مې انديښنې وټوکيدې، له ځانه سره مې وويل چې کيدای شي دوی ته څه اطلاع رارسيدلي وي چې ګوندې ځانمرګی تورخم ته راننوتی او هدف يې په جومات بريد دی. زما کليوال امير صاحب چې په لين کې له مانه وروسته ولاړ و. په لوړ  غږ مې ورته په دې خاطر وويل چې خاصه دار يې هم واوري:

_ زه په دې غاړه کې يو تش ادوس ماتوم، ته ورځه، زه هم درغلم.

نو نجيب عامر پورته خبره بلکل پر ځای کړې ده.

بيا وايي:

 

محبت به ترېنه تښتي دوی به ځان پورې حیران وي

 چې لمن لمن یې ټول کړل نفرتونه  د ولس نه

 

عامر صاحب دا بيت هم پر ځای ويلی دی. دوی دومره نفرتونه په  خپلو لمنو کې راټول کړي دي، چې محبت بلا غواړې چې دوی ته تم شي؟

 

چې ژوندۍ غزلې لیکي چې د ژوند سندرې وايي

عامرجان دي راټول کړي دا رنګونه د ولس نه

 

عامر صاحب دا خبره هم پر ځای کړې چې خپلې شاعرۍ ته يې ژوند له ولس نه اخيستی دی. او دا ځکه چې زموږ ولس يو ژوندی ولس دی، خو دا بيا بيله خبره ده  چې اوس دا ژوندی ولس په لوی لاس د مرګ  کومې ته کشول کيږي.

په دې هيله چې د عامر غزلې تل ژوندۍ وي، دا مظلوم ولس دې  خدای (ج) د مرګونو له  قاصدانو نه نور په امان لري.

آمين يا رب العالمين

بازمحمد عابد

کابل، ۲۰۰۹ ز کال د جولای لومړۍ نېټه

- باز محمد عابد
بېرته شاته