(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ”کوچني شاهزاده “ پښتو ژباړه ( لراوبرټکی کام )

[22.Nov.2007 - 20:49]
د فرانسوي ليکوال انتوان دو سانت_ ايکزوپېري د ”کوچني شاهزاده“ اثر چي د نړيوال کلاسيک ادبياتو له جملې څخه شميرل کيږي، جرمني مېشتي افغان ليکوال او ژباړن ښاغلي ډاکټر عبدلباري په پښتو ژباړلئ او د جرمني د تينتن فَس مطبعې د پاريس د ګالمارد د مطبعې څخه ددې کتاب د ژباړي ، چاپ او خپرولو د حقوقو تر لاسه کولو وروسته په ښکلي صحافت چاپ او نشر کړيدئ. په جرمني کي د هايدلبيرګ د RNZ ورځپاڼي د نوويمبر په ١٦ نيټه د ژباړونکي او د خپرونکي موسسې د مشر ښاغلي ډاکټر والټر زاوير سره د دې کتاب د پښتو ژباړي او خپرولو په هکله مرکه کړي وه. ډاکټر زاوير ويلي دي چي که څه هم ژباړونکي حق الزحمه نه ده اخيستې، خو زه مطمئن نه وم چي د پښتو ژباړي دپاره دي لوستونکي پيدا کړلاي سم، خو زموږ دواړو هغه مينه چي د پښتو ژبي او فرهنګ سره يې لرو، ودې ته اړ ايستم چي يو څه د پيسو خطر ومنم. خو د کتاب تر چاپ دمخه د انترنيټ د لاري د يوې خبرتيا وروسته پر جنوبي کوريا، جاپان، کاناډا او متحده ايالاتو سربيره د لويديزي اروپا د ٩ هيوادونو د ځايي خلګو له خوا غوښتنليکونه يا(Subscription) راورسېدل او په دې ډول هم د کتاب د چاپ مالي امکان پيدا سواو هم وماته ثابته سوه چي د افغانانو، دغه درنه او زيږه، خو ډيره خوږه او دبرمه ډکه ژبه په ټوله نړۍ کي مينه وال لري.
ښاغلی ډاکټر عبدالباري وايي چي ما د ”کوچني شاهزاده“ په هکله په ځانګړو ويبپاڼو کي ليدل چي دغه کتاب د نړۍ تر ٥� زياتو ژبو او ١� � لاډيرو لهجو ژباړل سوی وو خو دپښتو ځاي پکښي خالي وو. ددې کتاب پښتو ژباړه و ماته په لومړي قدم کي هدف نه بلکي تر هرڅه دمخه يوه وسيله وه چي دغه خلا په ډکه او پښتو د خپل هيواد د ملي او رسمي ژبي په توګه نړيوالو ته معرفي کړلاي سم. ددې کتاب د تر لاسه کولو دپاره لاندي امکانات سته: ١) و خپلي نږدې کتاب پلورنځي ته د کتاب نړيوال سټندرد شميره( آی ايس بي اين ) ISBN: 978-3-937467-39-9 په ښودلو سره کتاب راغوښتلاي سئ. ٢) د انټرنيټ دلاري: www.amazon.de
٣) د خپرونکي مؤسسې څخه په مستقيمه توګه: www.verlagtintenfass.de
[email protected]

د لر او بر ويبپاڼي نه په مننه

- عبدالله احسان
بېرته شاته