(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دارالمان

[26.Jan.2024 - 19:51]

دارالامان!

 

لیک: نصيب الله اڅکزى

 

دارالامان د ۲۰۳ مخونو ناول دی چې ډاکټر لیاقت تابان ليکلی او د ملګري لیکوال کویټې لخوا خپور شوی دی. ډاکټر لیاقت تابان د نیفرولوژي پروفیسور دی او له د مصروفیاتو سره سره د لیکلو تنده یې نه ماتیږي. او په بیلا بیلو موضوعاتو يې شل کتابونه ليکلي دي.

 

تابان په دې کتاب کې د ښځو د حقوقو او د هغو ستونزو په اړه خبرې کوي چې پښتنې ښځې ورسره مخامخ دي. دا ناول په فطرت کې فیمینیزم دی او پہ پښتو ادب کې د ستايني وړ تخلیقي کار دی ولي چې په دې موضوعاتو باندې پښتنو لیکوالانو ډېرې کمې لیکني کړي دي.

 

دارالامان یوه موسسه ده چې د ښځو د حقوقو لپاره کار کوي. ډاکټر لیاقت تابان خپل کتاب د پښتو ژبې څلورو نامتو ادبي شخصیتونو مېرمن زیتون بانو، پروین ملال، کبرا مظهري او حسینه ګل ته ډالی کړی دی. زما  پہ اند د مېرمن کلثوم زیب نوم هم شامل کول پکار و چا چې د پښتو ادب لپاره د ستاینې وړ ادبي خدمتونه کړي او د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره یې مبارزه کړې ده.

 

دا ناول د پښتنو په پلارواکه ټولنه کي د ښځو د حقوقو په اړه د ټولنې توره څېره په ښه توګه راښکاره کوي. د ډاکټر لیاقت تابان دا خبره برحق ده چې کله په پښتنه کورنۍ کې زوی پیدا شي، کورنۍ د خوښۍ په خاطر هوايي ډزې کوي. کله چې یوه نجلۍ زیږیدلې وي، نو دا ډول فعالیتونه له نوي زیږیدلي ماشوم سره د ناخوښۍ له امله نه ترسره کیږي. ډاکټر لیاقت تابان د هند، بنګله دیش او چین مثال هم ورکوي چیرې چې ټولنې نرواکه دي. دا د دې خبرې ګواهي ورکوي چې موږ اوس هم په هغه تياره کې ژوند کوو چې د اسلام له ظهور څخه مخکې وه چيري چې قريشو هلته نجونې ژوندۍ ښخولې.

 

سوره د پښتني کلتور برخه او پر مخ تور داغ ده. دا عموما هغه وخت ترسره کیږي کله چې د قتل د قضیې د حل لپاره جرګه کیږي. د دغه تور دود له مخې مجرم کورنۍ پابنده ده چې یوه یا زياتي نا واده شوې نجونې د مړ شوي کورنۍ ته‌ د تاوان په توګه ورکړي. په دې ناول کې لیکوال د یوې نجلۍ ګلالۍ کیسه کوي چې ورور یې یو کس وژلی او د جرګې د پرېکړې په پایله کې ګلالۍ د مقتول د کورنۍ له یوه کس سره (که څه ھم عمر يې زيات وي یا په نشه  روږدی وي) واده کوي. ګلالۍ په خپګان اخته کېږي او د دې پرېکړې پر وړاندې مقاومت کوي او په دارالامان کې پناه اخلي.

 

په پښتنه ټولنه کې د ښځو د زده کړو وضعیت د افسوس وړ دی. د مثال په توګه، په قلعه عبدالله کې د ښځو د سواد کچه یوازې 8 فیصده ده، په پشین کې 36 فیصده، په شیراني کې 7 فیصده، په فاټا کې 8 فیصده ده. په داسې حال کې چې طالبانو د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی. ډاکټر لیاقت تابان دا ظلم د يوې نجلۍ کوتري له لارې په ګوته کوي چې د خپل پلار چا چي دا له کالج څخه را ايستلې وه د ځان وژنې هڅه کړې وه او د Fsc پای ته رسیدو پرمهال یې له کالج څخه وشړله. د تعلیم په څير پښتنې میرمنې د دندو په ترسره کولو کې له خنډونو سره مخ دي. روزینا چا چي Msc کیمسټری امتحان کي کاميابي تر لاسه کړې وه چي کوم وخت يې د کار کولو اراده وکړه. پلار وویل د خسرګنۍ به ستا نوکري کول نه کړي خوښ او ورته وویل چي له واده وروسته که دي خسرګنۍ خوښه ول نو نوکري به پیل کړې.

 

  د ښځو د حالت په اړه د ملي کمېشن رپورټ (2005) په ډاګه کړه چې د (خیبر پښتونخوا) او فاټا پنځوس فیصده ښځې د میراث په برخه کې د نه برخه اخیستو عمل منيد پاکستان د ټولنې، تعلیم او ژبې په ژورنال کې یو څیړونکی په یوه سروې کې لیکي چې د ځواب ویونکو اکثریت 80٪ په دې نظر دی چې د میراث د حق لپاره د میرمنو غوښتنه کورنۍ ترمنځ د شخړې لامل کیږي.

 

که موږ پښتانه ومنو او یا رد کړو، خو دا یو حقیقت دی چې زیاتره ښځې په میراث کې له ونډې څخه بې برخې دي. ډاکټر لیاقت تابان دا مسله په کلکه په ګوته کړې ده چې سلیمه چا چې اولاد نه درلود د خپلې خسرګنۍ لخوا د هغې له میراث څخه محرومه شوې وه. په ناول کې له امنې سره هم دغسي کېږي. دې حالت دواړه ښځې دماغي ناروغې کړې چې په پایله کې یې په دارالامان کې پناه واخیسته. په عین حال کې، لیکوال دا شواهد وړاندې کوي چې اسلام ښځو ته په میراث کې مناسبه برخه ورکوي.

 

ناسمې پریکړې یو څوک د بدتر راتلونکي لامل کوي. کله چې په یوه پدرواک ټولنه کې یوه ښځه څوک چې د بېل بېل کړاوونو ښکار وي، په ناسم وخت کې دا ډول پریکړې وکړي، نو په راتلونکي کې د ډیرو خنډونو سره مخ کیږي. په یوه کیسه کې ډاکټر لیاقت تابان یوه ښځه رام بي بي انځوروي چې کونډه ده او پنځه لوڼې لري خو نارینه اولاد نه لري. هغه ښه لوستې ده. کله چې د هغې میړه مړ شي، هغه د خپل لېوره سره  واده کول ردوي. هغه دنده پیلوي او خپل پنځه ماشومان په ښه توګه پالي. په عین حال کې، هغه فېصله کوي او د بل چا سره واده کوي څوک  چې لالچي دی. کله چې رام بي بي د ښوونکي دنده ترلاسه کولو کې پاتې راغله، د میړه چلند یې بدل شو. په ورته وخت کې، د هغې پنځه لوڼې د هغې د لومړي خسر په کور کې دي څوک چې د رام بي بي ډ  پنځو لوڼو سره د ھغې د لیدو انکار کوي. دغه ته ورته يوه ستونځه د زهرا سره هم ده چې اووه لوڼې لري خو نارینه اولاد نه لري او په خپل خسرګنۍ کې له خنډ سره مخ ده څوک چې پیغورونه ورکوي چي ولې نارینه ماشوم نه زیږوې.

 

په پښتني ټولنه کې د يوه سه زيات ودونه عام دی. موږ لیدلي چې په یو میړه  د ټولو میرمنو ترمنځ انصاف نه شي کولای. سربیره پردې، ډیر نارینه د جنسي غوښتنو لپاره ډیر ودونه کوي. د بلقیس پلار دوئم واده کوي او کله چې مېره یې کور ته راسي د بلقیس او د هغې دوه خویندو سره یې چلند بدلیږي. د هغې دوه خویندې ودونه د داسي چا سره ورکوي څوک چې د دوی  ھم عمر نه وي . کله چې د بلقیس مېره هڅه کوي چې د بلقیس واده په نشی توکو روږدي کس سره وکړي، نو بلقیس مقاومت کوي او په دارالامان کې پناه اخلي.

 

په پښتني ټولنه کې د طلاق تناسب تر ډېره حده کم دی. ښځې هر ډول ظلم او وحشت زغمي خو وفاداره پاتې کیږي. په دې ناول کې پروفیسور ډاکټر لیاقت تابان د طب له نظره یوه ډېره جدي ستونځه په ګوته کړې ده. دا مسله تقریبا په ټولو هیوادونو کې عامه ده. ډاکټر لیاقت تابان په دې نظر  دی چې ښځه هغه وخت پاکه نه ګڼل کیږي چې د نکاح په اوله شپه د جماع په وخت کې د هغې پرده بکارت مات نه شي. د کومي له وجھي ډیری میرمنې طلاق کیږي . تابان وايي چې دا له طبي لحاظه غلطه ده، ځکه چې د لوبو پر مهال، د سختو کارونو په کولو او د زياتو نورو وجوهاتو له امله د نجلۍ پرده ماتېږي.

 

د کتاب په پای کې  ډاکټر لیاقت تابان په پښتني ټولنه کې د ښځو د حقونو په ناوړه، بې رحمه او تریخ حالت د خواشینۍ احساس کوي. هغه د ښځو د حقونو دفاع کوي او د هغوی د ځواک او مبارزې ستاینه کوي. هغه په ​​دې اند دی چې په تيونس، مصر، اردن او لیبیا کې ښځو په لاریونونو کې مخکښ رول لوبولی دی. هغه زیاته کړه چې د بېنظیر بوټو، د سریلانکا سرما بندرا نایک، د میانمار آن سان سوچي، د انګلستان تیریسماراو، د جرمني انجلیا مارکر او د اي ايم ايف  مشره کرسټن لوگارډو په څیر یو شمیر میرمنې شتون لري چې په لومړۍ لیکه کې وې او د قامو رهبري یې کړې وي.

 

په داسې حالت کې چې لیکوالان د ذهني عېاشی لپاره د جنسي جملو په مرسته د هلکانو او انجونو ترمنځ د مینې د جمالیاتی فکرو په لیکلو سره اطمینان احساس کوي__ دا ناول  د پښتني ټولنې څوک چې د ښځو د حقونو د کړکیچن حالاتو په اړه  بدنامه ده، ستاینې ته اړتیا لري. دا تخلیقي کار باید په لنډو ټلویزیوني کیسو کې د لږ اضافه کولو وروسته خپور شي. زه پروفیسور ډاکټر لیاقت تابان ته وړاندیز کوم چې د دې لپاره دا ناول ‌ contents زیاته کړي. په اخر کې باید دا ناول په اردو، پنجابي، بلوچي، سندي او تر ټولو مهمه په انګلیسي ژبو وژباړل شي __ د دې لپاره لیکوال باید په هیواد کې د بشري حقونو له سازمانونو سره اړیکه ونیسي. ولي چي دا کتاب د دوی په معيار پوره دی.

- نصېب اڅکزی
بېرته شاته