(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د حامد کرزى لخوا د امن جرګې لپاره غړى وټاکل شول

[22.Oct.2007 - 20:28] 22.10.2007 دافغانستان اوپاکستان دامن دګډې جرګې دجوړيدو لپاره ښاغلی حامدکرزى لاندې کسان ټاکلی دى. ډاکټر عبدالله دافغانستان لورى د ډلګه ګۍ مشر اوډاکټرفاروق وردګ به ئې مرستيال وى.مولوى فضل هادى شينواری ، عزيزالله واصفى ،حاجى محمدمحقق ، محمدعارف نورزی ماليارى ،نادرخان کټوازی،سيدمحمدګلاب زوې سيدهاشم فولاد، مولوى شهزاده شاهد ،عبدالکبير،انجنئيرقاضى نذيراحمد ،سيدابراهيم ،ډاکټرباخترامينزی امين الدين مظفرى ،محمدحسين هوتک ،اسدالله وفا، فضل احمدمعنوى ،عبدالکريم منيب، عبدالرشيد وزيرى ،سيدمحمدامين فائق،حميدالله فاروقى ،وکيل بازمحمد،قربان نظر د ډلګه ګۍ د غړو پۀ توګه ټاکل شوى دى. ډلګه ګۍ ته دنده سپارل کيږى.چې دپاکستانى پلاوى سره دچارو څارنه وکړى. دوى ته يوشميرځانګړى مسئوليتو نه هم ورته سپارل شويدى. دامن دغه جرګه په لومړى ځل کابل کښې شوې وه. چې داځل به پۀ اسلام اباد کښې ترسره کيږى. دوى ته دادنده هم سپارل شوې ده. چې خپل کارى رپورټ به جمهور رئيس ته وړاندې کوى.دافغانى لورى ډلګه ګۍ په غړو کښې بدلون راوستل شويدی. تير ځل پيرسيداحمدګيلانى رئيس ؤ چې داځل ډاکټرعبدالله ئې رئيس ټاکل شويدی. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته