(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شمشاد TV بنسټ ایښودونکی الحاج فضل کریم « فضل » بیرته هیواد ته ستون شو

[02.Dec.2007 - 23:08] جرمنی/کولن د هیواد پیاوړی سړیتوب (شخصیت) ،دپښتون ولس ، ژبـی او کولتور ریښتینی خدمتګار او د شمشاد تلویزیون بنسټ ایښودونکی ښاغلی الحاج فضل کریم « فضل » د ۲۰۰۷ ع کال د نوامبر د میاشتی په ۳۰ نېټه په هغه غونډه کې چی د کولن سره نژدی د هورت په ښار کې دده په ویاړ جوړه شوی وه ګډون وکړ او ګڼ شمیر هیوادوالو پکی برخه اخستی وه. په غونډه کی د ګډونوالو له خوا د هیواد او سیمی په روانو حالاتو، دپښتو ژبـی او کولتور د ودی او پرمختګ په لارو چارو د نظریو بدلون او هر اړخیزی خبری اتری وشوی. ښاغلی الحاج فضل کریم « فضل » د خپلی ارزښتناکی وینا په ترڅ کی وویل: زه خپلی پښتنی مینی او خلوص تر تاسو رارسولی یم، او پدی ویاړم چی پښتو کونکو، پښتو پالونکو او پښتو روزونکو هیوادوالو په منځ کی یم.
هـــم ښـاغـلی،هــم اتـــل،هــم عـــــزت دار دی په اخلاص چی د وطن څوک خدمتګار دی
ښاغلی فضل دخپل سفر په لړ کی په جرمنی کی میشتو ګڼ شمیر هیوادوالو سره لیدنی کتنی وکړی او د ۲۰۰۷ ع کال دډسمبر د میاشتی په لومړۍ نېټه دکولن /بن دهوایی ډکر څخه دخپل هیواد افغانستان په لور، روان شو.
- عزیز سرشار
بېرته شاته