(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننګرهار -زرېنه دوره

[16.Mar.2024 - 11:39]

 

د ننګرهار  زرينه دوره، لوړی ژورې او دبریالي ماموریت تر شا رازونه:

لیک: ایمل ذکي

پوره یو کال د مخه،همدا شپې ورځې وې،ننګرهار د خپل تاریخ په بدو شیبو کې وو؛روغتیایي کارکوونکي د باجګیریو،بمونو او ګواښونو له لاسه کتنځیو،روغتونونو او درملتونونو ته له ډاره نشوای تلای،تجاران  له همیشه بهاره ترکې او دوبی ته کډوال شوی وو،ماشومان له ډاره ښوونځيو ته په ارام زړه نه تلل،سهار او ماښام چاودنې وې،د سهار او د ماخستن جمعی بې رنګه او د جمعې صفونه بې خونده شوي وو،د علماوو،د تجارانو او د ډاکترانو شهادتونه پر ننګرهار د وحشت سیوری خپور کړی وو.   

   ولس او ولسمشر دواړه په اندیښنه کې وو،د ډاکترانو فریادونه،د علماوو غږونه او دفیسبوکیانو پیغورونو له مرکزي او ولایتي ادارو لاره ورکه کړې وه.باړه وه؛دښمن سپین سترګی شوی وو،په رڼا ورځ به یې له پولیسه ټوپک تښتاوه، پر کلیو او ولسوالیو د طالب او دداعش راج چلیده او په ښار کې د مافیا وو واک وو، په ښار او بازار کې د ورځې په سلګونه موبایلونه په ښکاره غلاکیدل،ددولتي عایداتي نهادونو عوايد به په پټه د زورواکو جيبونو ته تلل،د ښاروالی د میلمستون څخه سم د علی شهباز قلندر لنګر جوړ وو،د ننګرهار وکیلان به چې کورته د رخصتيو لپاره راتلل دغرمې او د ماښام ډوډي به یې ټیک د ښاروالی میلمستون ته رسوه،خلکو به له خدایه له هر لمانځه وروسته یواځې د خوندیتوب  دعا غوښتله. په هره غونډه کې به خلکو ولسمشر ته ویل چی ننګرهار ته یو قوی والي راوليږه چې موږ لدی مافیاوو او زورواکو خلاص کړي ،اشاره به یی کوم ستر ټوپکوال ته وو،دا ځکه چې خلکو باور درلود چې ددومره سترو ناخوالو کلي ښایي د کوم ټوپکوال سره وي ځکه مافیایي فرهنګ د کلونو راهیسی ولس یرغمال کړی وو او په ولس کې د یرغمال کوونکو سره د مینې سندروم یا  Stockholm  Syndrome رامنځته شوی وو، اما ولسمشر دا ځل د ډیرو خلکو د توقع برخلاف، ډیر نا اشنا فیصله وکړه پر زورواکو یی تکیه ونکړ،د ننګرهار ادبي او فرهنګي اړ خ ته یې وکتل زړه نازړه يې پر یو قلموال لاس کیښود،ولس مشر سره د ننګرهار د وضیعت دلا خرابیدو ویره وه ،د وضیعت د ښه والي په هیله نه وو ،ننګرهار ته يې شاه محمود میاخیل صاحب د والي په صفت وټاکه.

میاخیل صاحب بې ډاله، بې ټوپکه اوبې قافلې د یو مکتوب سره په تش لاس د یو صادر، یو جوړه عینکو او یو قلم سره د ارواحو د کور په لور روان شو،ننګرهار ته راغی په لومړي ورځ يې ولس سره ژمنه وکړه چې نه پخپله فساد کووم او نه بل چاته د فساد اجازه ورکووم، په لومړیو کې په سياسي حلقو،سیاسی کارپوهانو او ولس کې دا تاثر موجود وو چې ددې داړه مارانو او ښامارانو په منځ کې به دا دعلم ،قلم او اصولو سړی څنګه وچليږي، خو سړي په خدای توکل وکړ، کاريې پیل کړ، سهار وختي به دفتر ته راغی نا وخته به له کاره او دفتره کورته لاړ.

 

په لومړیو کې چې د اصلاحاتو بهیر لا نه وو پیل شوی وضعيت لا خراب شو؛هدفي وژ نې ډیرې شوې،ښاري نظم او نسق لاپسی خراب شو، د شهید خدای بښلي نوروز شینواري په جنازه کې مې ترې په ډیره تنده لهجه وپوښتل چې والي صاحب یا موږ ته امنیت راوړه یا موږ ته ووايه چې لدی ښاره بل چیرې لاړ شو، اخر موږ روغتيايي کارکوونکي به تر کومه ځوریږو! زما په ځواب کې یې وویل دا هیواد څلویښت کاله جګړو ځپلی، بیرته جوړول يې هم ډیر وخت ته اړتیا لري،امنيتي او ټولنیزې ستونزی لکه ریاضي حتمي حل نلري، انتظار وباسه او ددې بد حالت څخه د راوتو په برخه کې د ستونزو  د زیږولو پر ځای مرسته وکړه!د ګواښونو سره سره والي صاحب کار پیل کړ؛ انکشاف ته یې پښه بنده کړه ؛د سپین جومات د قراردادي ګریوان ته يې لاس واچوه محکمې ته يې کش کړو، ورته یې وویل چې څنګه په سوچه ږيره او کلو بریتو د مسلمانانو په سترګو کې خاورې شيندي او د خدای د کور په آبادی کی ټګي کوې! محکمه کې یې ترې دعوا وګټله، د اسلامي پوهنتون د احاطې ددیوال د کارد مانع کونکو سره په دری کښیناست، قناعت یې ورکړ او دیوال يې 

تیر کړ،د۲۰۸ ښونځيو د جوړیدو کار يی پیل او چټک کړ،د کابل جلااباد دوهم لین سړک پر سر یې کار بیا پیل کړ؛ خلاصه دا چې د انکشاف او زیر بناوو په برخه کې یې ټول زاړه قبرونه را وڅپړل او ټول بند کارونه یې بيا پیل کړل.

