(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په سويډن کې دافغانانودعلمي اوفرهنگي مرکزاعلاميه

[24.Sep.2007 - 13:41] دپښتنوپر ستر مشر خان لالامحمد افضل خان باندې د ناځوانمردانه يرغل غندنه هغه لاسونه دې مات شي چې زموږدولس دمشرانوپه مقابل کې پورته کيږي دپژواک دخبري رسنۍ له لارې موډير خواشينوونکی خبر ترلاسه کړ چې دروان م کال داگست پر ۲۱ نېټه د سوات مټې په سيمه کښې دعوامي نېشنل ګونداوپښتنو پر مشر اوپه کوزه پښتونخوا کې سياستوال خان لالامحمد افضل خان باندې دپښتنواوپښتون قام دښېرازئ اويووالی ددښمنانولخواناځوان مردانه غلچکۍ وسله وال بريد شوی دی . پدې ظالمانه بريداوډزوکښي خان لالا له خپلو څلورو تنوورسره ملګرو سره زخمی شوی اودهغه موټروان او يوتن بل ملګری يې وژل شوی دي . موږپداسي حال کښې چې دخان لالا دموټر چلونکی اوملگري دکورنۍ سره ځان پدې غمجنه پېښه کې ځانونه شريک بولو دلوي خداي له دربارنه هغوي ته دزړه صبر اوشهيدانوته فردوس جنت غواړو. دپښتنوپر لوي مشر اودپښتون قوم ديووالی اوښيرازه ژوند دلاري پرپياوړي مبارز باندي ددې اسلام دښمنواوخداي ناترسه غلچکۍ بريد په کله غندواودنفرت په سترگه ورته گورو. دپاکستان له دولتي چارواکونه غوښتنه کووچې دپښتنودستر قوم دمشردسپکاوی لاملين دې ژر ترژر پيدااودخپلواعمالوپه سزاورسېږي . ددې وحشيانه يرغل عاملين بايد پدې پوه شي چې دوي پدې کرغېړن کار سره د ټولو پښتنو دښمنی پرغاړه واخيستل . اوپښتانه هم بايد هوښياروي چې ددوي ديوالي اوښيرازی دښمنان دوي ته ارام اوکرار نه دي ناست . په سيمه کښې دټولوپښتنو ورڼوڅخه هيله کووچې دخپلو امکاناتوڅخه په استفادې سره زموږ د مشر دسپکاوی اوزخمي کېدواودونفروپه شهادت رسولوعاملين خپله پيداکړی، ترڅو د خپلو غير انساني او وحشيانه کړنوجزاورکړه شي . غواړو دپښتنوغښتلی مشر اوسياستوال خان لالامحمد افضل خان اودپښتنوټولوپاکو او سپېڅلو مشرانو ته څرگنده کړوچې موږتل ستاسوسره پدې اسلامي اووطني مبارزه کښې شريک اوملاتړ يو. دلوي خداي له دربارنه تاسودپښتنودرانه مشر ته عاجله شفاغواړو. دپښتنواودهغوي دمشرانوکورنی اوبهرني دښمنان دي تل خداي وشرموې . په درنښت په سوېډن کښي دافغانانودعلمي اوفرهنگي مرکزدمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور - حبيب الله غمخور
بېرته شاته