(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دجلال ابادپه ښارکي دمعاصروادبياتوڅلورم جشن

[18.Nov.2007 - 12:34] ننګرهار 18.11.2007:دالمان دګويته انستيتیوت اودقلم ټولني له خوا دجلال ابادپه ښارکي د افغانستان معاصروادبياتوڅلورم جشن جوړشو. په جشن کي ځنی دولتي چارواکو هم ګډون کړي و.ددغه جشن په هکله د افغانستان د ولسمشر ښاغلی حامد کرزی پيغام د لغمان د والي ښاغلی محمد ګلاب منګل اوداطﻻعاتو اوکولتور دوزير پيغام ددغه وزارت دسلاکار ښاغلی نجيب الله منلي له خوا ولوستل شول .په دغو پيغامونوکي دهيواد دمعاصروادبياتو څرنګوالي ته داشاري په ترڅ کي ددغه شان سيمينارونو جوړول دادبياتو بډايني ، دهيواد دشاعرانو او ليکوالو دزيات پيوستون، ددوي ترمنځ د نظریو بدلون اودغه راز دادبي هڅو د زمينو دبرابرولو په لاره کي ګټور ګام بلل شوي .ددغه جشن دويمه ورځ دشاعرانواوليکوالوداثارو او دهغوي په باب خبرواتروته ځانګړي شوي ده ددغه جشن په دريمه او وروستي ورځ به يو پريکړه ليک خپورشي . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته