(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو متلونوکې

[25.Jan.2024 - 09:50]

په پښتو متلونو کې عددونه اوشمېر

لیک: ډاکتر لطیف یاد

متلونه دهرې ټولنې دولسې ادبیاتویوه مهمه برخه ده .ددغو متلونوتر شا اوږدې کیسې پرتې دي .متلونه دخلکو دتجربو پر بنسټ هغه نصیحتونه دي چې په لنډه توګه بیا ن شوي دي اوپه لنډو جملو کې لویې خبرې پکې رانغاړل شوي دي .

دپښتو دولسي ادب لمنه هم دمتلونو نه ډکه ده او که رښتیا ووایم زما دڅیړنو پر بنسټ دومره متلونه چې دپښتو په ولسي ادب کې شته دډیروټولنو په ولسي ادبیاتو کې نشته .زموږ په ټولنه کې دغه متلونه دلوستو او نا لو ستو خلکو ترمینځ هره ورځ په ورځنیو خبرو اترو کې کارول کیږي .زه دلته تاسو ته یوازې دڅو هغوپښتو متلونو بیلګې راوړم چې شمېر او عددونه پکې راغلي دي دبیلګې په توګه : ( پوره ورک دې کړل دوه کوره )

ـ اوبه چي تر سر واوړي څه يوه نيزه څه دوه نیزې

ـ اوربشي که سل منه دروپۍ شي ، دخره پکې يوه لپه ده

په والله که به یې پرې شل کړې

ـ پر خره يوه لپه اوربشي ډيري دي .

- به یوه ګل نه پسرلی کیږي

- پر يوه باندي چي دوه شي ، ړنا ورځ ورباندې شپه شي

- دلاس پنځه ګوتې سره برابرې نه دي

ـ پنځه ګوتې په خوله نه ننوزي

- پور چې تر سلو تېر شو ، وچه ډودۍ مه خوره

- پوره ورک دې کړل دوه کوره

ـ په پردي کور کې سل مېلمانه هيڅ نه دي

ـ په جنګ کې يو ګام د سلو کالو لاره ده

ـ په سلو وهلی ښه دی ، نه په يوه پړ

-په يوه استنجاء لمونځ نه کيږي

په يوه څپېړه سل مخونه خوږيږي -

ـ په يوه زين کې دوه کسه نه ځائيږي

ـ په يوه لاس کې دوه هندواڼې نه اخیستلې کیږي

ـ په يوه موزه کي دوې پښې نه ځائيږي

- په یوې تیکې کې دوه تورې نه ځائیږي

- چي د ړندو پر کوڅه راشې ، پر يوه سترګه لاس ايږده

- په یوه هیواد کې دوه پاچاهان نه ځائیږي

- چي شل ګله ورکړې، درې ګله ورنه کړې ، ګل به یې نه کړې

ـ چونګښه له ماره سره تله ، پۀ منځ کې دوه ځايه شوه

- سل ټکه دزرګر یوټک دآهنګر

-ـ دډير وامساء ديو ه ګيډۍ.

- ددوو به كوروي ددريم ګړي به مخ توروي

- د سلوكالوموړپه سلوكالوكې نه خواريږي

- دسلوكالووږي په سلوكالوكې هم نه مړيږي

- دسلوبللوځاى شته ،خوديوه نابللي نه

- ـ دسورنه چي يوپف دى

ـ دپنځه جريبه ځمكې نه يو مريد ښه دى

ـ دسلوشاباسیونه يوه روپۍ ښه ده

ديوه لاسه ټک نه خيژي .

ـ دوه غوايي چې ښکر پۀ ښکر شي زيان يې د بوټو کاڼو دی

ـ دوه غوايي چې ښکر پۀ ښکر شي ،زور يې د وښو پرخوا وي

ـ د سپو کور پر کور بدي وي، خوار غريب ته يو وي

دسپیوپه خپلو منځو کې جګړه ده ، خو مساپروته یې یوه ده

ـ ړوند له خدايه څۀ غواړي ، دوه سترګې

- یو بام دوه هواوې

سل دي ومره ، يو دي مه مره-

- سل دې ومره ، خو دسلو سردې مه مره

- چي يوه دانه خاوري شي، سل پيدا شي

- لمر په دوه گوتو نه پټېږي

- د دو رویپو شادي(بیزو) وه د لسو روپيو زنځيریې وشلاوه

-که سل کلونه ژوندی یې ، اخر دګوربند یوا ن یې

-سل روپۍ پور کړه،خو د ژمي شپه په کور کړه

- دځوانۍ يوه نيشه وي هسې نه چې هميشه وي

- کوڼ دوه ځلې خاندى

- تر سل ځله او ريدلي ، يوه پلا ليدلي ښه دي

روژه مو غر اوبر کړه شل او نهه شپې لاپاتې دي

ـ سل سرونه خیشتوي ، يو سر خريي

- سل سرونه خیشتوې ، يو هم خريلی نه شي

- سل يې غواړي ، يو يې وړي

-ړوند له خدایه څه غواړي ، دوه سترګې

- يوه خبره حقيقت ، سل کاله عبادت

- دړندو په ښارکې دیوې سترګې خاوند پاچا دی

-يو يې ګټي سل يې څټي.

-نولس به دې شل نه شي

-سل روپۍ پور کړه زوی په ښار لوی کړه.

-ىوه دړه اور نه کوي او دوه بنې کور نه کوي

-سل په لالي پوردي دایوه پې دبنګړو

-بټ خېله پۀ یوۀ هندو نۀ ورانیږي

د دوو مېرمنو خاوند به تل خوار اوزار وي .

