(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خان

[16.Mar.2024 - 11:15]

خان 

لیک: ډاکتر لطیف یاد

" دخان ویۍ  له آره یو مغولی ویۍ  ده, چې دقبیلې مشر ، امیر او رئیس ته ویل کیږي ، خو دخان ویۍ  دډیروپخوا زمانو نه په تورکانو کې هم مروجه وه اوښایي تورکانو به دغه ویۍله مغولو اخیستلی وي.

که څّه هم ډیر خلک په دې اند دي چې دخان کلمه تورکي ده، خو موږ یې ځکه مغولی بولو چې د ډېرو پخوازمانو نه دغه نوم په مغولو کې مروج و

دبېلګې په توګه:( خان بالیق) دچین داوسني پلازمیینې بیجنګ پخوانی نوم دی, چې دکوبلی خان له خوا یې بنسټ ایښودل شوی و

همداراز د مغولوپه نومونو کې دخان دکلمې وروستاړی چې هم په تاریخونو کې راغلی دی ددې څرګندویه اوښکارندویه دي, چې دغه ویۍ  له آره مغولي ویۍ ده او موږ یې څرک دهغه وخت په نومونو کې لیدلی شو لکه کوبلی خان ، چنګیزخان ، هلاکو خان او نور"

مګر افغان مورخينو او ژبپوهانو د خان نوم سرچينه د پښتنو تاريخ او کلتور پورې تړلې ده او وايي, چې د خان نوم جرړه د پښتنو تاريخ کې دننه پرته ده ۔ ممکنه ده په دې اړه نورو افغان څېړنکارانو هم ليکل کړي وي خو مونږ يوازې د علامه حبيي صېب او استاد زيار صېب ليکنو کې په دې اړه لوستي دي او هغوۍ دا نوم پښتون تاريخ پورې تړلے دے ۔ 

علامه حبيبي صېب د افغانستان لنډ تاريخ کې په ۸۶ مخ داسې ليکلي دي :

" د هپتاليانو د ژبې او فرهنګ اثر(پښتو، دريژبو کې پاتې دي چې يوه نښه يې د " خان " لقب تر اوسه پورې د هر افغان نوم سره تړلې ښکاري ۔ په هند کې هم هر افغان په دغه نامه ياديږي او " تورخان " او " مهرګل " هم په پښتنو کې ډېر دود نومونه دي ۔ هم دا رنګه د ولس (ملت) ، جرګه (شورا، مجلس) ، يرغل (يلغار) وييونه په پښتو او دري کې او د سهاک (ساکه) ، خلجي (غلجي)، او ابدالي (هپتالي ) ، کشاني (کوشاني ) او ميرويس (مهرويسه، مهره کوله ، د لمر له کاله) او نور نومونه په افغانستان کې د ساکيانو، کوشانيانو او هپتاليانو نه راپاتې دي "

د علامه حبيبي صېب د دغه پورته ليک پخلے  ژبپوهان او مورخ استاد زيار صېب هم کړے دے چې د دغه يادونه يې " پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې " کړې ده ۔

يوازې افغان څېړنکارانو او مورخينو د " خان " د نوم سرچينه د پښتنو تاريخ او کلتور نه دے ښودلے بلکې بهرنيانو هم دا پخلے کړے دے چې د دې نوم سرچينه خپله د پښتنو تاريخ دے ۔ ايدوغدي قربانووف چې د هپتاليانو په اړه کوم کتاب ليکلے دے هغه هم د " خان " نوم د پښتنو تاريخ سره غوټه کړے دے ۔ هغه خپل کتاب " هپتاليان ارکيالوجي او تاريخي شننه " کې داسې ليکلي دي :

" There were also close contacts between the Hephthalites and the Avars (Rourans), although they had different languages and cultures, and the Hephthalites borrowed much of their political organizations from them. In particular the title ‘’ KHAN’’ which was original to the Rourans according to Mc Govern, was borrowed by the Hephthalites rulers.’’

" هپتاليانو او اوارانو ( رورنيانو) خپلو کې نزدې اړيکې درلودلې هر څو که د دويۍ ژبې او کلتورونو سره جدا جدا وو۔ هپتاليانو د دويۍ ګڼ سياسي جوړښتونه خپل کړي وو چې په دغه کې د " خان " ستاينوم د يادولو وړ دے، کوم چې د مک ګورن په قول له آره د رورنيانو سره تړاو لرلو، او هپتالي واکمنو راخپل کړے وو۔ "

د دې پورته ليک مالومات مې د پروفېسر محمداياز صېب څخه اخستي دي چې د دغه دپاره د هغوۍ شکرګزار يم ۔۔۔۔ (ملي پاڅون)

- ډاکتر لطیف یاد
بېرته شاته