(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډاکتر شیر افضل ګردیوال په حق ورسید

[25.Nov.2007 - 00:29] د پښتنوټولنیز ولسولیز ګوند ( PSDP ) د مشر تابه دفتر ( دارالانشاء ) مشر ډاکتر شیر افضل ګردیوال د خپلی ورپیښی شوی ناروغۍ له امله د جرمنی د دوسولدورف ښار په روغتون کې په 24.11.2007 نېټه د شنبی ( خالی ) په ورځ دمازیګر په پینځه نیمو بجو لدی فانی نړۍ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی
انا لله وانا الیه راجعون
ارواښاد ډاکتر شیر افضل ګردیوال په1949 ع کال کې د ننګرهار ولایت د مومندری د ولسوالی په ګردی غوث کې زېږېدلی ،لومړنۍ زده کړه ئې د ایمل خان په لیسه او منځنۍ زده کړی ئې په کابل کې د رحمان بابا په لیسه کې ترسره کړی او لوړی زده کړی ئې د کابل د طب په پوهنځي او په المان کې د طب او د صنعتی کیمیا په څانګوکې پای ته رسولی دی . د جرمني په معتبرو روغتونونو کې يې د ډاکتر او د دوسلدورف په پوهنتون کی یی د استاد په توګه دندی تر سره کړی دی. ارواښاد ډاکتر شیر افضل ګردیوال د پښتنو ديوالی، ابادۍ او سوکالی لپاره نه هیریدونکی او نه سټړی کیدونکی هلی څلی کړی او د پښتون ملت سر لوړی ، یووالی او پرمختیا ئې د ژوندموخه وه، چی تل به یاد ساتلی شی. روح دی ښادوی. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته