(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد ستوری نظم او نثر اولس سره دی ! ( عبدالله بختانی )

[16.Oct.2007 - 08:27]
عبدالله بختانی
د 2007 عیسوی کال د اکتوبر د میاشتی په ( 15) نېټه ددوشنبی په ورځ د پښتنو منلی پوهان، ادیبان، لیکوالان او شاعران هر یو ښاغلی عبدالله بختانی خدمتګار او ښاغلی استاد حبیب الله رفیع د یو شمیر نورو فرهنګیانو په ملتیا په جرمنی کی د خدای بښلی ډاکتر کبیر ستوری کورته د لاس پورته کولو لپاره ورغلل او د ارواښاد روح ته یی دعا وکړه او دده کارنامی یی وستایلی. ښاغلی بختانی صیب وویل ! ارواښاد ډاکتر ستوری د پښتو د ادب د اسمان یو داسی ستوری دی چې اوس هم ځلیږی د هغه لیکنی د اولس سره دی هغه مړ نه بلکه جامه ئې بدله کړیده . دغه راز ښاغلی استاد حبیب الله رفیع زیاته کړه ارواښاد ډاکتر ستوری د پښتو د ادب ، سیاست ، فرهنګ یو ځلند ستوری ؤ چې کارنامی به ئې ژوندۍ او تل پاتی وی .
- عزیز سرشار
بېرته شاته