(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خواخوږۍ پيغام

[24.Nov.2005 - 18:00] د پښتـنو ټـولـنـیـز ولسولیز ګوند د افغان ملت ګوند د مشر شمس الهدى شمس پرناڅاپـی مړینه د زړه له تـله خفګان څرګندوي او دده مړینه پښتون /افغان ولس ته ستر تاوان بولې . خدای بښلی شمس الهدى شمس په پښتو او پښتونولۍ بی کچه مین ؤ دخپل ژوند ډېره برښه يـی په ډېروسختو حالاتو کې قام او وطن ته وقف کړې وه،او د پښتون/افغان ولس خدمت ته يی دافغان ملت ګـوند د مشرپه توګه تر مرګه پورې په زغرده ملا تړلې وه چۍ د وطن هر با درده وګړۍ به د ده ېادونه تـل په زړه کۍ لرۍ۰ دپښتـنـو ټولنیز ولسولیز ګوند د خدای بښلی شمس الهدى شمس كورنۍ او خپلوانو ته د زړه صبر غواړۍ اوپه غم کۍ ورسره خان شریک ګڼۍ ۰ اروا دی ښاده او جنت فردوس دۍ په نصېب شۍ
په درنښت ډاکـتر کـبيـر ســـتـوری دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر Dr. Kabir Stori President of PSDP Kiebitzweg 12 50389 Wesseling, Germany Tel..0049 2236 83463 Fax: 0049 2236 841930
- Presidential Secretariat
بېرته شاته