(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افرا سياب خټک ونيول شو

[14.Nov.2007 - 12:18] پېښور14.11.2007: دعوامي نيشنل پارټۍ(ANP) دپښتونخوا ايالت مشر افرا سياب خټک او خواجه محمد خان هوتي په پېښور کښې نيول شوي په دوى تور دى ،چې دبيړنيو حالاتو پرضد یی احتجاجي لاریونونه او مظاهرې کولې . بلخوا دوحدت خبريال عبيدالله عابد دخبر له مخی په سوات کی پرون ټوله ورځ دپوځ له خوا دکبل دګلف ګراونډ او کانجو د FC لائن څخه د ځایی طالبانو پر ضد په خوازه خېلې ،سمبټ ،مټې ،پيرکلي ،بريم اوباماخېلې بمباري کېدله چې پنځه کسان پکی ووژل شول . پنځه ښځې ،څلور ماشومان او شپږ طالبان ټپيان شوی دی، يوشمېر کورونه او موټرې هم زيانمنی شوي،لوى لارې او بازارونه تړل شوي دی. پدی اړوند دپېښور دپوځ قوماندان ( کور کمانډر ) ليفټننټ جنرل محمدمسعود اسلم ويلي دي ،چې سوات ته دپوځ دلېږلو څخه وروسته به هم په سيمه کښې جرګې او خبرې روانې وي، دنوموړي په وينا دپنجاب دجنوب ځنې هغه ګوندونه لکه جيش محمد ،لشکرى جنګوي او داسی نور له دوى سره مرسته کوي ،چې حکومت پرې بنديز لګولى دى . ده وویل چی په سوات کښې له پنځه سوه څخه تر اته سوه پورې سخت دريځه شته . ده زیاته کړه چی ددوى له خوا دشريعت دنفاذ خبره جايزه ده ،خو دوى دې وسله وغورځوي او له سخت دريځۍ څخه دې لاس واخلي اوپه امنيت کښې دې د اوسيدو ضمانت راکړی - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته