(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښکلا مجلې پرله پسې ۲۸-۲۹ ګڼي له چاپه راووتې

[12.Oct.2007 - 20:57] د ((ښکلا)) مجلې د پنځم کال څلورمه او پنځمه - پرله پسې اته ويشتمه او نه ويشتمه ګڼه له چاپه راووتی. ښکلا مجله چي دتېرو پنځو کلونو راهيسي په پرله پسې توګه چاپيږي ، په افغانستان او نړۍ کي زيات شمېر مينه وال لري . ((ښکلا)) مجله په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني دوې مياشتنۍ خپرونه ده چي دوې پرله پسې ګڼي يې د بېلا بېلو پوهانو او ليکوالانو له په زړه پوري علمي، سياسي، تاريخي او ادبي مطالبو سره تازه له چاپه راووتې درانه لوستونکي کولاى سي په مجله کي د خپرېدو دپاره ليکني او د ښکلا په اړه خپل نظريات او نيوکي پر [email protected] راوليږئ . په دې ډول د ښکلا ګډون وکړئ پر يوه پاڼه په لاتيني حروفو خپل نوم او پوره پوستي ادرس وليکئ او بيا يې د يوه کال د ګډون (ديرش يورو) سره يوځای په عادي (نه راجستر) پوست کي پر دې پته راواستوﺉ : دګډون کلنۍ ونډي افغانستان ١٢� افغانۍ . پاکستان ١٥� روپۍ . بهرني هيوادونه 29.99 € يورو يا يې انډول. Skala Journal Tiranaplantsoen149 2034TM_Haarlem The Netherlands معلومات T. 0031 6 22 30 36 11 E. [email protected] په افغانستان کي زموږ پته : دښکلا مجلې اداره د موسی خان جامع سړک هرات دروازه – کندهار ښار افغانستان د ښکلا مجلې اداره د ټولو هغو ګډون کوونکو څخه چي وروستۍ ګڼي نه دي ورته رسيدلي هيله کوي چي خپلي نوي پتي د ښکلا پر برېښناليک پته ( [email protected]) راوليږي . پينځه نۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د تله ۱۹ - مه نېټه:
- عبدالله احسان
بېرته شاته