( یاد)

____________

 

 

 

 

سندهي ژبه : (Sindhi language)

 

سندهي  ژبه دپاکستان په سندایالت  او دهند دګجرات ایالت په ځینو برخوکې ویله کیږي.پردې ژبې  په پاکستان کې ( 30.26)  ملیونه وګړي او په هندکې (   1.68 )ملیونه خلک خبرې کوي .سندهي یوه اینډو -آریايي ژبه ده او( ۵۲)توري لري .

دپاکستان سندیانو په نولسمې زیږدیزې /میلادي  پیړۍ کې ددغې ژبې لپاره دعربي لېکدود او تورونه ګټه اخیستل پیل کړل . حال داچې دغه ژبه دهند ترخپلواکۍ وروسته دهند دحکومت د پريکړې له مخې دعربی لېکدود پرځای دګجرات په ایالت کې په دیوناګري لېکدود سره لیکله کیږي .

سندهي ژبه ډیرې لهجې لري چې ځینې یې په لاندې ډول دي :

۱- لاسي لهجه:دا لهجه دپاکستان د بلوچستان   په لسبیله  اودبلوچستان ایالت 

 په ځینونورو سېمو کې ویله کیږي .

 ۲-لاړهي لهجه : دسندي ژبې دا  لهجه  په لاړ ھ،حیدرآباد  ،ټهټّه ، بدین ، ملیر اوکراچۍکې ویله کیږيلاړي لهجه هغه لهجه ده چې نن ورځ په پاکستان کې په همدې لهجې  دسندهي ژ بې  کتابونه لېکل کیږي.

۳- کچهي لهجه : دسندهي ژبې دا لهجه دهند په ګوجرات کې ویله کیږي  اوددې لهجې ډېر ویونکي د ډېرو پخوانیوزمانو راهیسې په کراچۍ کې هم مېشته دي .دسندهي ژبې مشهور شاعر شاه عبداللطیف بهټایي په همدې لهجې شاعري کړې ده.

۴-میمني یا کاټهیاواړي لهجه :دا دهغو سندهیانولهجه ده چې دسندھ دټهټهي نه دکار اوبار لپاره دګوجرات سیمې ته تللي ول او هغوی دغې لهجې ته میمنۍ نوم ورکړی دی.

۵- تهري یا ډاهټکي لهجه : دا لهجه دتهر دسیمې نه نېولې دهند تر راجستانه پورې ویله کیږي .

۶- وچولي یا اتهرادي لهجه : دا لهجه دپاکستان دسند ایالت په لاړکانه او سکهر کې ویله کیږي .

۷- سرو یا سرائیکي لهجه : دسندي ژبې دغه لهجه له  سند ، پنجاب او ملتان نه نیولې تر بهاولپور پورې ویله کیږي .

۸- خوجکي لهجه : دا هم دسندهي ژبې پخوانۍ لهجه ده چې داسما عیلي مذهب بلونکو په ملتان ، منصوره او ګوجرات کې رواج ګړه او داسما عیلي مذهب تبلیغات او لیکنې  دسندهي ژ بې په همدې لهجې سره تر سره  کیدلې .

۹-جد ګالي لهجه : دسندهي ژبې دا لهجه په ایران او بلوچستان کې دسندهي ژبو دویونکو تر مینځ مروجه ده.

۱۰- سواحلي کچهي لهجه  : دادهغو سندیانو لهجه ده چې په اتلسمې زیږدېزې پیړۍ کې دختیزې افریقا هېوادونو لکه کینیا ، تانزانیا ، یوګنډا. ملاوي ، سومالیا ، موزامبیک ، بورونډي اوراونډا هېوادونو ته تللي دي او هلته مېشته شوي دي .

سندهي ادب ډیر صوفي شاعران لري چې په پخوانیو صوفي شاعرانو کې د پیرنورالدین ، سبزواري ملتاني اوبیر صدرالدین نومونه اخیستلی شو

 په سند کې دسومره حکمرانانو(1025 – 1351 AD) دواکمنۍ په وخت کې د قاضی قاضن، شاہ عبدالکریم بلړی وارو، شاہ لطف اللہ قادري، شاہ عنایت، مخدوم نوح او میر محمد معصوم بکھری په څیر دسندهي ادب سترشاعران تیرشوي دي  .همداراز شاہ عبد اللطیف بھټائي (1689ء - 1752ء) دسندھی ژبې ستر شاعر تیرشوی دی

په اوسني وخت کې سندهي ادب ډیره وده او پرمختګ کړی دی او دتخلیقی اثارو سره سره د۔ شیخ ایاز، عمر بن محمد داؤد پوتہ، علامہ آئی آئی قاضی، حسام الدین راشدی، نبی بخش خان بلوچ، محمد ابراہیم جویو، استاد بخاری اونورو ډیرو ادیبانو او دسندهي ژبې څېړونکو ددغې ژبې  په ودې او پرمختګ کې ډیرې هلې ځلې کړي دي .

-------------------------------------------------------

ماخذونه

۱- ڈاکٹر عنایت حسیں لغاری ،سندھی ادب کی ترقی میں صحافت کا کردار ، دکراچۍ چاپ .

۲-The Soomras of Sindh: their origin, main characteristics and rule" (PDF).  University of Karachi .

۳-Chopra, R. M., The Rise, Growth And Decline of Indo-Persian Literature, 2012, Iran Culture House, New Delhi, Chapter on"Persian in Sindh"

- عدد او شمیر
بېرته شاته