(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکستان کې بېړنى حالت اعلان شو

[03.Nov.2007 - 15:37] 03.11.2007 په پاکستان کې دولتي تلوېزيون ويلي چې ولسمشر جنرال پروېز مشرف بېړنى حالت اعلان کړى دى. د خصوصي تلوېزيونونو خپرونې له دغۀ اعلانه لږ مخکې بندې شوې دي. جيو تلوېزيون او ډان ورځپاڼې لا له مخکې نن د سرچينو له خولې ويلي و چې ښاغلي مشرف د بېړني حالت تابيا کړې ده عيني شاهدانو وويل چې د دولتي راډيو او تلوېزيون د ننه هم نيمه پوځي ځواکونه ځاى پر ځاى شوي دي. راپورونه وايي گرځنده او مزي لرونکي ټيليفونونه په اسلام اباد کې له کاره لوېدلي دي ځينې راپورونه وايي په بېړني حالت کې ښايي اساسي قانون هم وځنډول شي. - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته