(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په دې اور صرف او صرف پښتون سوزي :اسفنديارولي خان

[05.Nov.2007 - 21:18] د ۲۰۰۷ کال د اکتوبر به ۲۸ نېټه په عربي متحده اماراتو کې د عوامې نشنل ګوند سیمیز مشر بنګښ صیب په مشرۍ کې د راس الخیمه په امارت کې د پښتنو په سیمو کې د روانو حالاتو د څېړلو دپاره یوه غونډه وشوه. غونډې ته د فخر افغان عبد الغفار خان (باچا خان) لمسی ، د خدای بخښلی عبدالولي خان زوی او د عوامي نشنل ګوند مشر ښاغلي اسفندیار ولي خان د روانو حالاتو په هکله وینا وکړه چې دلته یې د خبرو مهم ټکي تاسو ته وړاندي کوو: اسفندیار غونډي ته وویل چې ما سره داسې خبره نشته چې تاسو پرې وخندوم یا مو پرې خوشحاله کړم. تاسو د خپلو کورونو، دېرو او کلو سره په رابطه کې هستۍ او پوهېږۍ چې په هغوی څه تېرېږي. مونږ به تر اوسه د صوبایي حقوقو خبرې کولې اوسنو حالاتو خبره ډېره مخکې بوتله. اوس د سر د ساتلو خبرې کوو. اوس خبره د پښتون د بقا خبره ده. حالات دومره خراب شوي دي چې ماشوم له کوره ووځي نو څو منټه (دقیقې) وروسته ورپسې ټیلیفون کېږي چې روغ به وي او که نه! په وزیرستان ، بنو، سوات ، باجوړ او له پولې اخوا چې په منظمه توګه کوم مرګ روان دی دا د پښتنو نسل کشي روانه ده. د پولې دواړه خوا ته افغانان وژل کېږي. په تاریخ کې د داسې نسل کشۍ ساری نشته دی. اسفندیار په دې ټینګار وکړ چې هر پښتون افغان دی. په دې هکله یې یوه دلچسپه کېسه وکړه چې: د پاکستاني ولسمشر پرویز مشرف سره په یو میټنګ کې قاضي حسین احمد پروېز مشرف ته وویل چې اسفندیار ځان ته افغان وایي. مشرف ما ته مخ راوړولو چې اسفندیاره دا [قاضي] څه وایي؟ ما ورته وویل چې ته له قاضي نه پوښتنه وکړه چې دی افغان دی او که نه؟ بیا مې ورته وویل چې د چا پرې زړه خوشحالېږي او که د چار پرې زړه چوي زه دا وایم چې زه پرون هم افغان وم، نن هم افغان یم، او سبا به هم افغان يم. اسفندیار وویل چې د پښتنو نسل کشي لمړی په وزیرستان کې شروع شوه بیا باجوړ ته لاړه ، اوس سوات ته راغله بله ورځ به بونېر او بیا نورو سیمو ته خوريږي. د سوات او وزیرستان حالات ډېر افسوسناک دي. د دې نه د وتلو لار د پښتون قوم یووالی دی. هم قامي یووالی او هم سیاسي یووالی. داسې یووالی چې د دوی د خاورې، تاریخ، ثقافت او نسل ساتنه وکړي. نن چې کوم اور لګېدلی دی، په دې اور صرف او صرف پښتون سوزي. که طالب دی هغه هم پښتون دی او که ملا دی هغه هم د دې ځمکې دی. که د حکومت اهلکار دی او که د ایف سي سپاهي (عسکر) دی هغوی هم پښتانه دي. پولیس هم پښتون دی او عام ولس هم پښتون دی. نو لنډه دا چې ټوله جګړه د پښتون خلاف روانه ده. د عوامي نشنل ګوند مشر په دې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې شاواخوا دوه کروړه (شل ملیونه) افغانانو ځان په دېرویشت لکه مړو د لګېدلي اور څخه خلاص نه کړی شو او که دا اور مړ نشو نو د پښتونخوا او قبایلو درې نیم کروړه (۳۵ ملیونه) به ځان په څومره قربانیو خلاصوي؟ د فخر افغان عبدالغفار خان لمسي زیاته کړه چې د پروېز مشرف په مشرۍ د پاکستان واکداران بېرون نړۍ ته طالب پښتون معرفي کوي. خبره دا ده چې طالب او القاعده د پښتنې ټولنې پیداوار نه دی. ازبک، تاجک، او عرب پاکستان دې سیمې ته راوستي دي. افغانستان یې پرې لوټې لوټې کړو. خو قدرت بل څه غوښتل. د خدای کارونه دي چې اوس هماغه خلک چې دوی پرې د بل کور ورانولو د دوی سره جنګېږي. دلته خبره د کفر او اسلام نه ده. پښتون من حیث القوم مسلمان دی. او ښه سم مسلمان دی. په بل هر قوم کې عیسایي او یا د بل دین پیروان شته. په پنجابي کې عیسایي هم شته او هم هندو او سک ، په سندهی کې هم عیسایي او هم هندو شته دی او په بلوچي کې هم. خو پښتون د دنیا یواځینی قوم دی چې نه پکې عیسایي، نه پکې هندو او نه پکې د بل کوم دین پیروان شته دی. نو بیا ولې د اسلام په نوم د پښتون په ځمکه د پښتون تباهي جوړه ده. نن به پښتون راپاڅيږي او وايي به چې مونږ په خپله خاوره امن غواړو. پښتانه باید اتفاق وکړي او ځان د دې بلا نه خلاص کړي. نوموړي زیاته کړه چې که چېرته پاکستان او د مفاهمتي ارډیننس په نامه ټولو غلو او فاسدو خلکو ته بخښنه کولی شي او د ایم کیو ایم قاتلانو ته بخښنه کېږي نو بیت الله محسود سره ولې خبرې نه کېږي، ولې ورته بخښنه نه کېږي؟ پروېز مشرف د هندوستان سره خبرو ته تیار دی خو د پښتنو او بلوچو د مشرانو سره خبرو ته تیار نه دی. د کالاباغ د برېښنا د بند د پروژې په هکله د ولي خان زوی زیاته کړه چې پرویز مشرف ته مې په یوه غونډه کې په ښکاره دوه خبرې کړیدي: ۱- پاکستان او کالاباغ بریښنا بند یو ځای نشي چلېدلی. یا به پاکستان روغ پاتې کېږي او که کالاباغ ډیم جوړ شو نو بیا به دې پاکستان نه وي. ۲- د پښتون یوه خبره ده. د یو پښتون او پنجابي دوستي وه. پنجابي ورنه پوښتنه کړې وه چې څو کلن یې؟ هغه ورته ویلې ؤ چې شل کلن یم. بیا ترېنه پنجابي یو څو کاله پس بیا پوښتنه کړېوه چې اوس څو کلن یې؟ پښتون ورته وویلې چې شل کلن یم. پنجابي ورته وویلې چې څو کاله مخکې هم شل کلن وې او اوس هم شل کلن یې؟ پښتون ورته وویلې چې زما یوه خبره ده. زمونږ هم یوه خبره ده. کالاباغ ډیم نه منو. اوس یې هم وایو او سبا به یې هم وایو. پروېز مشرف ته مې وویل چې که دېوال ته مې شا شوه (له پښو وغورځېدم) نو بیا به دوه خبرې وي یا به دې پښو ته غورزېږم او یا به دې ګرېوان ته لاس اچوم. خو زه د باچا خان لمسی یم، د چا پښو ته نه غورزېږم او ضرور به دې ګرېوان ته لاس اچوم. زه خو کمزوری یم. زما خو به لاس مات شي خو ستا به هم ګرېوان په دې فرش پروت وي. اسفندیار د خبرو په اخر کې وویل چې د پاکستان بدقسمتي دا ده چې څوکیدار د کور خاوند شوی دی او د کور خاوند بې کوره شوی دی. تر څو چې سوچه جمهوریت نه وي راغلی نو د پاکستان مسلې نه حل کېږي. ( ټول افغان) - نواز خان یوسفزی
بېرته شاته