(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغان کلتوري ټولنو جرګه

[28.Nov.2007 - 11:42] په خواشينۍ سره مو خبر واخېست ، چې د افغانستان پياوړی فرهنګي، علمي او ټولنيز شخصيت ډاکتر شېر افضل ګردېوال له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې . انا لله و انا اليه راجعون . د افغان کلتوري ټولنو جرګه د ډاکتر شېرافضل ګردېوال مړينه د افغانستان په علمي ، فرهنګي او ټولنيز ډګر کې درنه ضايعه ګڼي، د اراواښاد کورنۍ ته او په ځانګړې ډول استاد شيريندل ګردېوال ، استاد شېراحمد ګردېوال ، شيرين ګردېوال او پياوړي فرهنګيالي زرين انځور ، همداراز د ده دوستانو او د افغانستان علمي ا و فرهنګي کړيو ته خپل د غمرازۍ مراتب وړاندې کوي ، او له قادر متعال څخه د ډاکتر ګردېوال اروا د تل لپاره ښاده غواړي . په درنښت د افغان کلتوري ټولنو جرګه - د افغان کلتوري ټولنو جرګه
بېرته شاته