(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دجال

[01.Feb.2024 - 17:03]

دجال

کله  چې وړوکی ما شوم وم  نو زموږ دکلي خدای بخښلي حسن کاکا به موږ ته دعیسی علیه السلام او دجال به اړه دابیتونه زمزمه کول :

عیسی و پیغمبر

دی دوست و داکبر

داخل په ادیره شو دزاړه قبر ترڅنګ

دېره و یو ملنګ

اودجال لري یو خر

شپېته ګزه یې بر

عیسی ویل ای ځوانه

پرسان کووم له تانه

دا څومره موده کېږي دې مکان ته راغلې کله

دې ځای کې ناست یې څله

ملنګ ویل پېغمبره

د خلکو معتبره

یو زه، یوه مې ښځه دواړو کړی مصلحت ؤ

چې دا یې حکایت ؤ

دې و ویل نګاره

زما دمینې یاره

که زه اوله مړه شووم بیا کوه راته ګونډتون

چې څو دې وي ژوندون

 

ددجال ذکر او یادونه په عیسوي منابعو کې هم شوې ده چې په انګریزی ژبه ورته Antichrist وایي اوپه عربي ژبه یې ( المسیح الدجال) بولي .ده ته درواغجن مسیح هم وایي ، داځکه چې دی په درواغو ځان عیسي بولي.

مسلمانان په دې اند دی چې په اخره زمانه کې به دجال او دهغه فتنې را څرګندې شي او حضرت مهدي به راپيداشي او عیسی علیه السلام په هم له آسمانه ځمکې ته راښکته شي ا و دوی دواړه به په ګډه سره دجال او دهغه فتنې له مینځّه یوسي .  

خو اوس زموږ پر خاورینه نړۍ داسې دجالان واکمنان دي  چې هره ورځ مو ویني څښي او هډوکي  موراماتوي ، څو حضرت مهدي را څرګندیږی  زموږ نوم اونښان به  هم نه وي پاتې .ډاکتر لطیف یاد

01.02.2023

- ډاکتر لطیف یاد
بېرته شاته