(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رانجه په پښتو

[23.Apr.2024 - 07:52]

 

رانجه په پښتو لنډیو ( ټپو ) اودشاعرانو په شعرونو کې 

لیک: ډاکتر لطیف یاد

رانجه  چې په عربي کې ورته (کحل) ، په فارسی کې ورته( سرمهاو په روسي ژبه هم ورته ( сурьмаسرما )او  ځینې پښتانه یې (کجل) اوپه هندي ژبه یې (کاجلبولي له ډېرو لرغونو زمانو راهیسې په پخوانی مصر، هند او چین کې کارول کېدل او اوس هم دافریقې  په شمالي برخه ،د منځني ختیز په عربي هیوادونو ، په ډېرو اسلامي هېوادونو او هم په هندوستان کې کارول کیږي .درنجو ډبرې یا  کاڼي  ته په عربي کې (حجرالکحل ) وایي .

په اسلام کې درنجو نه ګټه اخېستل او سترګې په رنجو تورول سنت دي اوداسلام پېغمبر  هم دیوه ډول رنجو نه ګټه اخیستله چې په عربي کې ورته کحل الاثمد وایي . په افغانستان کې له پخوانیو زمانو راهیسې  په سترګو درنجو تورول په ښځو کې دود دی  اوپېغلې  نجونې  هم د سترګود ښکلا لپاره هم  د رنجونه ګټه اخلي او له پخوانیو  زمانو  را پوې خوا  د نا ویو(ناویانو) د سینګار مهم توکی رانجه  دي .

لکه چې دمخه مو وویل چې  رانجه دځانګړې ډبرې  نه ترلاسه  کیږي، خو ځینې رانجه دنباتاتو او سرپودیوځای کېدو  نه  هم ترلاسه کیږي . په ځینو رانجو کي  زعفران ، مشک، کوچ اوشات هم ګډوي.درنجو په  ډبرو کي سلفر ،سرپ، ګلوکانتیم، انتامالین، پوتاشیم او سوډیم هم شته

په پښتني سیمو کې درنجو تېږه یا ډبره دومره میده کوي چې زیږوالی یې له منځه لاړشي اوکله ناکله کوچ، دبصري ډبره  اوځینې نور  مواد پکې ورګډوی.په ښارونو کې د رنجو دمیده کولو چارې دنارینه وو له خواترسره کیږي خوپه کلیو کې دغه کار هغه ښځې ترسره کوي چې درنجو دمیده کولوپه چاروکې مهارت او پوهه لري او دوی وروسته بیا دغه رانجه دململ دټوکر په مرسته چاڼوي .

رانجه په عمومي ډول په ځانګړو کڅوړو ګې اچول کیږي چې درنجو دغې کڅوړې ته  رانجړومه  رجړومه،رنجړومه، رنجومه،رنځړومه، رنجلومه،رنجنونی، لجرومه،رنجولنی، بازینه ،درنجو کڅوړه، درنجو ګوډی او  درنجو بو خچه هم ویله کیږي . په پښتنې سیمو کې درنجو دغه کڅوړې دنجونو له خوا ډېرې ښایسته زرینې او ځونډی لرونکی  جوړیږي .ځینې خلک رانجه په وړو فلزي بوتلونوکې اچوي چې ورته سرمه داني ویل کیږي .  

خلک په عمومي توګه  دسلایي په مرسته په سترګورانجه پورې کوي . سلایي دلرګي نه جوړیږي ، خو په ښه ډول توږل کیږي چې دسترګو دتورولو په وخت کې سترګو ته زیان ونه رسوي.

ځینې خلک په دې اند دي چې رانجه سترګو ته ډیرې ګټي لري او وایی چې  :

۱- رانجه دسترګو دید زیاتوي

۲- رانجه انټي سیپتیک خا صیت او ځانګړتیا لري.

 ۳-دسترګو په ښه ساتلوکې مرسته کوي.

خودساینس له نظره رانجه سترګو ته زیان رسوي ، ځکه دسرپو ذرات پکې دي.

درنجو په اړوند په پښتنو سیمو کې ځینې لنډۍ اوټپې هم شته چې زه یې یوڅوټپې دبېلګې په توګه دلته راوړم :  

راشه آئینه رانجه دې واخله 

نه دې یاري کړم نه دې نښې ګرځومه 

ماته رانجه سلایي راوړه 

سبا اختر دی دواړه سترګې تورومه 

رانجه زر ورکړه سوداګره !

 جلکۍ کوچۍ ده جوړوي ترینه خالونه

سترګي به هر چا تورولې

په دې دله مالت کې زه په ګوته شومه

افغانستانه پر ما ګرانه !

ستا تورې خاورې به رانجه دسترګو کړمه

دسترگو یو سلایي بس دی

د ظالم لور پکی کڅوړې تشوینه

د سترګو یو سلایي بس دی

دوېم عبث دی، درېم کلي خبروینه

سترګې خو هر چاتورولې 

په دې میرات کلي کې زه په نښه شومه 

رجړومه جوړه د یارۍ کړه

پکې رانجه د مینې واچوه مینه

د جینۍ تورو سترګو وسوم

کور دې خراب شي،رانجه چا ورکړي دینه

دجانان توروسترګومړکړم.

کوریی خراب کی رانجه چاورکړی دینه.

درنجو ګوډی مې ساتلی 

دموزیګي په مرګ به سترګې تورومه

په پیربابا دې قسم راکړ

په نېمه شپه کې رانجه چا خرڅ کړي دینه 

سترګې دې تورې په رنجو کړه 

شونډو ته رنګ ددنداسې ورکړه مینه 

شونډې به سرې په دنداسه کړم 

سترګې به تورې ستا دجیب په رنجو کړمه 

د قبر خاؤرې مې رانجه کړه

ستا د درنو سترګو مې وړي آرمانونه

رانجه دې ورک شې زر پاکيږي

جينۍ ته وايه د نکريزو خال دې ږدينه

سترګې دې تورې په رنجو کړه 

خولې ته ټکور ددنداسې ورکړه مینه

چې زه دې ولېدم  مریض شوې 

نور به رانجه په سترګو نه پورې کومه 

لاسونه سره رانجه په سترګو

زما شيرينې ليونی در پسې شومه

"خدائ به مې بيا د کلي خان کړي 

تاله رانجه به د ډيلي ښاره راوړمه

همداراز پښتو شاعرانو او سندرغاړو هم په خپلو شعرونو او سندرو کې درنجو یادونه کړېده

رحمان بابا وایي

تمام تن مې درنجو په څیر اوړه وای 

خوپرما دتورو سترګو یو نظر وای 

--------------------------

یوبل شاعر وایي

 سترګې پښتنې دي او رانجه دپیر بابا 

ښایسته ورته سلام کړي دتاشکند او بخارا 

-----------------------------------

ته چې سترګې توروې ما به ملنګ کړې 

په دسمال یې پاکوې زلفې به رنګ کړې 

او دپښتو ژبې نامتو  سندرغاړې آغلې میرمن  قمر ګله بیا وایي:

زه چې په تورو سترګو تور رانجه کړم پورې مورې

ځواني مې ګورې مورې جدا له یاره   

باید وویل شي چې  اوس هم درنجو نه په افغانستان ، پښتونخوا ، پاکستان ، هند او ډېرونورو هېوادونو کې ګټه اخیستل کیږي او دخرڅلاو دوکانونه یې شته .

(یاد)

https://www.youtube.com/watch?v=srx3KUP8Ut4

- ټپو کې
بېرته شاته