(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتنو ټولنیز ولسو لیز ګوند د مبارکۍ پیغام

[25.Oct.2007 - 21:15] د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoons Social Democratic Party (PSDP) ویاړی چی د هیواد دننه او بهر په ولسی کچه د پښتنو ځوان کول د خپل ذهن او فیزیکی انرژۍ اوهمدا راز د خپلی شتمنۍ یوه درنه برخه د خپلې ژبې او کولتورد پرمختیا او خدمت لپاره بیله کړی ده، چې پدی لړکې ځوان ، زړور او مبارز پښتو پال ښاغلی عبدالله احسان د پښتو ژبې او پښتنی کولتور د پرمختیا، لوړتیا ،بډاينی او په نړیوال کچ د سیالۍ په لاره کې د انټرنټ پر مخ دلر او بر انټرنیټی دیری بنسټ کیښود چې د پښتنو دبیا یووالی اونزدی والی لپاره اوچت ګام دی چې د پوره قدردانی وړ دی . د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند ( PSDP) دلر او بر افغانستان ویب پاڼه د ویشلی پښتون قام دیوالی او نزدی والی لپاره یو نیک فال ګڼی او د ښاغلی عبدالله احسان او ددی دیری نورو ملګرو هلې ځلې او ګټور کار چې د پښتون/افغان قامی وحدت او د پښتو ژبې او کولتور د بډاینی لپاره یی کوی ستایی ،مبارکی ورته وایی ، درناوی او ملاتړ یی کوی دپښتو پښتونولۍ په لار کی ددوی د لا بریاو په هیله.
په درناوی عزیز سرشار د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند ( PSDP) دخپرونو چارو مشر
- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته