(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کونړ نوی والی نن په کار پیل وکړ

[18.Nov.2007 - 14:17] کونړ 18.11.2007یکشنبه: نن د کونړ نوی والی ښاغلی سید فضل الله واحدی د کونړ ولایت مرکز اسداباد کی د یوی غونډی په ترڅ کی د سیمه ایزو ارګانونو د اداری د مشر ډاکتر محمد کریم باز له خوا دکونړ ولایت چارواکو اوقومی مشرانو ته ددی ولایت دنوی والی په توګه وروپیژندل شو. دکونړ ولایت د ولایتی جرګی په استازیتوب ښاغلی حاجی عبدالولی خان د کونړ په ابادۍ او بیا رغونه زور واچاوه او پدی هکله یی د کونړ دخلکو له اړخه ښاغلی واحدی ته د پوره ملاتړډاډ ورکړ.نوی والی ښاغلی سید فضل الله واحدی چی په افغانستان کی دژينو دسازمان غړى دى، او په افغانستان کی دغيرې دولتي موسسو دانسجام دټولنې عمومي ريس هم پاتی شوی ؤ،وویل: زه کونړ ته د بیارغونې، ابادۍ او خدمت لپاره راغلی یم، او ټولی ستونزی به حلوم. تمه ده جی نوی والی به دکونړ دخلکو ستونځی حل او دکونړ د ابادۍ او سوکالۍ لپاره به اوچت ګامونه واخلی - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته