(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لر او بر پښتانه یو دی

[27.Nov.2007 - 23:40] درست پښتون له کندهاره تراټکه سره یودننګ په کار پټ او اشکار (خوشال بابا) :28.11.2007د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت له اړخه د سولې په نامه د لر او برپښتنو شاعرانو دوه ورځنۍ مشاعره د سه شنبې په ورځ د نوامبر په ٢٧ نیټه په کابل کې پيل شوی. په دغه مشاعره کې د لری پښتونخوا ٢� کسه نومیالیو شاعرانو هم برخه اخستي وه. د سټیج چاری ځوان شاعرښاغلی نذيراحمد نذير او ښاغلی كلات وال سنبالولی د مشاعرې پيل پیاوړی شاعرښاغلی نصر الله حافظ وکړ،ورپسې نوماند شاعرښاغلی رحمت شاه سایل، ښاغلی حبيب الله رفيع، ښاغلی غازي سيال،ښاغلی دروېش درانى او ماښام خټك ، خپل شعر واوراول. مشاعره د ښاغلی انيس او زلمي سندرغاړي بريالي ولي په زړه پورې ملي سندرو په وړاندې کولو سره پای ته ورسیده. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته