(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دارباب محمد جهانګيرخان د مړينې له امله د PSDP د خواشينۍ پيغام

[18.Oct.2007 - 07:03] دعوامی نشنل ګوند(ANP) دمرکزی جرګی غړی اوپخوانی وزيراعلى ارباب محمد جهانګيرخان خلیل دناڅاپی مړينې له امله د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د خواشينۍ
پيغام
په ډیره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چی دعوامی نشنل ګوند(ANP) دمرکزی جرګی غړی او دپښتونخوا صوبی پخوانی وزيراعلى ارباب محمدجهانګيرخان د۲۰۰۷ عیسوی کال د اکتوبر د میاشتی په شپاړسمه نیټه دسی شنبی په ورځ پيښور کښې د زړۀ دحرکت د بنديدوله امله له دی فانی نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې .
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښادچی د سينی د درد له امله رحمان ميډيکل انسټيټیوټ حيات اباد ته ورسولی شونو هلته ئې ساه ورکړه. دارواښاد ارباب محمد جهانګيرخان خلیل دمړينې دخبر ترلاسه کولو سره سم دسياسى ګوندونو مشران، کارکنان اوعام خلق راجمع شول او دارواښاد په جنازه کی چی په همدی ورځ) (16 October 2007 ماښام پنځه بجې دپيښور يونيورسټۍ خيبرميډيکل کالج ګراونډ کښې وکړی شوه ګډون او فاتحه خوانى ئې وکړه. ارواښادارباب محمد جهانګيرخان خلیل څلور ځله دقومى او دوه ځله دصوبائى اسمبلۍ غړی منتخب شويدی. دمړينې پۀ وخت ئې عمر ٧٨ کاله ؤ. د ١٩٨٥ عام انتخاباتو کښې دپښتونخوا صوبای اسمبلۍ دغړى منتخب کيدو نه پس د ٧ اپريل ١٩٨٥ نه ٢٩ مئ ١٩٨٨ پورې دپښتونخوا صوبی وزيراعلى ؤ. دې نه وړاندې د ذوالفقارعلى بهټودحکومت پۀ دور کښې د ورکس اينډ سروسزوفاقى وزير ؤ. د ١٩٨٨ پۀ عام انتخاباتو کښې د دپښتونخوا صوبای اسمبلۍ دغړى منتخب کيدو نه پس مرحوم ارباب جهانګير د ١٩٨٩ نه ١٩٩� پورې دپښتونخوا صوبای اسمبلۍ کښې دحزب اختلاف دقائد پۀ حيثيت هم ذمه وارۍ ترسره کړيدى. ١٩٩� ء١٩٩٣ اود ١٩٩٧عام انتخاباتو کښې د قومى اسمبلۍ غړی منتخب شويدی خو د٢� � ٢ پۀ عام انتخاباتو کښې ئې برخه وانخسته. ارواښاد ارباب محمد جهانګيرخان خلیل دپښتونخوا صوبی د پښتنو لپاره نه ستړې کېدونکې خدمتونه کړی چی ټول عمر به يادساتلی شى. . د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoons Social Democratic Party ( PSDP) ، دده مړينه پښتنو ته لويه ضايعه بولی له ارباب دوست محمد خان خلیل،ارباب شهزادخلیل، دوستانو،ملګرو،کورنۍ او عوامی نیشنل ګوند (ANP) سره په دغه غم کې ځان شريک ګڼي. روح دی ښاد وی جنت فردوس دی په نصیب شی..
په درناوي نصیر ستوری د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د مشرتابه دفتر مرستیال
-
بېرته شاته