     

       فکري او فرهنګي بدلون يې پیل کړ؛د غازی مقبره يې ورغاوه،د پیرۍ د مخه د موډرینیزم، پر ځان بسیایني او د ازادۍ ګردجنه څله يی بيا  تازه کړه،د فخر افغان پر مزار یې کار پیل کړ، د تاريخ ددې سترې سټې د عدم تشدد فلسفه او د ډیورنډ په دواړو غاړو کې د مظلومو پښتنو ددې دنګې ونې عظمت یې بیا را ژوندی کړ.فیسبوک ته کښیناست،د ولس سره یی ستونزې شریکې کړی، معلومات یې ورکړ د سلام سهار مو پخیر برنامه یې پیل کړه او په نیمه شپه یې خلکو ته د ابادۍ د زیرو ورکولو لړۍ پیل کړ.

د ښې حکومتولۍ بنیاد یې کیښود؛پاټک سالار او ټوپک سالار  يې د لنډه غرو سره د ولایت مقام ته له داخلیدو منع کړل،له ګمرک او نورو عایداتي اورګانونو څخه یې د زورواکو لاسونه لنډ کړل،غلا غصب،رشوت اود فساد کچه راټیټه شوه، په دولتي ادارو کې دکارونو د اجراتو سرعت زیات شو او په ټوله کې پر دولتي نهادونو د خلکو باور پیاوړی شو.

د ټول ولايت امنيتي وضعيت ښه شو؛هغه تهدیدونه چې د بمونو د مور پواسطه کنترول نشو ، دوی د هیواد د پیاوړی امنیتي ځواکونو په ملتیا د خپلې امنیتي تجربی پواسطه له منځه یو وړ،داعش یې مات کړ،سنګرونه یې ترې ونیوه،د جنګیالو سره يی د هیواد د نافذه قوانينو او بين المللي تعهداتو په رڼا  کی چلند وکړ،د جګړه مارو ښځې او ماشومان یې د افغاني دود او دستور سره سم وپاله،ډوډۍ او د ژمي تودې جامې یې ورکړی او د مخورو او سپین ږیرو په منځګړتوب یې خپلوکورونیو ته ور وسپارل،د داعش د کوچنيانو او ښځو د پالنې لپاره یې دولسمشر له خوا  اختصاصي بودیجه  په امانتداری مصرف کړ،لنډه داچې ننګرهار یې د وحشت له یو سیلابه وژغوره.

     ددولت د حاکمیت لمنه يې پراخه کړه،اوس تقریبا د ننګرهار ولايت ټولو ولسوالیو ته ددولت مامورين او خلک په ډاډه زړه تګ راتګ کولای شي؛دداعش په مراکزو کې اوس ښونځي جوړیږي،په چپرهار کې اوس سپورتي تورنمنټونه دایریږي.

     د ناکامورا د زخمي عیادت یې لکه د کور د یوه غړی په توګه پخپله وکړ،جنازې ته یې پخپله وږه ورکړه،ددرناوی په پار له جلال اباده تر کابله ورسره پخپله لاړ او ولس یې د نا ځوانه دښمن له توطئو او بد نیت خبر کړ.

     د هیواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه په شاندارو مراسمو ولمانځل شوه،ولس،خلکو د هیواد او ارزښتونو سره د مینې په پار د بیرغ ورځ ولمانځه،بې پرې کمپاینونه تر سره شول؛اسلامي حزب،ډاکتر عبدالله او ولسمشر ته د کمپاین لپاره یو ډول شرایط برابر شول.د څوارلسو ولایتونو والیان راغلل د ننګرهار د انکشاف او رغونې لپاره یې بحثونه وکړل او برنامې یې جوړې کړي.

بې پرې ټاکنې تر سره شوی،د هیواد په کچه تر ټولو ښې او برخلیک ټاکونکي ټاکنې!چې د هر کاندید د نظارت حق او حقوق پکې خوندي وو او چا له چا سره کار او غرض نه درلود.د کابل ولایت پسې تر ټولو نورو ځایونو زیاته رایه په ننګرهار کې وکارول شوه او تر بل هر ځای زیات شفافیت یې درلود.

د کلدارو ددیرشو کلونود تپل شوي پدیدې جنازه له ننګرهاره ووته او ننګرهار بیرته اصیل افغاني هويت تر لاسه کړ. دا هر څه اسانه نه وو

ددې هر څه تر شا صادقانه هڅې،د ولس ملاتړ او پر پاک او مهربانه رب توکل موجود وو.

     خدای د ننګرهار د تل لپاره اباد،با امنه او ودان لري او هر هغه څوک چې د خدمت نیت ورته لری اویا صادقانه کار ورته کوي د تل لپاره خوشاله او سوکاله لري.

12.02.2020

ایمل ذکي

- ایمل ذکي
بېرته شاته