(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

درحمان بابا په یاددوه ورځنی سیمینار

[27.Oct.2007 - 20:48] نن په 27.10.2007 نیټه په کابل کې د استقلال ليسي په تالار کي دافغانستان دعلومواکاډمۍ له خوا دپښتوژبې دسترصوفي شاعر رحمان باباد د زيږيدني د دري سوه يمي کاليزي په یاد دوه ورځنی نړیوال،پوهنیز، څېړنیز سیمینار جوړشو چی ګڼ شمېر،لیکوالانو،شاعرانو،پوهانواو درحمان بابا مینه والو پکی ګډون کړی ؤ. دسیمینار په پیل کی د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رئيس حامدکرزي او داطلاعاتو او کولتور د وزير عبدالکريم خرم پيغامونه ولوستل شول اود افغانستان د علومو اکاډمۍ رئيس کانديد اکاډيمسين عبدالباري راشد وينا واوروله، همدا داز دکابل پوهنتون ، دکابل د ښووني او روزني پوهنتون ، د رحمان بابا ليسي ا و د ناصر خسرو د فرهنګي مرکز پيغا مونه ولوستل شو پوهانو او څيړونکو د رحمان بابا د سړیتوب (شخصيت) دبيلابيلو اړخونو په باب خپلي څيړنيزي مقالي ولوستلي. سیمینار به سباورځ هم دوام ولري- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته