(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په سوات کښې پوځیانو امام ډېرۍ ونيوله

[07.Dec.2007 - 22:55] سوات07.12.2007 :د خبري رسنیو او دوحدت خبريال عبيدالله عابد د خبر له مخی پوځ په سوات کښې د مولوي فضل الله سيمه ( امام ډېرۍ ) په بشپړه توګه ونيوله ،دمولانافضل الله کور بمباری شواو له کور څخه یی دايف ايم راډيو آلات ،موبايل ټیلیفونونه او نور سامانونه پوځ تر لاسه کړي. دپوځيانو لخوا دمولانا شاه دوران دوژل کېدو خبرونه هم خپاره شوي. دسوات دزياتره سيمو لارې تړل شوي . بلخوا دصوبایی (ايالتي )حکومت اعلان کړى ،چې په سوات کښې دبې ګناه وژل شويو خلکو کورنيو سره به مرسته کيږي ،په دې لړ کښې دسوات (ډي سي او) ته لارښوونه شوې ،چې په دې اړ مالومات راټول کړي اوپه يو بل اعلان کښې ويل شوي دي ،چې کوم چا يو ترهه ګر استخباراتي ادارو ته وسپاره يولاک روپۍ به انعام ورکول کيږي او که بهرنى ترهه ګر يې وسپاره دوه لاکه روپۍ به ورکول کيږي ، دهغه کس نوم به هم پټ ساتل کيږي اوس داسې ويل کيږي ،چې مولانا فضل الله ګټ پيو چار ته تللى دى. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته