(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنود راتلونکی، تر نامه لاندی سمینار

[03.Nov.2007 - 09:14] د انګلستان په ناټینګم ښار کې برټش پښتون ایسوسیشن لندن لخوا د 2007 ع کال داکتوبر په 27 نېټه د پښتنود راتلونکی، تر نامه لاندی یو ورځنی سمینار جوړی شوی ؤ چی ګڼ شمیر پښتنو پکی ګډون کړی ؤ. سمینار د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو په طلاوت سره پیل شو. دبرټش پښتون ایسوسیشن لندن مشر ښاغلی فضل ربی خان راغلو میلمنو ته هرکلی ووایو او لنډه وینا یی وکړه. ورپسی د برټش پښتون ایسوسیشن جنرال سکرټری ښاغلی جاوید اقبال یوسفزی، دپښتونخوا ملی عوامی پارټۍ د برتانیی دڅانګی مشرښاغلی شیراعظم خان ، او ښاغلی جمشید بنګش هر یو په خپل وار وینا ګانی وکړی او دپښتنو په یووالی یی زور واچاوه. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په استازیتوب ددی ګوند جنرال سکرټری ښاغلی هدایت الله خان بنګښ وويل چې پښتانه لر او بر سره یو دی، اوبه په توره نه بلیږی نن چې دا پښتانه یوځای ناست دی دا هم دد ې ثبوت دی چې پښتانه بیدار شوی دی. بعضی ډیر کم خلک دې چې د پښتنو د پرمختګ مخه نیسی خو دا مخه دوی نشی نیولی او پښتانه لکه د سیلاب د یووالی په لور روان دی. هغه پښتانه چې په یورپ کې دې دوی ته پکار دې چې سره یو شی دا وخت د یووالی دی . په غونډه کې د انګلستان څخه د لری ښارونو نه راغلو ټولو پښتنو غوښتنی وکړی چې په هر ښار کې دی، د یووالی په لور ګامونه پورته شې او غټی یا وړی ټولنې دې جوړی شی په غونډه کې دا هم یاده شوه چې دا نګلیستان حکومت دی مهاجرو ته د پناه لاری چاری اسانې کړی غونډه د ماښام په 12 بجو پای ته ورسیدله .
- د پښتونخوا خبریال ( ناټینګم )
بېرته شاته