(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کابل کی پنځه بشپړپښتو ښوونځى جوړ شوى دى

[31.Oct.2007 - 15:04] 30.10.2007 کابل : د پو هنى وزير ښاغلی محمدحنيف اتمر په يوه خبر ى كنفرا نس كى وويل چی د هيواد اساسى قا نون په ښوونځيو كى په مور نى ژبى زده كړى ته مشرو عيت وركړى دى . چى په ښوونځيو كى په پښتو ژبه لوست به دهغه چا لپاره وى چى په خپله خو ښه غواړى په پښتو ژبه زده كړه و كړى. ښاغلی اتمر وويل چى دوى په پارلمان كى د خلكو د استا زو په غو ښتنه په دغه شان اقدا م لاس پورى كړى دى. ده وویل د شاه شهيد ، كلاى زمانخان، داحمدشاه بابا په پرو ژه ، نوى كارته ، او په ودت خيلو كى پنځه بشپړ ښوونځى او نهه ګډ ښوونځى جوړ شوى دى. تر څو هغو كسا نو ته چى په در ى ژبه زده كړه نه شى كولاى په پښتو ژبه لوست ور كړى شى . دپو هنى وزير دغه را ز وويل چى په پښتو ژبه لوست له تيرو وختو نو څخه په هيواد كى معمول دى ، چی خوشحال خا ن اود رحمان بابا ليسی یی بیلګی دی. ده دهغه رپوټ خپر ول چى دنظر خا وندا نو په هغه كى دپو هنى وزارت د پرو ګرا م په باب خبرى كو لى له دى ا مله چى دپو هنى استا زى پكى ګډون نه درلود غير مسو لا نه و بلل. - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته