(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

محمود خان اڅکزی له زندانه خلاص شو

[20.Nov.2007 - 20:13] (لر او بر):د پښتونخوا ملي عوامي ګوندPkMAP مشر او د پونم د مشرتابه غړی ښاغلی محمود خان اڅکزی شاوخوا دوې اوونۍ د پاکستاني پوليسوله خوا زنداني شوی و ، نن له بنده خوشي کړل شو. نوموړي د زندان څخه دخوشي کېدو سره سم خبري غونډي ته وينا وکړه او د پرويز مشرف دا عمل د دموکراسۍ ضد عمل وباله ، هغه وويل چي په زور کلي نه کيږي نه چا کړي دي ، نو مشرف هم بايد د زور له لاري د حکومت کولو کوښښ ونه کړي . د خان محمود خان اڅکزي برسېره دوه زره تنه نور بېلابېل دولتي چارواکي او سياسي شخصيتونه چي د پاکستاني جنرال پرويز مشرف په لارښوونه د دوو اوونيو په ترڅ کي زندان ته اچول شوي وه، خوشي شول، لا اوس هم تر دوه زره پوري نور سياسي کسان په زندانونو کي بنديان دي . نن بيا هم د پاکستان په يو شمېر ښارونو کي د رسينو کارکوونکو ددولت له خوا پر رسنيو د بنديز پر ضد لاريونونه وکړل چي د پوليسو له خوا د سخت غبرګون سره مخامخ سول ، يو شمېر يې زخميان شول او ځيني زنداني کړل شول . - خالد احمد کاکړ
بېرته شاته