(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اهلبېت پښتو اکېډيمۍ د امن غونډه جوړه کړه

[03.Dec.2007 - 17:16] د مهربان بخښونکی خداے په نامه اهلبېت پښتو اکېډيمۍ د امن غونډه جوړه کړه د اهلبېت پښتو اکېډيمۍ د سيوری لاندې (( امن غونډه )) چې مشری يې د بره پښتونخوا اديب، شاعر، ليکوال او څيړونکی ښاغلی احمدشاه پوپلزی کوله په پېښور کښې د اکېډيمۍ په مرکزی دفتر کښې جوړه شوه. په غونډه کښې ګڼ شمېر پښتنو پوهانو، اديبانو او شاعرانو ګډون وکړ. دغه غونډه چې د نظامت چارې يې د اهل حديث فعال غړی، شاعر او ليکوال نسيم خان نسيم په مخ بيايلې په دوو برخو کښې ترسره شوه. د غونډې شروع د قرآن مجيد د مبارکو ايتونو له تلاوت نه وشوه. همدا رنګ په وړومبۍ برخه کښې د غونډې مشر احمد شاه پوپلزۍ، د اکېډيمۍ مشر مفتی شيراز، د متحده مجلس عمل ځای مشر محمد فردوس خان، نسيم خان نسيم او نورو وېناوالو د امن، يووالی او ورورولۍ په موضوع ګانو باندې وېناوې وکړی. وېناوالو په خپلو وېناو کښې په اسلامی نړۍ او په تېره بيا په بره او کوزه پښتونخوا کښې د امنيت په ګډوډوالی او د دهشت ګردۍ په عملياتو کښې او له دهشت ګردۍ سره د مبارزې په بانه او همدا رنګ په فرقه ايزو تاوتريخوالو کښې د مسلمانانو او په خاصه توګه د پښتنو په قتل عام باندې د خپلې سختې اندېښنې څرګندونه وکړه. او وې ويل چې د دا ډول عمليات د يوې سترې دسيسې او سازش برخه ده او په دې دسيسو سره د مسلمانانو او په تېره بيا د پښتنو د قوت ختمول دی چې د دا ډول شېطانی دسيسو مقابله په يووالی، اتحاد، ورورولۍ او بېدارۍ سره کېدې شی. دوی دا خبره په ګوته کړه چې د امن د راوستو لپاره تر ټولو وړومبے ټکے (( احترام انسانيت )) دے يعنې په خلقو کښې دا شعور رابېدارول دی چې يو انسان د بل انسان احترام وپېژنی او د بل بې ګناه انسان د وژلو يا هغۀ ته د نقصان رسولو له عاقبت نه خبر شی. او بل ټکے (( په عمل کښې اخلاص )) دے يعنې په خلقو کښې دا پوهه پېدا کول چې خپل عملونه د خداے پاک لپاره خالص کړی او له ذاتی مفاداتو، نفسيانی خواهشاتو او رياکاريو نه يې پاک کړی. دوی په دې لړ کښې د قلم په خاوندانو، وېناوالو، اديبانو او شاعرانو باندې زياتې ذمه وارۍ راځی ځکه چې دوی د يوې ټولنې بېداره طبقه ده او دوی کولې شی چې په خپلو وېناګانو او ليکنو سره په خلقو کښې د شعور بېداری پېدا کړی او له دغو خطرناکو سازشونو او دسيسو څخه يې خبر کړی. د غونډې په دويمه برخه کښې يوه ازاده مشاعره جوړه شوه چې ښاغلېو، نسيم خان نسيم، سلطان محمد سلطان، جهانزېب سهېل، امان الله امان، اسلام يوسف، عبدالکريم اورکزۍ، فريدون فريد او نور ډېرو شاعرانو په خپلو اصلاحی او ټولنيزو کلامونو سره خپل پېغامونه د ګډون کوونکو غوږو ته ورسول دا غونډه په سيمه کښې د امن او امان د ټينګېدو، د مسلمانانو او د لر او بر پښتنو ترمېنځ د اتحاد او يووالی لپاره په دعا سره پاې ته ورسېده. Anwar Shaheen Khankhel Pekhawar Koza Pakhtoonkhwa- انور شاهين خانخېل – پېښور - کوزه پښتونخوا
بېرته شاته