(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اشر

[16.Mar.2024 - 11:12]

اشر ، بلندره ، باسکر ، بګړه ، پګړه

لیک: سلېم قرار

اشر د لر او بر پښتون قام يو غوره او ګټور دستور دی _ ټول هغه کارونه چې نورو ته به يې د مرستې ضرورت وۀ ، د اشر په وسيله تر سره کېدل _ اشر کښې معاوضه ورکول / اخيستل نه وي خو د کار او اشرګرندو په مناسبت سره چرګان / سېرلي ، پسونه حتا غوايان ورته حلالېدل او په وړه شوې ډوډۍ په اصطلاح «پېنډه» به يې ښه ډېر غوړي اچول او ښه په زړه پورې ډوډۍ به يې ورکوله _ د اشر ډوډۍ پورې د يو سواتي کيسه رایاده شوه _ ويل د ماما مې ځمکه هم ډېره وه او غواګانی او وزې يې هم ډېرې وې _ د غنمو لو ته يې اشر غوښتلی وۀ _ دی به ورته د پټو په پولو ګرځېده او غږ به يې کاوۀ چې «هلکان خو نه دي ، ګلونه دي ګلونه » _کله چې د ډوډۍ وخت شو په غټو غټو کاسو کښې يې په لږه لږه د سېرلي ښوروا کښې ډوډۍ ماته کړه اوبې توله غوړي يې پرې واړول _ لوګري ځوانان چې په خوراک لګيا شول نو ماما مې ترې چاپیره قدم وهۀ او دا غږ به يې کاوۀ چې «هلکان خو نه دي کندوړګي دي ، کندوړګي» 

متاسفانه د پښتنو دغه غوره دستور په سلګو دی خدای دې وکړي چې د ځوانانو ورته پام ورواړوي او يو ځل بيا دغه ګټور دستور ته وده ورکړي .

 

کندوان يا کندوګان (جمع) واحد يې کندو _ کندوان به مشرانو ښځو د خټو نه جوړول (لکه تنور) او غله دانه به يې پکښې خوندي کوله _ (کندو/کندوړګی طنزا ډېرخور سړي ته وايي) اوس به هم په کليوالو سيمو کښې وي خو په ښاري سيمو کښې يې ځای د څادر نه جوړ کندو نيولی چې د پښتونخوا په جنوبي سيمه کښې يې «کولی» بولي نه پوهېږم چې په نورو سيمو کښې يې په کوم نامه يادوي .

د پښتني کلتور د خونديتوب په هيله

- سلېم قرار
بېرته شاته